د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۸:۴۹

پاکستان د سولې په بهیر کې څومره عملي همکاري کولای شي؟


ارشیف، د افغانستان د سولې عالي شورا د دارالانشاء  رئیس محمد عمر داوودزی د ازادي راډیو سره د مرکې په حال کې
ارشیف، د افغانستان د سولې عالي شورا د دارالانشاء  رئیس محمد عمر داوودزی د ازادي راډیو سره د مرکې په حال کې

د افغانستان د سولې عالي شورا د دارالانشاء رئیس او د سولې لپاره د سیمه‌ییزې اجماع په چارو کې د ولسمشر ځانګړی استازی محمد عمر داوودزی هیله‌مند دی چې پاکستان ته په سفر کې د افغانستان د سولې د بهیر لپاره سیمه‌ییزه اجماع کې زیاته همغږي رامنځته کړي.

ښاغلي داوودزي له ازادي راډیو سره پرون په ځانګړې مرکه کې وویل چې له پاکستاني چارواکو سره به پر دې خبرې وکړي چې دوی د سولې په بهیر کې څومره عملي همکاري کولای شي؟

ښاغلي داوودزي په‌دې مرکه کې چې د ازادي راډیو خبریال نوریاس نوري ورسره کړې، د افغانستان له حکومت سره د طالبانو د مخامخ خبرو د پیلېدو لپاره د امریکا او د سیمې د یو شمېر نورو مهمو لوبغاړو پر وروستیو هڅو هم رڼا اچولې ده.

ښاغلی داوودزی د مرکې په پیل کې پاکستان ته د خپل سفر د هدف په اړه وایي:

هيله ده انتظار وکړئ

No media source currently available

0:00 0:07:26 0:00
مستقیم لېنک

XS
SM
MD
LG