د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۸:۵۶

د ژورنالېستانو نړیوال فدراسیون: په ۲۰۱۸ کال کې د خبریالانو تلفات زیات وو


د ژورنالېستانو نړیوال فدراسیون وايي، په ۲۰۱۸ کال کې د خبریالانو او د رسنیو د کارکوونکو تلفات زیات وو.

دې فدراسیون په خپل کلني راپور کې چې پرون خپور شو، ویلي دي چې په ۲۰۱۸ کال کې خبریالانو ته زیاته مرګ ژوبله په افغانستان کې اوښتې ده.

په راپور کې ویل شوي دي چې په ۲۰۱۸ کال کې په هدفي وژنو، بمي چاودنو او جګړو کې ۹۴ ژورنالېستان او د رسنیو کارکوونکي وژل شوي دي.

د ژورنالېستانو نړیوال فدراسیون چې مرکز يې په بروکسل کې دی، په خپل راپور کې ویلي چې په ۲۰۱۷ کال کې په نړۍ کې د وژل شویو خبریالانو او د رسنیو د کارکوونکو شمېر ۸۲ وو.

په دې راپور کې د افغانستان د وژل شویو خبریالانو او د رسنیو کارکوونکو شمېر تر ټولو ډېر یاد شوی چې شمېر یې ۱۶ تنه دی.

ارشیف، د کابل په شش درک سیمه کې د یوې چادنې له امله د یو شمېر وژل شویو او ټپي ژورنالستانو انځور \ ۲۰۱۸ کا د اپرېل ۳۰ مه
ارشیف، د کابل په شش درک سیمه کې د یوې چادنې له امله د یو شمېر وژل شویو او ټپي ژورنالستانو انځور \ ۲۰۱۸ کا د اپرېل ۳۰ مه

دغه فدراسیون چې په ۱۹۹۰ کال کې تأسیس شوی، له هغه وخته‌یې د خبریالانو د مرګ ژوبلې تر ټولو ډېر شمېر په ۲۰۰۶ کال کې ثبت کړی و چې د ۱۵۵ کسانو وژل په‌کې ثبت شوي وو.

په ۲۰۱۸ کال کې تر افغانستان وروسته د مکسیکو نوم یاد شوی چې ۱۱ تنه او بیا تر هغه وروسته سوریه ده چې اته خبریالان او د رسنیو کارکوونکي په‌کې وژل شوي دي.

د امریکا متحده ایالات د دې لېست په شپږم کتار کې دی چې د وژل شویو خبریالانو شمېر یې ۵ تنه دی او پاکستان او سومالیا هم په ورته حالت کې دي.

د خبریالانو د نړیوال فدراسیون په دې راپور کې تر ټولو کړکېچنه قضیه د سعودي عربستان د خبریال جمال خاشقجي وژنه یاده شوې ده.

نوموړي واشنګټن پوسټ ته کار کاوه او د سعودي د ولیعهد محمد بن سلمان یو سخت منتقد و چې د اکټوبر په دوهمه د ترکیې په استانبول کې د سعودي عربستان په قونسلګرۍ کې ووژل شو.

ارشیف، د سعودي عربستان خبریال جمال خاشقجي
ارشیف، د سعودي عربستان خبریال جمال خاشقجي

د خبریالانو د نړیوال فدراسیون مشر فیلیپ لیروټ اسوشیټېډ پرس خبري اژانس ته ویلي چې خبریالان له دې کبله په نښه کېږي چې هغوی د پېښو شاهدان دي او د همدې کار نتیجه چې په یوه هېواد کې یو یا یوه ډله خبریالان وژل کېږي، دا ده چې په هغه ځای کې ډېره خودسانسوري لیدل کېږي.

د دغه فدراسیون مشر وایي، تر ټولو حیرانوونکې خبره دا ده چې د هرو ۱۰ خبریالانو څخه د ۹ تنو د وژلو قضیه بې‌مجازاتو پاتې شوې ده.

د خبریالانو د خونديتوب کمېټې ویلي چې په روان میلادي کال کې د وژل شویو خبریالانو نیمایي برخه‌یې په قصدي ډول په نښه شوې ده.

XS
SM
MD
LG