د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۹:۱۹

دنیا: امریکا پر طالبانو د خپلو غوښتنو د منلو لپاره نړیوال فشارونه زیاتول غواړي


د کابل ورځپاڼو د نن ورځې په ګڼو کې په افغانستان کې د سولې د ټینګښت لپاره روانې هلې ځلې او د کابل ولایت د رأیو د بیا شمېرنې په اړه وروستی پرمختګ د بحث اساسي مسایل جوړوي.

دنیا:

دنیا ورځپاڼې د خپل لومړي مخ په یوه غټ سرلیک کې لیکلي چې امریکا پر طالبانو د خپلو غوښتنو د منلو لپاره نړیوال فشارونه زیاتول غواړي.

ورځپاڼه لیکي چې د افغان سولې لپاره د امریکا ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد له افغانستان او پاکستان وروسته اوس مهال مسکو ته تللی دی او ظاهراً هڅه کوي، چې د سولې په تړاو سیمه ییزه اجماع رامنځته کړي.

ورځپاڼې طالبانو ته د یوې نېږدې سرچینې په حواله لیکلي دي چې په قطر کې د زلمي خلیلزاد او د دوی د استازو ترمنځ د قطر په ناسته کې د پام وړ پرمختګ نه دی شوی او همدا لامل دی چې ښاغلی خلیلزاد مسکو ته تللی، څو پر طالبانو نړیوال او سیمه ییز فشارونه زیات کړي.

ورځپاڼې د مطلب په پای کې دا هم لیکلي دي چې ښاغلی خلیلزاد په پام کې لري چې په قطر کې له طالب استازو سره درېیمه ناسته هم ولري.

هېواد:

هېواد دولتي ورځپاڼې د افغان ولسمشر اشرف غني په حواله لیکلي دي چې افغان حکومت د جنيوا په کنفرانس کې خپل مذاکره کوونکی ټیم اعلان کړ او دوی په افغانستان کې د سولې د ټینګښت لپاره په خپله اراده کې جدي دي.

ورځپاڼه لیکي چې ښاغلي ولسمشر له زلمي خلیلزاد سره په لیدنه کې پر دی ټینګار وکړ، چې د سولې لپاره ګډې هڅې د باعزته او تل پاتې سولې ته د رسېدو په برخه کې له دوی سره مرسته کوي.

خو ورځپاڼې په خپله سرلیکنه کې د سولې په برخه کې د پاکستان د همکارۍ نه موجودیت ته په اشارې پر اسلام اباد د لا زیاتو فشارونو غوښتنه کړې ده.

ورځپاڼه لیکي چې پاکستاني واکمنانو له زیاتو هلوځلو سره سره یوازی وخت ضایع کړی او هېڅ داسې تضمین یې نه دی ورکړی چې تر واکمنۍ لاندې طالبان له افغان حکومت سره د سولې خبرو ته حاضر کړي او یا هم د ترهګرو له ملاتړه لاس پر سر شي.

ملي ارمان:

ملي ارمان ورځپاڼې بیا په خپل لومړي مخ کې د ځینو سرچینو په حواله، چې نوم یې نه دی ښودلی، لیکلي چې په پاکستان کې د خلیلزاد او طالب استازو ترمنځ خبرې بې نتیجې وې.

ورځپاڼه لیکي، چې ښاغلي خلیلزاد د افغان سولې په تړاو د خپلو هڅو په لړ کې سیمې ته خپل درېیم سفر د تېرې سې شنبې په ورځ پیل کړ او لومړی اسلام اباد ته ولاړ او هلته یې پر پاکستاني چارواکو سربېره له طالب استازو سره هم ولیدل چې د قطر له دفتره له خپلو مشرانو سره د مشورو لپاره پاکستان ته تللي وو.

د ورځپاڼې په وینا، طالبانو په دې لیدنه کې د خلیلزاد وړاندیزونه چې په کې په افغانستان کې د امریکا پوځي اډې، له افغان حکومت سره د سولې خبرې او د امریکا د مالي ملاتړ ترلاسه کول شامل وو، رد کړي دي.

د کابل ورځپاڼو د بحث بله مهمه مسئله د کابل ولایت د باطلو شویو رأیو په اړه نوی پرمختګ دی.

ویسا:

ویسا ورځپاڼې لیکلي دي، چې د افغان ولسمشر د دوهم مرستیال سرور دانش په مشرۍ په یوه ګډه غونډه کې د انتخاباتو د دواړو کمېسیونونو پرېکړه وکړه، چې د کابل ولایت ټولې رأیې به نه باطلېږي، حال دا چې تر دې یوه ورځ مخکې د انتخاباتي شکایتونو کمېسیون د پراخو درغلیو، فساد او د انتخاباتو د کمېسیون د بې کفایتۍ په دلیل د کابل ولایت ټولې رأیې باطلې اعلان کړې او د څو نورو ولایتونو د رأیو د باطلولو ګواښ یې هم وکړ.

ویسا د انتخاباتي شکایتونو د کمېسیون پرېکړه د خلکو پر رأیو منلډې بللې او اوس چې اړ کړای شوی، له خپلې پرېکړې واوړي، بیا هم د خلکو پاکې رأیې قرباني کېږي.

ورځپاڼې د خپلې تبصرې په پای کې د انتخاباتي پروسې د دغې بدنامۍ پړه پر ارګ او اجرائیه ریاست اچولې چې د خپلو کسانو د ځای پر ځای کولو له لارې یې دا ملي پروسه له داسې بدنامۍ سره مخ کړه چې جبرانول به یې ګران وي.

ملي ارمان:

ملي ارمان ورځپاڼې بیا د انتخاباتي کمېسیونونو ترمنځ رامنځته شوی اختلاف د یو نوي بحران زېږول بللي دي.

ورځپاڼې لیکلي دي چې دا دواړه کمېسیونونه د دې پر ځای چې د رامنځته شوې ستونزې حل ته لار ولټوي، یو بل پر سرغړونو تورنوي.

ورځپاڼې په خپله تبصره کې بیا تر ډېره د انتخاباتي شکایتونو د کمېسیون د پرېکړې ننګه کړې، خو په پای کې یې لیکلي چې باید سمې پرېکړې وشي.

انیس:

انیس دولتي ورځپاڼې هم د کابل ولایت د رأیو د باطلولو په اړه د انتخاباتي شکایتونو د کمېسیون د پرېکړې په اړه بحث کړی، خو د انتخاباتو د کمېسیون د یوه ویاند په حواله یې لیکلي دي چې د رأیو باطلول د دوی دنده ده، نه د نورو ادارو.

XS
SM
MD
LG