د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۱۰ لیندۍ ۱۴۰۳ کابل ۱۲:۰۹

دفاع وزارت: په ژمي کې د وسله والو مخالفانو په وړاندې پوځي عملیات لا ډېرېږي


آرشیف، افغان ځواکونه د هلمند په باباجي کې د ۲۰۱۸ کال د ډيسمبر په ۱۱ مه د عملیاتو په حال کې
آرشیف، افغان ځواکونه د هلمند په باباجي کې د ۲۰۱۸ کال د ډيسمبر په ۱۱ مه د عملیاتو په حال کې

د افغانستان دفاع وزارت وايي، د هېواد په بېلابېلو ولایتونو کې د وسله والو مخالفینو د ځپلو په هدف تهاجمي عملیات په بریالیتوب سره پرمخ روان دي.

د افغانستان دفاع وزارت د هېواد په بېلابېلو ولایتونو کې خپل تهاجمي عملیات بریالي بولي او د ژمي په فصل کې د علمیاتو د لا زیاتوالي خبره کوي.

د دغه وزارت ویاند غفور احمد جاوید د شنبې په ورځ ناوخته ازادي راډیو ته وویل چې د افغان ځواکونو د هوايي او ځمکنیو عملیاتونو د زیاتوالي په نتیجه کې د وسله والو مخالفینو د مرګ ژوبلې کچه لوړه شوې او د دوی يو شمېر مهم مشران او قوماندان هم وژل شوي دي.

د افغانستان د دفاع وزارت ویاند غفور احمد جاوید
د افغانستان د دفاع وزارت ویاند غفور احمد جاوید

دی وایي:

"په ځانګړې توګه په تېرو ۲۶ ورځو کې د طالب وسله والو او نورو ترورېستي ډلو تر ۱۵ پورې لوړ پوړي قوماندان، والیان او د نظامي کمېسیونو مشران په نښه او وژل شوي دي، په ټوله کې زموږ ځمکني عملیات، هوايي عملیات او ځانګړې کومانډويي دندې زیاتې شوي، په اوسط ډول موږ هره ورځ له لسو تر پنځلسو هوايي بریدونه لرو، ځمکني عملیات او کومانډويي دندې لرو."

د ده په خبره، په وژل شویو قوماندانانو کې ملا منان، پير اغا او د پنځو ولایتونو لوګر، خوست، پکتیا، پکتیکا او غزني لپاره د طالبانو والیان او د سرې قطعې قوماندان بلال ځدراڼ شامل دي.

د ښاغلي جاوید په خبره، د تهاجمي عملیاتو په زیاتېدو سره د جګړې په ډګر کې د افغان سرتېرو په مرګ ژوبله کې د پام وړ کموالی راغلی او وسله والو مخالفینو ته درنه مرګ ژوبله اوښتې.

دا په داسې حال کې ده چې د افغانستان دفاع وزارت شااوخوا يوه میاشت وړاندې د جګړې په ډګر کې د افغان سرتېرو د مرګ ژوبلې د مخینوي په هدف، د يوې ستراتېژۍ د پلې کولو خبره وکړه چې په کې د تهاجمي حملو د زیاتوالي ترڅنګ، د دولت د وسله والو مخالفینو د ځپلو په هدف، د افغان ځواکونو د کومانډويي او هوايي عملیاتو د زیاتېدو خبره هم شوې وه.

د افغانستان دفاع وزارت وروسته له هغه د جګړې په ډګر کې د افغان سرتېرو د مرګ ژوبلې د مخینوي د ستراتيژۍ د پلې کولو خبره وکړه چې ولسمشر محمد اشرف غني په تېرو څلورو کلونو کې د ۲۸ زره پولیسو او د ملي اردو د ځواکونو د وژل کېدو خبره وکړه.

د افغانستان د دفاع وزارت د معلوماتو له مخې، اوسمهال په ننګرهار، کونړ، پکتیا، پکتیکا، غزني، بغلان، فاریاب، فراه، هلمند، کندهار او ارزګان کې د افغان ځواکونو له خوا عملیات دوام لري.

په ورته وخت کې د پوځي چارو کارپوه باري عارض وايي، د جګړې په ډګر کې د افغان ځواکونو د بریالیتوب پرېکړه لږترلږه شپږ میاشتې وخت ته اړتیا لري، څو ثابته شي چې د دوی تهاجمي علمیات څومره بریالي دي.

د پوځي چارو افغان کارپوه باري عارض
د پوځي چارو افغان کارپوه باري عارض

ده زیاته کړه:

"دا چې څومره قوماندانان یې وژل او مخالفینو ته څومره مرګ ژوبله اوښتې، د دې سم تصدیق ډېر ستونزمن دی، دا خاص څه نه محسوسېږي او د تلفاتو د زیاتوالي او کموالي مسئله په يوه میاشت کې نه معلومېږي، که په يوه میاشت کې تلفات کمېږي، نو دا د دې معنا نه لري چې موږ داسې محاسبه وکړو چې تلفات کم شوي دي."

افغان او امریکايي چارواکي وايي، د طالبانو پرضد د دې لپاره هوايي او ځمکني بریدونه زیات شوي دي چې د سولې په احتمالي خبرو کې افغان حکومت له قوي دریځ سره ګډون وکړي.

له دې وړاندې په افغانستان کې د نړیوالو ځواکونو عمومي قوماندان جنرال سکاټ مېلر په جګړه کې د برلاسي کېدو لپاره له افغان امنیتي ځواکونوغوښتي دي چې د طالبانو پرضد تهاجمي عملیات زیات کړي.

خو بل خوا په يو شمېر ولایتونو کې بیا د وسله والو مخالفینو د حملو د زیاتېدو راپورونه هم ورکړل شوي چې د ځینو امنیتي کارپوهانو په خبره، هدف يې د سولې په خبرو کې د طالبانو له خوا د زیاتو امتیازونو ترلاسه کول دي.

راپور: محمد واصل وصال

XS
SM
MD
LG