د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۴۶

په هېواد کې د سرطاني ناروغیو د ډېروالي په اړه د عامې روغتیا وزارت اندېښنه!


د افغانستان د عامې روغتیا وزارت په هېواد کې د سرطاني ناروغیو په ځانګړي ډول، په ښځو کې د سینې د سرطانونو له ډېرېدو اندېښنه ښیي.

د افغانستان د عامې روغتیا وزارت وايي، تېر ۲۰۱۸ میلادي کال کې له ۳۰ تر ۴۰ زرو پورې افغانان په سرطان اخته شوي وو چې لږترلږه ۱۵ زرو یې خپل ژوند له لاسه ورکړی.

د عامې روغتیا وزیر فیروز الدین فیروز د یکشنبې په ورځ د سرطان پر وړاندې د مبارزې نړېوالې ورځې لمانځغونډې ته وویل چې په هېواد کې د سرطاني ناروغیو په ځانګړي ډول، په ښځو کې د سینې د سرطانونو له ډېرېدو اندېښمن دی.

د افغانستان د عامې روغتیا وزیر فیروز الدین فیروز
د افغانستان د عامې روغتیا وزیر فیروز الدین فیروز

دی زیاتوي:

"نه یوازې په افغانستان بلکې د نړۍ په کچه په راتلونکو لسو کلونو کې د سرطاني ناروغیو له ډېرېدو اندېښنې ډېرې شوي او ممکن تر ۵۰ سلنې دا پېښې ډېرې شي، نو اړتیا ده چې مونږ یې د مخنیوي لپاره پلانونه ولرو، په تېر ۲۰۱۸ میلادي کال کې له ۳۰ تر ۴۰ زرو پورې کسان په سرطانونو اخته شوي او نېږدې ۱۵ زرو یې خپل ژوند له لاسه ورکړی، په افغانستان کې یې پېښې مخ په ډېرېدو دي."

دا په داسې حال کې ده چې تر دې وړاندې د انګلستان نېشنل مګزین خپرونې ویلي چې په افغانستان کې ښځې تر جګړې ورسته ډېری د سینې د سرطان له امله مري.

متخصص ډاکتران وايي، سرطان دوه لاملونه لري، یو یې ژینیټیکي دی چې مخنیوی یې ډېر ستونزمن دی او بل لامل‌ یې غیر ژینیټیکي دی چې د مخینوي وړ دی.

د وزن ډېروالی، د فزیکي فعالیت نشتوالی، د الکولي مشروباتو څښل، د حمل نه‌اخیستل، ماشوم ته شیدې نه ‌ورکول او د عمر ډېروالی د سینې په سرطان د اخته کېدو عمده لاملونه په ګوته کېږي.

متخصص ډاکترن وايي، که چېرې د سینې سرطان په وخت تشخیص او درملنه ‌یې وشي، د مخنیوي وړ ناروغي ده.

د افغانستان د عامې روغتیا وزارت دغه شان وتلې سندرې غاړې اریانا سعید د سرطان پر وړاندې د مبارزې لپاره د ښه نیت سفیره اعلان کړه.

اغلې سعید په دې ناسته کې ژمنه وکړه چې د سرطان پر وړاندې د مبارزې لپاره به خلکو ته عامه پوهاوی ورکړي او له خپلو مینه والو به وغواړي چې په دې برخه کې هر اړخیزه مبارزه وکړي.

افغان سندرغاړې ایانا سعید
افغان سندرغاړې ایانا سعید

دې وویل:

"زه د یوې افغانې مېرمنې په توګه د خپل مسؤلیت ادا کولو په نیت دلته راغلې یم او یوه سپېڅلې دنده مې په غاړه ده چې ترسره به یې کړم، د سرطاني ناروغیو د پېښو کمولو لپاره د عامه پوهاوي دنده به په ښه توګه ترسره کړم او د خلکو په همکارۍ به له ټولو هڅو کار واخلم."

د افغانستان د عامې روغتیا وزارت د معلوماتو پر بنسټ، اوس ‌مهال د سرطان د تشخیص او درملنې دوه مرکزونه د کابل په جمهوریت او استقلال روغتون کې فعالیت لري او تمه ده چې په راتلونکي کې د کابل په طبي پوهنتون کې هم یو مرکز جوړ شي.

راپور: ناجیه ساپۍ

XS
SM
MD
LG