د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۸:۲۴

د بې سرحده ډاکترانو ټولنه په مدیترانې سمندرګي کې د کډوالو لپاره فعالیت بندوي


د بې سرحده ډاکترانو ټولنې په مدیترانې سمندرګي کې له کډوالو سره د مرستې لپاره د خپل فعالیت ختم اعلان کړی دی.

د بې سرحده ډاکترانو ټولنې اعلان کړی چې په مدیترانې سمندرګي کې د کډوالو د ژغورنې لپاره خپل فعالیت بندوي.

MSF د پنجشنبې د ورځې په ماښام په یوه بیان کې وویل چې خپل فعالیت د اروپايي هېوادونو په تېره د ایټالیا د لاسوهنو له کبله بندوي.

په بیان کې راغلي چې بې سرحده ډاکترانو له ۲۰۱۶ کال راهیسې له لیبیا نیولې تر ایټالیا او مالتا د مدیترانې سمندرګي په اوبو کې شااوخوا دېرش زره کډوال له ډوبېدو ژغورلي دي.

دې ټولنې په خپله خبرپاڼه کې ویلي دي چې اروپايي هېوادونو نه یوازې د کډوالو د پلټنې او ژغورنې د عملیاتو لپاره د ظرفیتونو د لوړولو په برخه کې مرسته نه ده ورسره کړې، بلکې د کډوالو د ژغورنې لپاره د نورو د مرستو د مخنیوي هڅه یې هم کړې.

اکواریوس د بې سرحده ډاکترانو د ټولنې د کښتۍ نوم دی چې په مدیترانه کې د کډوالو د ژغورنې لپاره فعالیت کوي.

د سږکال په جون میاشت کې ایټالیا وروسته له دې چې خپلې پولې یې د کډوالو پرمخ وتړلې، نو MSF ته چې ۶۳۰ کډوال یې په اکواریوس کې ژغورلي وو، هم د دې هېواد بندرونو ته د ننوتو اجازه ورنه کړه.

په تېره نوامبر میاشت کې ایټالیا د بې سرحده ډاکترانو پر ټولنه تور ولګاوه چې په خپله کښتۍ کې یې څو ټنه زهرجن کثافات د ایټالیا پولو ته لېږدولي او په دې اړه یې د تحقیقاتو غوښتنه وکړه.

MSF یوازنۍ مرستندویه ټولنه نه ده چې په مدیترانې سمندرګي کې له کډوالو سره د مرستې فعالیت بندوي، یوې بلې غیر حکومتي خیریه ټولنې ساس مدیترانې SOS-Mediterranee هم ویلي چې د دوی په چارو کې د اروپايي هېوادو د پرله پسې لاسوهنو له کبله په مدیترانې سمندرګي کې خپل فعالیت بندوي.

د دې موسسې د عملیاتو مسؤل فریدریک پینارډ په یوه خبرپاڼه کې د ساس مدیترانې د فعالیت د ځنډېدو خبر ورکړی.

MSF او SOS-Mediterranee دواړو ویلي چې د دوی د فعالیتونو بندیدل ښايي د مدیترانې په سمندرګي کې د هغو کډوالو د تلفاتو د زیاتېدو باعث شي چې غواړي اروپا ته ولاړ شي.

د افغانستان، پاکستان، سوریې او عراق په ګډون له یو شمېر جګړه ځپلو هېوادو څخه هرکال لسګونه زره کډوال د مدیترانې سمندرګي له لارې اروپا ته د تلو هڅه کوي، خو په تېرو څو کلونو کې د زرګونو کډوالو د ډوبېدو او مړینې راپورونه ورکړل شوي دي.

XS
SM
MD
LG