د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۹ لیندۍ ۱۴۰۳ کابل ۰۷:۰۶

د پوهنې وزارت راتلونکي کال ته د ښوونځیو د لوست ۱۲،۲میلیونه کتابونه چاپوي


د افغانستان د پوهنې وزارت سرپرست وزیر میرویس بلخي او د بهیر شرکت مشر شیرباز کمین زاده د تړون د ورکړې په حال کې
د افغانستان د پوهنې وزارت سرپرست وزیر میرویس بلخي او د بهیر شرکت مشر شیرباز کمین زاده د تړون د ورکړې په حال کې

د افغانستان د پوهنې وزارت د درسي کتابونو د اړتیا د رفع کولو په خاطر سږ کال ۱۲،۲ میلیونه درسي کتابونه چاپوي.​

دا لومړی ځل دی چې د افغانستان د پوهنې وزارت د ښوونځیو لپاره د لوست کتابونه په کور دننه او هغه هم د یو خصوصي شرکت په وسیله چاپوي.

د پوهنې وزارت سرپرست میرویس بلخي له بهیر خصوصي شرکت سره د ۱۲،۲ میلیونه ټوکه د لوست کتابونو د چاپ تړون د سې شنبې په ورځ «۱۳۹۷ کال د مرغومې ۱۸» په یوه خبري کنفرانس کې لاسلیک کړ.

ښاغلي بلخي په خپلو خبرو کې وویل چې د کتابونو د چاپ دا لړۍ د یوه پنځه کلن پلان برخه ده.

د افغانستان د پوهنې وزارت سرپرست وزیر میرویس بلخي
د افغانستان د پوهنې وزارت سرپرست وزیر میرویس بلخي

ده زیاته کړه:

"د کتابونو د چاپ، وېش او تکثیر لپاره یو پنځه کلن پلان مو په نظر کې نیولی چې له مخې به‌یې په راتلونکو پنځو کلونو کې ۱۳۵ میلیونه ټوکه کتابونه چې له لومړي تر دولسم ټولګیو او د ښوونکو د لارښود ۳۵ مضمونونه په‌کې شامل دي، د ۷۵ میلیونه امریکایي ډالرو په لګښت به چاپ شي."

ښاغلي بلخي وویل، د کتابونو د چاپ لپاره د پوهنې په پنځه کلن پروګرام کې په پام کې ده چې له لومړي ټولګي تر دولسمه ۱۳۵ میلیونه ټوکه درسي کتابونه پکې دي، په درېیو پړاوونو کې به چاپېږي.

نوموړي زیاته کړه چې په لومړي پړاو کې به چې تړون یې له بهیر شرکت سره لاسلیک شو، په ۴ میاشتو کې به ۱۲،۲ میلیونه درسي کتابونه له لومړي صنفه تر شپږم ټولګي پورې په ۴ میاشتو کې چاپ شي.

د لاسلیک شوي تړون له مخې، یاد شرکت مسؤلیت لري چې کتابونه تر چاپ وروسته ولایتونو ته هم انتقال کړي.

په همدې حال کې د بهیر شرکت مشر شېرباز کمین زاده ډاډ ورکړ چې د تړون پر بنسټ به ۱۲،۲ میلیونه کتابونه د وزارت د اړتیا او غوښتنې له مخې په ښه کیفیت چاپ او ولایتونو ته هم انتقال کړي.

سره له دې چې د حکومت له لوري د ښوونځیو د کتابونو چاپ لپاره د نبراسکا په نوم یوه دولتي چاپ خونه مشخصه شوې، خو د پوهنې وزارت د ښه کیفیت او پر وخت د چاپ لپاره دا مسؤلیت خصوصي سکټور ته وسپاره.

له دې سره د ښوونې او روزنې د برخې پوهان د حکومت له دغه اقدامه هرکلی کوي او وایي چې که په ولایتونو کې سیمه‌ییزو مطبعو ته هم د پوهنې د کتابونو د چاپ چانس ورکړل شي، هم به کورنی اقتصاد او هم به لیرې پرتو سیمو او ولایتونو ته د کتابونو د رسونې زمینه برابره شي.

له دې ډلې محمد صابر نوري ازادي راډيو ته وویل:

"دا یو نېک اقدام دی، نه‌یوازې کابل، بلکې که محلي ادارو او چاپ خونو سره هم دا هوکړې وشي، د پوهنې ریاستونو ته هم بودجه ورکړل شي او هغوی خپله ارزونه وکړي چې څومره کتابونو ته اړتیا ده، یعنې ولایتي مطبعو ته هم د کتابونو د چاپ قرادادونه وشي، هم به محلي تشبثات پیاوړي او هم به کتابونه په خپل وخت او کم لګښت چاپ شي."

ښاغلي نوري دا هم وویل چې حکومت په تېره بیا د پوهنې د برخې اړوندو ادارو ته په‌کار ده چې د پوهنې د وضعیت د ښه کېدو او لیرې پرتو سیمو ته د دغې لړۍ د غځېدو لپاره عامه پوهاوی او د خلکو همکاري له ځان سره ولري.

راپور: فېروزه عزیزي

XS
SM
MD
LG