د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۸:۰۶

امریکا: د افغانستان د جنګ د حل لارې تر موندلو هڅې دوام کوي


امریکایي چارواکو پرون په متحده عربي اماراتو کې د طالبانو له استازو سره خبرې وکړې.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت یوه ویاند ویلي چې د متحده عربي اماراتو په پلازمېنه ابوظبي کې دغه خبرې د هغو هڅو یوه برخه ده چې هدف‌یې په دې هېواد کې د جګړې د پای ته رسېدو لپاره د افغانانو ترمنځ خبرو ته زمینه برابرول دي.

د الجزیرې ټلوېزیوني شبکې د دغه ویاند له قوله چې نوم‌یې نه‌دی څرګند کړی، خبر ورکړی چې ویلي یې دي، د افغانستان د سولې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړی استازی زلمی خلیل‌زاد به د طالبانو په ګډون، د افغانستان په قضیه کې له ښکېلو ټولو خواوو سره لیدنو کتنو ته دوام ورکړي، تر څو د خبرو اترو له لارې په افغانستان کې د جګړې د پای ته رسېدو لپاره ملاتړ زیات شي.

زلمی خلیل‌زاد
زلمی خلیل‌زاد

د طالبانو جګپوړو غړو ویلي چې له امریکایي چارواکو سره د خبرو دغه پړاو به درې ورځې دوام وکړي او په هغو کې په قطر کې د دې ډلې د سیاسي دفتر پر استازو سربېره، د طالبانو د پخواني مشر ملا عمر د مشر زوی ملا یعقوب له‌خوا دوه استازي هم برخه لري.

د افغانستان د حکومت اجرائیه ریاست ویلي وو چې له طالبانو سره د سولې د خبرو لپاره د حکومت مرکچي پلاوی هم متحده عربي اماراتو ته تللی، خو د روېټرز اژانس د راپور له مخې، طالبانو په یوه بیان کې ویلي چې جګپوړي غړي یې په پام کې نه‌لري چې د افغانستان د حکومت له پلاوي سره وګوري.

تر دې یوه ورځ مخکې د یکشنبې په ورځ د افغانستان د ملي امنیت سلاکار حمدالله محب په متحده عربي اماراتو کې د افغانستان، سعودي عربستان، متحده عربي اماراتو او د امریکا د ملي امنیت د چارواکو په څلور اړخیزه غونډه کې چې د افغانستان د سولې پر موضوع متمرکزه وه، ګډون کړی و.

په دې اړه چې د افغانستان د حکومت پلاوی چې له طالبانو سره د مخامخ خبرو لپاره متحده عربي اماراتو ته تللی، د دې ډلې له مرکچیانو یا د نورو هېوادونو له استازو سره چې له طالبانو سره‌یې په خبرو کې برخه اخیستې، کتلي که نه؟ هڅه مو وکړه چې د افغانستان د حکومت نظر واخلو، خو ویاندویان‌یې په دې اړه زیات جزئیات نه‌لري چې له رسنیو سره‌یې شریک کړي.

د افغانستان د حکومت له هڅو سره سره چې له طالبانو سره د مخامخ خبرو لپاره‌یې یو ۱۲ کسیز مرکچي پلاوی هم ټاکلی، طالبانو تر اوسه ورسره له خبرو کولو ډډه کړې ده.

د روېټرز خبري اژانس د راپور له مخې، امریکایي چارواکو چې له طالبانو سره‌یې خبرې پیل کړي، په دې وروستیو کې یې دا هڅې هم زیاتې کړي چې د افغانستان له حکومت سره د دې ډلې د مخامخ خبرو د پیلېدو لپاره د پاکستان او سعودي عربستان په ګډون د سیمې د یو شمېر مهمو لوبغاړو ملاتړ تر لاسه کړي.

یو شمېر لوېدیځو ډيپلوماتانو ویلي چې له قطر څخه متحده عربي اماراتو ته د خبرو لېږدول هم د دغو هڅو یوه برخه ده، ځکه سعودي عربستان چې کولای شي پر خپل متحد پاکستان له خپل نفوذه کار واخلي، له قطر سره‌یې اړیکې خرابې دي.

په دې ورستیو کې سعودي عربستان له پاکستان سره د اقتصادي ستونزو د هواري لپاره د ۶ میلیارده ډالرو مرستې ژمنه کړې ده.

په کابل کې یوه غربي ډیپلومات د خپل نوم نه‌ښودلو په شرط روېټرز ته ویلي چې که په اوس وخت کې سعودي عربستان پاکستان ته ووایي چې د افغانستان د سولې ملاتړ وکړي، پاکستان نه‌شي کولای چې دغه غوښتنه له پامه وغورځوي.

د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړی استازی تدامیچي یاماموتو وایي، د سولې د هڅو بل مهم پړاو به دا وي چې د افغانستان د حکومت او طالبانو استازي سره وګوري.​

تدامیچي یاماموتو

​تدامیچي تېره ورځ د افغانستان په اړه د ملګرو ملتونو د امنیت شورا ځانګړې غونډې ته په خبرو کې چې تر ډېره د سولې او د انتخاباتو پر مسئلو متمرکزه وه، وویل:

"موږ هیله‌مند یوو چې دغه اوسنی فرصت دواړه خواوې سره یوځای کړي، تر څو وکولای شي چې هغو بېلابېلو مسایلو ته حل لارې ولټوي چې یوه سوله‌ییز جوړجاړي ته د رسېدو لپاره ورته اړتیا ده."

امریکایي چارواکو تر اوسه له طالبانو سره په خبرو کې تر ډېره د دې هڅه کړې چې دغه ډله اوربند ته غاړه کېږدي او د افغانستان له حکومت سره مخامخ خبرې پیل کړي، خو د طالبانو له لوري بیا له دې هېواده د نړیوالو ځواکونو د وتلو پر مسئلې ډېر تأکید شوی دی.

XS
SM
MD
LG