د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۱۰ لیندۍ ۱۴۰۳ کابل ۱۱:۵۸

دانش: سوله د افغان حکومت لومړیتوب دی، خو د بیان ازادي به د سولې قرباني نه شي


ارشیف، د افغان ولسمشر دوهم مرستیال سرور دانش
ارشیف، د افغان ولسمشر دوهم مرستیال سرور دانش

د افغان ولسمشر دوهم مرستیال وايي، سوله د افغان حکومت لومړیتوب دی او د بیان ازادي به د سولې قرباني نه شي.

که څه هم د سولې د خبرو اترو د پیل لپاره روانې هڅې د حکومت له هرکلي سره مخ شوي، خو یو شمېر داسې اندېښنې هم مطرح دي چې ممکن تېرې لاسته راوړنې په ځانګړې ډول، د بیان ازادي د سولې قرباني شي.

خو د ولسمشر دوهم مرستیال سرور دانش د یکشنبې په ورځ اطلاعاتو ته د لاسرسي کمېسیون د نویو غړو د معرفي کولو په غونډه کې وویل، که چېرې د بیان ازادي نه وي او په یادو لاسته راوړنو باندې معامله وشي، یو دیکتاتوري نظام به حاکم او په لومړي قدم کې به له سولې قرباني اخلي.

دی زیاتوي:

"حکومت او خلک د سولې له هر ډول هڅو هرکلی کوي، خو په دې پوهېږو چې د افغانستان ملت په تېره یوه نیمه لسیزه کې مهمې لاسته راوړنې درلودې چې په هېڅ صورت، حتی د سولې په مقابل کې هم نشو کولای چې ترې لاس واخلو چې مهمه یې د رسنیو او د بیان ازادي ده چې په لومړي قدم کې به له سولې قرباني اخلي، نو په دې اساس که چېري د بیان ازادي نه وي، بنسټیزه سوله به هم رانه شي."

اطلاعاتو ته د لاسرسي کمېسیون درې کاله مخکې د اطلاعاتو فرهنګ وزارت په چوکاټ کې جوړ شو چې ریاست یې د سید اکرام افضلي په غاړه دی.

ارشیف، اطلاعاتو ته د لاسرسي کمېسیون مشر سید اکرام افضلي
ارشیف، اطلاعاتو ته د لاسرسي کمېسیون مشر سید اکرام افضلي

خو د ولسمشر په نوي فرمان کې پنځه تنه نور د کمېسیون د غړو په توګه وټاکل شول.

د ۱۵ کسانو له ډلې چې د ګمارنې کمېټې له خوا د کمېسیون غړیتوب لپاره معرفي شوي وو، ولسمشر محمد اشرف غني عین الدین بهادري او زهرا موسوي د پنځو کلونو، حمدالله ارباب، نجیبه مرام او فضل الباري بریالی یې د درېیو کلونو لپاره وټاکل شول.

اطلاعاتو ته د لاسرسي کمېسیون یوې غړې نجیبې مرام وویل، دا مهال هره اداره هڅه کوي چې اطلاعات په خپله خوښه د رسنیو او خلکو په واک کې ورکړي، خو په وینا یې، د حکومت دا کړنه نوره خلکو ته د منلو وړ نه ده.

دې وویل:

"د قانون د عملي کولو لپاره د ادارو همکاري، د دولتي ادارو د راپورونو او اسنادو خپرول، د اطلاع رسونې د مرجع جوړول، د سیمه يیزو ادارو ځواب ورکولو لپاره تدابیر نیول او د نړیوالو اداور تخینکي همکاري زمونږ له مهمو وړاندیزونو دي."

له بلې خوا اطلاعاتو ته د لاسرسي کمېسیون مشر سید اکرام افضلي په دولتي ادارو کې د شفافیت نشتوالی او ادارې فساد د اطلاع رسولو په مخ کې له لویو خنډونو یادوي.

ښاغلي افضلي که څه هم د دغه کمېسیون له ځينو لاسته راوړنو یادونه کوي، خو د کمېسیون په وړاندې به شته محدودیتونو هم انتقاد کوي.

راپور: ناجیه ساپۍ

XS
SM
MD
LG