د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۷:۰۴

افغان چارواکي: هیله لرو چې پاکستان داځل په افغان سوله کې مثبت رول ولوبوي


افغان چارواکي وايي، هیله مند دي چې پاکستان دا ځل د افغانستان د سولې په پروسه کې مثبت رول ولوبوي.

په پاکستان کې د امریکا او طالبانو ترمنځ د جوړېدونکې ناستې په اړه افغان چارواکي هیله ښيي چې اسلام اباد د افغانستان د سولې له پروسې سره رښتینې همکاري وکړي.

د اجرائیه ریاست د ویاند مرستیال فریدون خوځون وايي، د طالبانو د قطر د دفتر د پلاوي مشورې چې په پاکستان کې ېې له خپلو مشرانو سره کړي، ښيي چې د طالبانو مشران په پاکستان کې دي.

ښاغلي خوځون د شنبې په ورځ ازادي راډیو ته وویل، تمه ده چې پاکستان د خپل نفوذ له مخې چې پر طالبانو یې لري، وتوانېږي چې دغه ډله له افغان حکومت سره خبرو ته حاضره کړي.

فریدون خوځون
فریدون خوځون

ده وویل:

"هیله مند یوو چې دغه ناسته مو یو ګام نور هم د سولې لوري ته نېږدې کړي او د سولې د خبرو د پیل سبب شي، همداشان له پاکستان او نورو هغو هېوادونو چې پر طالبانو نفوذ لري، تمه لرو چې مرسته وکړي او طالبان وهڅوي چې د سولې خبرو ته حاضر شي."

پخوا تر دې د پاکستان صدراعظم عمران خان ویلي چې اسلام اباد د افغانستان د جنګ د سوله ییزې حل لارې ملاتړ کوي او په دې برخه کې مرستې ته اماده دی.

ښاغلي خان د جمعې په ورځ په پېښور کې وویل، امریکا او طالبان به د پاکستان په کوربه توب د روانې میلادي میاشتې په اولسمه چې د دوشنبې ورځ به وي، سره و ویني، خو دا ېې ونه ویل چې دغه ناسته به د پاکستان په کوم ځای کې ترسره شي.

پاکستان په داسې حال کې د امریکا او طالبانو ترمنځ د خبرو لپاره د کوربه توب اماده ګي ښیي چې زلمي خلیلزاد اسلام اباد ته د خپل سفر په دویم ځل کې له پاکستاني چارواکو وغوښتل چې طالبان د سولې خبرو ته حاضر کړي.

پاکستان مخکې له دې ویلي چې د طالبانو مشران په پاکستان کې نه شته، خو افغان چارواکي له دغو څرګندونو سره موافق نه دي.

د افغان چارواکو په نظر، پاکستان ته د طالبانو د قطر د دفتر د پلاوي سفر او هلته له خپلو مشرانو سره مشورې کول، په پاکستان کې د طالب مشرانو د موجودیت یو ښه مثال دی.

په ورته وخت کې د افغانستان د ولسي جرګې رئيس عبدالرووف ابراهیمي د شنبې په ورځ د جرګې په عمومي غونډه کې وویل، افغان حکومت او طالبان باید له رامنځته شوي فرصته ګټه واخلي او مذاکرې وکړي.

عبدالرف ابراهیمي
عبدالرف ابراهیمي

نوموړي زیاته کړه:

"د نړۍ او سیمې لوی هېوادونه دې نتیجې ته رسېدلي چې جنګ د افغانستان د ستونزې حل لاره نه ده، ښه ده چې له دغه فرصته ګټه واخیستل شي او طالبان هم د مذاکرې مېز ته حاضر شي، افغان حکومت هم باید اولس کلنو لاسته راوړنو ته په کتو له ګوندونو او قومي مشرانو سره د سولې اړوند مشترک دریځ اعلان کړي."

افغانستان تل ویلي چې پاکستان د افغانستان پر وړاندې له دوه مخي سیاسته کار اخلي او څه چې ژمنه یې کوي، په تېره د افغانستان د سولې په اړه، نه یې عملي کوي.

اوس پر پاکستان نړیوال فشارونه او د افغانستان د سولې په اړه ترې د امریکا د مرستې غوښتنه دا نظر مطرح کوي چې اسلام اباد د افغانستان د سولې له پروسې سره له همکارۍ بله لاره نه لري.

راپور: خان محمد سیند

XS
SM
MD
LG