د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۸:۵۲

بشر حقونه د شمال په زندانونو کې د لوړ عمرلرونکو زندانیانو وضعیت ته اندېښنه لري


د افغانستان د بشر حقونو خپلواک کمېسیون د شمال زون په محابسو کې د لوړ عمرلرونکو زندانیانو د شتون او د هغوی په اړه د ولسمشر د بښنې فرمانونو ته د نه رسېدنې په اړه اندېښنه ښيي.

په شمال زون کې د بشر حقونو د خپلواک کمېسیون مشر سید محمد سامع وايي چې د بلخ او سرپل ولایت په محابسو کې د لوړ عمر لرونکو محبوسینو وضعیت د اندېښنې وړ دی او همدا راز د هغوی په اړه د ولس مشر له خوا د بښنې فرامینو عملي جنبه نه ده خپله کړې.

سید محمد سامع په دې اړه وویل:

" په بلخ او سرپل ولایت کې په زندانونو کې ګن شمېر سپین ږیري او د لوړ عمر کسان شته چې د قید شپې او ورځې سبا کوي، د هغوی یو شمېر حتی خپل او خپلوان هم نه لري، دوی په ډېر بد وضعیت کې اوسېږي، هېڅ ډول امکانات نه دي ورته مساعد شوي. "

د ښاغلي سامع په خبره چې د مختلفو ملي او مذهبي مناسباتو اړوند د ولسمشر له لوري د زندانیانو په هکله د بښنې صادر شوي فرامینو په شفافه توګه عملي جنبه نه ده خپله کړې.

د بشر حقونو خپلواک کمېسیون په بلخ او سرپل ولایتونو کې د محبوسینو وضعیت د اندېښې وړ بولي او وايي چې زندانیانو ته د ساتنې د مناسب ځای د نشتون ترڅنګ، هغوی ته روغتیايي خدمات هم له ننګونو سره مخ دي او همدا راز د محبوسینو د بښنې په اړه د فرامینو د تطبیق لړۍ له ستونزو سره مل ده.

د بلخ د ولایتي شورا مشر ډاکتر افضل حدید هم د دې ولایت په مرکزي محبس کې د لوړ عمر لرونکو زندانیانو شتون تأییدوي او د هغوی ستونزو ته د رسېدنې غوښتنه کوي.

ښاغلی حدید د بلخ په زندان کې له لوړ عمرلرونکو زندانیانو په اړه اندېښمن دی.

افضل حدید
افضل حدید

ده وویل:

" په بلخ ولایت کې د زړو کسانو شتون په زندان کې یوه لویه اندېښنه ده، دوی اکثره د لوړ عمر خاوندان دي او نه باید په زندان کې واوسي، باید یادې مسئلې ته د حل یوه لاره پیدا شي."

د سرپل ولایتي شورا مشر نور رحمان وايي چې د سرپل په مرکزي محبس سربېره پر دې چې زندانیانو ته روغتیايي خدمات نشته او هغوی د اوسېدو مناسب ځای هم نه لري، په ورته وخت کې ورته صحي خواړه نه ورکول کېږي او دوسیو ته یې په موقع رسېدنه هم نه ترسره کېږي.

نور رحمان د سرپل په مرکزي زندان کې د محبوسینو د وضعیت په اړه داسې ووېل:

" د نورو ولایتونو په شان په سرپل کې هم ډېر شمېر زندانیان شته چې عمر یې له شپېتو کلونو اوښتی، خو لا هم بې سرنوشته په زندان کې اوسېږي، دوی صحي خدماتو ته اړتیا لري، ځای یې تنګ دی او مناسب خواړه نه ورکول کېږي. "

په داسې حال کې د بشر حقونو خپلواک کمېسیون په بلخ او سرپل ولایت کې د لوړ عمرلرونکو زندانیانو د وضعیت په اړه اندېښنه څرګندوي چې په تازه ګۍ سره ولسمشر محمد اشرف غني د میلاد النبي په مناسبت د یو شمېر محبوسینو د بښنې فرمان صادر کړ.

راپور: مجیب الرحمن حبیب زی

XS
SM
MD
LG