د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۲:۱۳

لوی درستیز: په پاکستان کې د مدرسو په رخصتېدو سره د وسله والو شمېر زیاتېږي


د افغانستان لوی درستیز وايي، په پاکستان کې د مدرسو له رخصتېدو سره په افغانستان کې د دولت وسله وال مخالفین ډېرېږي.

افغان دفاعي چارواکي په افغانستان کې د ۲۷۰۰ القاعدي جنګیالیو په اړه د ځينو بهرنیو رسنیو شمېرې ردوي، خو وايي چې د نورو مخالفینو دایمي کمیت نه دی معلوم.

د افغانستان لوی درستیز شریف یفتلي د دوشنبې په ورځ په کابل کې یوې خبري غونډې ته وویل، په افغانستان کې د مخالفینو شمېر او فعالیتونه په پاکستان کې د مدرسو له رخصتیو سره تړاو لري.

شریف یفتلي
شریف یفتلي

ده وویل:

"هغه ترورېستان، طالبان، بهرني بنسټونه او د سیمې استخبارات چې په افغانستان کې جنګېږي، دایمي ثابت کمیت نه لري، بلکې شمېر یې جنګي فصل ته دی، کله چې د پاکستان مدرسې رختصېږي، شمېر یې زیاتېږي، له بده مرغه، له کرښې پورې غاړې دوی امن پټنځایونه لري، ستونزه دا ده چې دوی په خوندي ځایونو کې پنا اخلي."

دی وايي، که مخالفینو په ګاونډي هېواد پاکستان کې خوندي پټنځایونه او ملاتړ نه لرلای، د افغان ځواکونو امکاناتو ته په کتو، تر اوسه هرو مرو ختمېدل.

ښاغلي یفتلي وویل، د افغانستان په بېلابېلو سیمو کې د همدې ګواښونو د له منځه وړلو لپاره عملیات تر سره کېږي او دوی یوازې په تېرو څلرویشتو ساعتونو کې ۹ ځانګړي عملیات کړي دي.

د افغان دولت د مخالفینو د کمیت په اړه دا څرګندونې داسې مهال کېږي چې ځینو غربي رسنیو په افغانستان کې د شااوخوا ۵۰ زره جنګیالیو ویلي دي.

له دې ادعاو سره پاکستانله دې وړاندې په خپل هېواد کې د افغان دولت د مخالفینو موجودیت رد کړی او ویلي يې دي چې دوی په دې برخه کې اغېزمن ګامونه اخیستي دي.

دغه هېواد دا هم ویلي چې د ممکنه ګواښونو د مخنیوي په خاطر يې له افغانستان سره پر ډېره برخه اغزن تار هم غځولی دی.

له دې ټولو سره پوځي کارپوهان بیا په دې باور دي چې پاکستان د ترورېزم پر وړاندې دوه ګونی چلند کوي.

له ډلې يې حی ګل سلیمانخېل ازادي راډيو ته وویل:

"اصلاً پاکستان پلمې جوړوي، د افغانستان دولت ته ډېر ستونزمن دی، څو چې امریکا او نړیواله ټولنه او ناټو له افغانستان سره رښتیني همکاري و نه کړي، د مخالفینو د له منځه وړل او هغه سرچینې چې له کرښې اخوا دي، له منځه وړل به يې ستونزمن وي."

دی وايي، د دې تر څنګ نړیوالې ټولنې ته ښيي چې د پورته یادو اندېښنو او ګواښونو د ختمېدو لپاره له افغان حکومت سره مرسته وکړي، تر څو خپل ځواکونه تجهیز کړي.

راپور: یوسف خان ځدراڼ

XS
SM
MD
LG