د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۷:۲۹

کندهار کې معتاد ځوانان له دولته غواړي چې د نشه‌يي توکو پلورونکي ونيسي


ارشیف، یو شمېر معتادین
ارشیف، یو شمېر معتادین

د کندهار ولايت ځيني معتادين وايي چې د نشه يي موادو د خرڅلاو مخه دې ونيول شي.

دوی سیمه‌ییز چارواکي او قومي مشران له دې امله ګرم بولي چې د هغو کسانو په مخنيوي کې پاتې راغلي چې نشه يي مواد په ازاد ډول خرڅوي.

سردارولي او عبدالرشيد د کندهار د ارغنداب ولسوالۍ د ناګهان کلي اوسېدونکي دي.

دوی وايي چې د نشه يې موادو د خرڅوونکو له لاسه په نشه اخته شوي او اوس یې ژوند له ډېرو ستونزو سره مخ دی.

دوی زیاتوي چې ساقيان په ازاد ډول نشه‌يي مواد ورباندې خرڅوي او نور ځوانان هم نشو ته هڅوي.

دغه معتاد ځوانان له دولته غواړي چې د نشه يې موادو پلورونکي دي ونيسي او بيا دي عدلي او قضايي ادارو ته وسپاري:

د کندهار ښار
د کندهار ښار

"عبدالرشید: په کلي او وطن کې مو نشه‌يي مواد خرڅېږي. که په کلي کې مو نشه‌يي مواد نه خرڅېدای، تریاک مو نه کرلای، حکومت او د کلي مشرانو ساقيانو ته د نشه يي موادو د خرڅلاو اجازه نه ورکولای اوس به دا حال نه وای. دلته یې څوک د خرڅلاو مخالفت نه کوي، دلته هم کوکنار کرل کېږي او هم پوډر خرڅېږي.

- سردارولي: د وطن مشران او حکومت دې لومړی د دې سیمې ساقیان او د نشه يي موادو خرڅوونکي ونيسي او مخه يې ونيسي، که داسې و نه شي، موږ به دغسې غم ځپلی ژوند ولرو، د وخت په تېرېدو سره پنځه نور په اخته کېږي او تر هغه وروسته پنځه سوه کسان نور په اخته کېږي."

په ورته وخت کې د کندهار ولایت د ارغنداب ولسوالۍ قومي مشر حاجي عبدالاحد هم دا مني چې په‌دې ولسوالۍ کې نشه يي موادو ته لاس رسی اسانه دی.

دی له دولته غواړي چې د نشه يې موادو کښت او تولید دې بند کړي.

نوموړی زیاتوي:

"کله چې په ټول افغانستان کې د نشه‌يي موادو کښت بند شي، د هیروئینو کارخانې ویجاړې شي، نو څوک به یې چېرې وپیري او پر چا به یې وپلوري؟ کله چې نشه‌يي مواد نه وي، نو معتادین خو بل هېواد ته نه‌شي پسې تلای، کېدای شي په ټول ولایت کې یو نفر دا توان ولري چې بل ځای يې پيدا کړي، هر خوار او غریب سړی بل هېواد ته نه شي پسې تلای. اوس خو کوکنار په کلي کې کرل کېږي، نشه يي مواد همدلته توليد او خرڅېږي. که وضعیت همداسي دوام وکړي که اوس پنځه کسان په اخته وي سبا پنځه کسان نور په اخته کېږي."

بل خوا ته د کندهار د امنیه قوماندانۍ مسوولين وایي چې د نشه يې موادو پر وړاندې مبارزه د دولت له لومړيتوبونو څخه ده، دوی د هغو کسانو پر وړاندې جدي مبارزه کوي چې نشه یي مواد خرڅوي او يا يې کري.

د کندهار د پوليسو ویاند ضيا دُرانی له خلکو غوښتنه کوي چې د نشه یې موادو د خرڅوونکو په رسوا کولو کې دي همکاري ورسره وکړي.

د کندهار د پوليسو ویاند ضيا دُرانی
د کندهار د پوليسو ویاند ضيا دُرانی

"دا لړۍ روانه ده، په هره نقطه او هره سیمه کې چې ساقي او یا د نشه‌يي موادو خرڅوونکی موجود وي موږ یې نیسو، د هغوی د نیولو لپاره پوره چمتوالی لرو، خو له دې سره-سره بیا هم له خلکو غواړو چې په‌دې برخه کې په مستقیم ډول له خپلو امنیتي ځواکونو سره همکاري وکړي."

د معتادینو د درملني لپاره د امکاناتو نشتوالی، نشه‌يي موادو ته اسانه لاسرسی، بې وزلي او بې روزګاري هغه عوامل دي چې نشو ته يې لاره اواره کړې ده.

ددې راپور غږیزه بڼه هم اورېدلی شئ:

هيله ده انتظار وکړئ
Embed

No media source currently available

0:00 0:02:35 0:00
مستقیم لېنک

XS
SM
MD
LG