د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۷:۵۳

د کندز اوسېدونکي: غیر مسؤله وسله‌والو سوله او ثبات له ګواښ سره مخ کړي


په کندز کې د سولې او ثبات د ټينګښت په هدف ولسي ناسته ترسره شوه او په دې غونډه کې ګډونوالو د سولې او ثبات د ارزښت په اړه خبرې وکړې.

دوی د سولې له روانو خبرو ملاتړ اعلان کړ او ټينګار یې وکړ چې په سیمه کې د غیر مسؤله وسله‌والو شتون د امنیت او ثبات لپاره ستر ګواښ بلل کېږي.

په دغه ولایت کې مدني فعالې ملالۍ سعد په خپلو خبرو کې وویل چې غیر مسؤله وسله‌وال تر خپل واک لاندې سیمو کې د عامو خلکو پر وړاندې له هر ډول ظلم او ستمه کار اخلي او دغه‌راز د امنیت او ثبات پر وړاندې هم ستر خنډ شمېرل کېږي.

دې وویل:

"غیر مسؤله وسله‌وال هغه کسان دي چې په سیمه کې د سولې او ثبات ټينګښت‌یې له ګواښ سره مخ کړی او دغه‌راز په وسله‌والو غلاو، جنسي تېریو، قتلونو او په ډول ډول جنایتونو تورن دي او باید دغه ډلې خلع سلاح شي او د دوی په شتون کې په سیمه کې د سولې او ثبات تأمینول ناشونی کار دی."

په ورته وخت کې ګڼ شمېر کندزیانو په هېواد کې د سولې او ثبات د ارزښت په اړه خبرې وکړې او دغه‌راز پر دولت‌یې غږ وکړ چې په سیمه کې ټول خپل‌سري وسله‌والو خلع سلاح او د قانون منګولو ته دې وسپاري.

د دې غونډې دوو تنو برخه‌والو حبیبې ګلستانۍ او خلیل امیني په دې اړه ازادي راډیو ته وویل:

"خپل‌سري وسله‌وال باید خلع سلاح شي، ځکه دغه کسان د مخدره توکو په قاچاق، د انسان په قاچاق او په ورته نورو غیر قانوني کارونو کې لاس لري او عام خلک هم ورڅخه په تنګ دي."

"په دې غونډه کې خلکو د سولې او ثبات له روانو خبرو او دغه‌راز د خپل‌سرو وسله‌والو د خلع سلاح کولو او د نيولو له بهيره خپل ملاتړ اعلان کړ او له دولت سره‌یې د همکارۍ ژمنه وکړه."

بل‌خوا د کندز د والي مرستیال حشمت‌الله عرضبیګي خلکو ته ډاډ ورکړ چې حکومت د غیر مسؤله وسله‌والو د خلع سلاح کولو او نیولو په اړه جدي اراده لري، ځکه تر اوسه پورې د غیر مسؤله وسله‌والو ۲۱ تنه مشهور قوماندانان نیول شوي او زندان ته لېږدول شوي دي.

ده وویل:

"مرکزي حکومت او د کندز سیمه‌ییزه اداره د غیر مسؤله وسله‌والو د خلع سلاح کولو په اړه جدي او قاطع پلان لري، څرنګه چې تاسې په جریان کې یاست، موږ د خپل‌سرو ټوپکیانو یو شمېر مشهور قوماندانان ونيول او اوس مهال به محبس کې شپې او ورځې تېروي."

په هېواد کې د سولې او ثبات ټينګښت د افغانانو له دایمي هيلو بلل کېږي، خو بیا د کندز اوسېدونکي وايي، څو چې په سیمه کې ټول خپل‌سري وسله‌وال خلع سلاح او د قانون منګولو ته ونه‌سپارل شي، نو په هېواد کې د سولې او امنیت ټينګښت ناشونی کار دی.

راپور: اجمل ارین

XS
SM
MD
LG