د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۸:۵۵

مظاهره‌چیان: د کابل سید جمال‌الدین افغان تحصیلي مؤسسه دې په پوهنتون بدل شي


د کابل د سید جمال الدین افغان د عالي دارالمعلمین استادانو او محصلانو نن په یوه مظاهره کې له حکومته وغوښتل چې دغه تحصیلي موسسه دې په پوهنتون بدل شي.

د کابل د سید جمال الدین افغان د عالي دارالمعلمین استادان او محصلان وايي، دغه دارالمعلمین پوهنتون ته د ارتقا ټول مسلکي، تخنیکي، علمي او اکاډمیک معیارونه برابر کړي یا دې پوهنتون شي او یا دې د کوم بل پوهنتون په چوکاټ کې د پوهنځي په توګه ومنل شي.

دوی دا خبرې د سې شنبې په ورځ په یوه مظاهره کې وکړې.

د مظاهره کوونکو استادانو له ډلې عبدالغني احمدزي ازادي راډیو ته وویل:

"زموږ غوښتنه دا ده چې د سید جمال الدین دارالمعلمین ارتقاء وکړي، یا د لوړو زده‌کړو عالي موسسه شي، یا دې یو مستقل پوهنتون شي او یا د ښوونې او روزنې په پوهنتون کې د یو پوهنځي په توګه شامل شي، زموږ ټول امکانات برابر دي، یوازې یو جواز غواړو."

ښاغلي احمدزي وویل، شاوخوا اته میاشتې کېږي چې د یاد دارالمعلمین استادانو او محصلانو له حکومته دا غوښتنه کړې، خو مثبت ځواب ورته نه‌دی ویل شوی.

د دغه دارالمعلمین د معلومات له مخې په یاد تعلیمي ارګان کې د روان لمریز کال د ثور له اتلسمې نېټې را وروسته تدریس په ټپه دریدلی دی.

دا په‌داسې حال کې ده چې د کابل د لوړو زده‌کړو په اکثرو موسسو کې تحصیلي کال مخ په خلاصېدو دی.

مظاهره کوونکو استادانو او محصلانو ویل، دغه دارالمعلمین ۱۲۰ درسي خونې، مجهز لابراتوارونه او یو تجربوي ښوونځی لري، ۱۸۰ ښځینه او نارینه استادان په‌کې په تدریس بوخت دي چې۹۰ تنه استادان یې د ښوونې او روزنې په برخه کې ماسټري لري.

مظاهره کوونکو استادانو او محصلانو وویل، که دا ځل د دوی غوښتنو ته مثبت ځواب ورنه‌کړل شي، په نورو مدني اعتراضونو به هم لاس پورې کړي.

د دوی د مظاهرې له امله د سې شنبې په ورځ د کابل ښار د مرکزي واټونو لارې تړلې وې او امنیتي ځواکونو د مظاهرې سیمې ته په ورتګ بندیز لګولی وو.

ازادي راډیو هڅه وکړه چې په‌دې اړه د لوړو زده‌کړو د وزارت د مسوولنیو نظر هم ولري، خو چا یې اړیکه ځواب نه‌کړه.

د ښوونې او روزنې پوهان وايي، حکومت باید ژر تر ژره د ستونزې هوارولو ته یوه معقوله مسلکي لار ومومي څو د یاد دارالمعلمین د استادانو او محصلانو وخت ضایع نه شي.

د دغو پوهانو له ډلې عبدالرازق دوست ازادي راډیو ته وویل:

"د لوړو زده‌کړو وزارت د لوایحو، مقرراتو او قانون له مخې یو لړ پروسیجرونه دي چې باید دغه دارالمعلمین یې ولري او که نه نو ارتقا نه‌شي کولی، حکومت باید په‌دې هکله هر اړخېز تصمیم ونیسي او له دغې ستونزې نه د وتلو لاره پیدا کړي."

پخوا تر دې د لوړو زده‌کړو وزازت ویلي چې په‌دې اړه یې د پوهنې له وزارت سره مشورې پیل کړي چې شته ستونزه په مسلکي توګه هواره کړي.

په کابل کې د سید جمال الدین افغان عالي دارالمعلمین شاوخوا ۱۰۷ کاله مخکې تأسیس شوی چې په لسګونو زره ښوونکي یې روزلي دي.

راپور: خان محمد سیند

XS
SM
MD
LG