د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۳:۰۴

د بلخ د لرغونو اثارو د قاچاق په اړه اندېښنې!


د بلخ د مدني ټولنې غړي په دې ولایت کې د لرغونو سیمو د کيندنو او بهر ته د لرغونو اثارو د قاچاق په اړه اندېښنه څرګندوي.

په بلخ کې د نوي خط په نوم د ټولنیز بنسټ مشر عبدالقادر مصباح وايي چې د دې ولایت په خلم، بلخ او دولت اباد ولسوالیو کې محلي زورواکي په خپلسري توګه لروغونې سیمې کيندي او له هغو تر لاسه شوي اثار په قاچاقي توګه بهر ته صادروي.

ښاغلی مصباح د حکومت له لوري پر لرغونو سیمو د مدیریت نشتون او له تاریخي میراثونو ساتنه د خپلسرو وسله والو له خوا د یادو سیمو د کيندنو او تورو بازارونو ته د افغانستان د تاریخي اثارو د قاچاق اساسي عامل بولي.

عبدالقادر مصباح په دې اړه وويل:

" اندېښنه دا ده چې دا کسان نړېوالو بازارتونو ته د لرغونو اثارو په قاچاق او خرڅلاو سره، د افغانستان د لرغوني تاریخ شتمنۍ یوې لوېې برخې ته صدمه رسوي، د لرغونو اثارو په قاچاق سره پخواني تاریخ کې لاسه وهنه کېږي او همدا اوس هم د دې شاهد یوو چې د افغانستان لرغوني توکي د ایران او پاکستان په نامه په نړيوالو موزیمونو کې ساتل کېږي. "

مصباح وايي چې د دې وضعیت په دوام سره به د هېواد په لرغوني تاریخي هویت کې لاسوهنه وشي او دا هویت د تاریخ له پاڼو د پاکېدو له خطر سره مخ دی.

په بلخ کې "قلم د سولې ژبه" د ټولنیز سازمان مرستیال بشیر سروري وايي چې د لرغونو سیمو ساتنې ته د بلخ د اطلاعاتو او کلتور ریاست د نه پاملرنې له وجې اوس مهال سیمه ییزو کسانو د لرغونو سیمو په محوطه کې د شخصي کورونو ودانۍ جوړې کړي دي.

ښاغلی سروري وايي، په اکثرو مواردو کې محلي زورواکي د لرغونو سیمو د غصب لپاره د یادو سیمو اثار تخریبوي او په کې د کورنو لپاره ودانۍ جوړوي.

بشیر سروري زیاته کړه:

" زمونږ اندېښنه دا ده چې دولت نه دی توانېدلی، ترڅو له لرغونو سیمو ساتنه وکړي، خلکو په یادو سیمو کې کورونه جوړ کړي او په غیر قانوني او خپلسره توګه دا سیمې کيندي او ترې ترلاسه شوي اثار بهر ته قاچاق کېږي. "

د بلخ د اطلاعاتو او کلتور ریاست هم په دې ولایت کې په خپلسري توګه د لرغونو سیمو کيندل او بهر ته د لرغونو اثارو قاچاق تأییدوي.

د بلخ د اطلاعاتو او کلتور ریاست مشر صالح محمد خلیق ازادي راډیو ته په خبرو کې وویل چې په لرغونو سیمو کې نا پېژانده وسله وال کيندنې ترسره کوي او همداراز محلي زورواکو د لرغونو سیمو په حریم کې د ځان لپاره کورونه جوړ کړي.

ښاغلي خلیق وویل:

" د خلم او دولت اباد له لېرو پرتو سیمو مونږ ته دا ډول راپورونه را رسېدلي دي، البته د ملي امنیت ریاست په دې برخه له مونږ سره همکار دی او حتی ځیني وخت چې لرغوني اثار قاچاق کېدل، دوی دا مونږ ته تسلیم کړل او مونږ بیا ملي موزیم ته استولي دي. "

په همدې حال کې له سمنګانه هم را رسېدلي راپورونه وايي چې د دې ولایت په لرغونو سیمو کې هم محلي خپلسرو وسله والو کورونه جوړ کړي او لسګونه د ډبرو استوپې او نورې لرغونې سیمې لکه تخت رستم او هزار سم کوک جر د طبیعي پېښو له امله د له منځه تلو له ګواښ سره مخ دي.

راپور: مجیب الرحمن حبیب زی

XS
SM
MD
LG