د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۶:۵۸

هېواد: چین له طالبانو وغوښتل چې افغان حکومت سره د سولې خبرو ته کیني


کابل چاپ ورځپاڼو په خپلو نننیو ګڼو کې هم د افغانستان د سولې په اړه لیکلي دي.

  • ویسا

ویسا خپلواکې ورځپاڼې په خپل یو مطلب کې لیکلي، پاکستان به سبا د خلیل‌زاد او طالبانو تر منځ د مستقیمو خبرو اترو کوربه وي.

په مطلب کې وړاندې راغلي چې د پاکستان صدراعظم عمران خان دا هم ویلي چې دوی په کوټه کې د طالبانو مشران په دې سلا کړي چې د سولې خبرو اترو ته کیني.

ورځپاڼه د پاکستان د صدراعظم په حواله لیکلي چې دا پرېکړه یې د امریکا د پرله پسې غوښتنو ورسته کړې ده.

په مطلب کې ویل شوي چې د کوټې شورا هم د دغو خبرو لپاره خپل چمتوالی اعلان کړی او ټینګار یې کړی چې له یوې نوې برنامې سره به له امریکايي چارواکو سره د سولې قوي خبرو ته کیني.

په مطلب کې د طالبانو د کوټې شورا په حواله دا هم ویل شوي چې دوی لومړی له امریکا سره خبرې کوي او چې په خبرو کې پرمختګ راغی بیا به افغان حکومت سره هم خبرې وکړي.

  • ملي ارمان

ملي ارمان خپلواکې ورځپاڼې بیا د یو شمېر امریکايي شنونکو په حواله لیکل چې کومې هڅې چې په‌دې وروستیو کې د افغانستان د سولې په برخه کې شوي په تېرو ۱۷ کلونو کې چې امریکا په دغه هېواد کې پوځي حضور لري بې ساري وې.

خو په مطلب کې دا هم راغلي چې د سولې له خبرو اترو کم څه د اعلامیو په ترڅ کې بهر راوځي نور نو هر څه د تړلو دروازو تر شاه دي.

د دغو شنونکو په باور د افغانستان اوسنی سیاسي وضعیت تر ډېره داسې دیګ ته پاتې کېږي، که څه هم پوهېږې چې دننه یې یو څه د پخېدو په حالت کې دي خو دا نه ده معلومه چې د افغانستان د خلکو کاسو ته به څه ترې راوځي.

خو په مطلب کې دا هم راغلي، هغه څه چې معلوم دي هغه دا دي چې د جګړې ټول ښکېل اړخونه دې نتیجې ته رسېدلي چې جګړه د افغانستان د ستونزې د حل لاره نه ده.

  • دنیا

دنیا خپلواکې ورځپاڼې بیا د سولې د مشورتي بورد په اړه لیکلي دي.

دنیا په خپل دغه مطلب کې د یو شمېر کورنیو او بهرنیو اژانسونو په حواله لیکلي چې د سولې مشورتي بورډ چې د ارګ له خوا په دېره بېړه اعلان شو په خپله د بورد د غړو له انتقادونو سره مخ دی.

په مطلب کې راغلي چې د سولې د عالي شورا د غړو په ګډون په بورد کې یو شمېر شاملو کسانو انتقاد کړی چې له دوی سره په دې اړه هېڅ خبرې نه دي شوي.

ورځپاڼه لیکلي، دغو کسانو دا هم ویلي چې، د ارګ د سولې خبرې د خلکو ملاتړ له ځانه سره نه لري نو ځکه کومه نتیجه به ورنه کړي.

  • هېواد

هیواد دولتي ورځپاڼې بیا په خپل یو مطلب کې لیکلي، چین له طالبانو وغوښتل چې افغان حکومت سره د سولې خبرو ته کیني او په افغانستان کې روانه جګړه ختمه کړي.

هېواد له پاکستانه هم غوښتي چې په افغان سوله کې خپله ریښتینولي ثابته کړي.

XS
SM
MD
LG