د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۹:۱۷

خلیل‌زاد د افغانستان د سولې لپاره د وروستیو هڅو په ترڅ کې مسکو ته لاړ


د افغانستان د سولې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد
د افغانستان د سولې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد

د افغانستان د سولې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد په افغانستان کې د سولې د ټينګښت لپاره د وروستیو هڅو په ترڅ کې مسکو ته روان شوی دی.

د امریکا سفارت پرون په یو خبرپاڼه کې وویل چې ښاغلی خلیل‌زاد له افغان ولسمشر اشرف غني او اجرائیه رئیس عبدالله عبدالله سره له لیدو کتو وروسته مسکو ته ولاړ.

په همدې حال کې د اجرائیه ریاست مرستیال ویاند امید میثم وايي چې متحد ایالات په افغانستان کې د سولې د ټینګښت لپاره داسې بې سارې هڅې پیل کړي چې د ستاینې وړ دي.

د اجرائیه ریاست مرستیال ویاند امید میثم
د اجرائیه ریاست مرستیال ویاند امید میثم

ښاغلي میثم تېره شپه له ازادي راډیو سره په خبرو کې د افغانستان لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د ځانګړي استازي زلمي خلیل‌زاد هڅو ته د اشارې په ترڅ کې وویل:

"له تروریستي او ورانکارو ډلو سره په مبارزه کې زموږ بریالیتوب د سیمې او نړۍ د هېوادونو صادقانه همکارۍ ته اړتیا لري. هر هېواد کولای شي د افغانستان په سوله او جګړه کې رول ولوبوي. طبعاً د افغانستان ګاونډیان او پیاوړي هېوادونه کولای شي چې د افغانستان د سولې په بهیر کې رول ولوبوي."

د افغانستان د سولې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړي استازي پرون په ارګ کې د حکومت له مشرانو سره وکتل.

د جمهوري ریاست مرستیال ویاند شاه حسین مرتضوي ازادي راډیو ته وویل، ښاغلي خلیل‌زاد په‌دې کتنه کې د سیمې هېوادونو ته د خپلو تېرو او راتلونکو سفرونو په اړه معلومات ورکړل.

خلیل‌زاد هم پر خپله رسمي ټویترپاڼه لیکلي چې د پنجشنبې په ورځ یې له ولسمشر او اجرائیه رئیس سره وکتل او له سیمه‌ییزو متحدانو سره د لیدنو او همدا راز د سولې خبرو ته د افغانستان د چمتووالي په اړه یې بحث ورسره وکړ.

خلیلزاد د چهارشنبې او پنجشنبې په ورځو پاکستان ته د سفر په ترڅ کې له صدراعظم عمران خان او د بهرنیو چارو وزیر محمود قریشي سره په اسلام اباد کې وکتل.

خلیلزاد له شاه محمود قریشي سره
خلیلزاد له شاه محمود قریشي سره

د یو شمېر پاکستاني رسنیو د راپور له مخې عمران خان د کابینې په غونډه کې ویلي دي چې ښاغلی خلیل‌زاد د افغانستان د سولې په اړه د بحث لپاره د ولسمشر ټرمپ له خوا استول شوی دی او دی خوشاله دی چې له هغه سره یې کتلي دي.

عمران خان همدا راز ویلي چې هېواد به یې ډېرې زیاتې هڅې وکړي، څو په افغانستان کې د خبرو له لارې سوله ټینګه شي.

له بلې‌خوا د پاکستان د پوځ ویاند هم ویلي چې له طالبانو سره د سولې د خبرو لپاره د امریکا د هڅو ملاتړ کوي، خو د پوځ ویاند اصف غفور په عین حال کې له امریکا دا غوښتنه هم کړې ده چې هڅه دې وکړي چې د سیمې د یوه دوست په توګه له افغانستانه ووځي، نه د یوه ماتې خوړلي په توګه.

متحدایالاتو د پاکستان د پوځ د دې تبصرې په اړه تراوسه څه نه‌دي ویلي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د روانې اوونۍ د یکشنبې په ورځ په یو بیان کې ویلي و چې زلمی خلیل‌زاد به پر پاکستان او افغانستان سربېره روسیې، ترکمنستان، بلجیم، متحده عربي اماراتو او قطر ته هم سفرونه وکړي.

خلیل‌زاد پر ټویټر په خپل پیغام کې لیکلي دي چې د دې سفر په پای کې او له سیمه‌ییزو او نړیوالو شریکانو سره تر لیدو کتو او له هغو سره په افغانستان کې د سولې د ټینګښت په اړه له بحثونو وروسته به بېرته کابل ته ستون شي.

XS
SM
MD
LG