د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۳:۰۸

د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت او یونسکو د تاریخي ځایونو او اثارو د ساتنې تدابیر نیسي


د افغانستان د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت او په افغانستان کې د یونسکو اداره غواړي چې د دغه هېواد د تاریخي اثارو او لرغونو سیمو د خوندیتوب لپاره نوي تدابیر ونیسي.

د افغانستان د اطلاعاتو او فرهنګ، کورنیو چارو او دفاع وزارتونو په افغانستان کې د یونسکو له ادارې سره په ګډه هڅې پیل کړي چې د یو منظم او همغږي پلان له مخې، د افغانستان لرغوني سیمې او تاریخي اثار له زیانه وژغورل شي.

په دې مناسبت د شنبې په ورځ په کابل کې یوه ناسته جوړه شوې وه.

د اطلاعاتو او فرهنګ سرپرستې وزیرې حسینې صافۍ وویل، افغانستان په ۱۹۵۴ میلادي کال کې د تاریخي اثارو او لرغونو سیمو د خوندیتوب د "لاهه" په نامه د نړیوال کنوانسیون غړیتوب ترلاسه کړی، خو په هېواد کې د څلوېښت کلونو جګړو له امله، د دغه کنوانسیون مواد په سمه توګه نه دي پلي شوي.

دې وویل، په نننۍ مشورتي غونډه کې د افغانستان د تاریخي اثارو او لرغونو سیمو په ساتنه کې د دولت د اړوندو ارګانونو او یونسکو مکلفیتونه په ګوته شي.

دا وایي:

"دا یوه مشورتې غونډه ده چې موږ څنګه کولای شو چې یو عملي پلان جوړ کړو، د دغه پلان جوړول موږ ته موقع راکوي چې په دې اړه د دولت له ادرسه خپل رول ځانګړی کړو چې کوم ارګان، په کوم وخت کې، څه اقدام وکړي."

د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د مسؤلینو د معلوماتو له مخې، افغانستان په ۱۹۴۸ میلادي کال کې د یونسکو د نړیوال سازمان غړیتوب ترلاسه کړی چې د هېواد په فرهنګي او تعلیمي برخو کې کار کوي، خو د لاهه کنوانسیون هغه کنوانسیون دی چې د افغانستان په ګډون، د نړۍ د تاریخي اثارو او لرغونو سیمو د خوندیتوب په چارو بوخت دی.

په جوړې شوې مشورتي ناسته کې د افغانستان د کورنیو چارو د وزارت د پالېسۍ مرستیال مسعود عزیزي وویل، د تاریخي اثارو او لرغونو سیمو د ساتلو لپاره د "۰۱۲" په نامه د پولیسو ۵۰۰ کسیزه قطعه ګمارل شوې ده.

همداشان د دفاع وزارت د حقوقو رئیس نعمت الله احمدزي وویل، د ملي اردو پرځواکونو ټینګار شوی چې په جنګي حالاتو او د عملیاتو پرمهال، د تاریخي اثارو او لرغونو سیمو خوندیتوب په پام کې ونیسي.

د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د مسؤلینو د معلوماتو له مخې، له تېرو کابو څلوېښتو کلونو راهیسې، په هېواد کې د جګړو له امله د هېواد تاریخي اثار او لرغونې سیمې په سلو کې اتیا زیانمن شوي او لسګونه زره اثار يې بهر ته قاچاق شوي دي.

په افغانستان کې د یونسکو د ادارې مشرې پتریشیا وویل، د افغانستان د تاریخي اثارو ساتنه د دې هېواد د تاریخي پېژندګلوۍ ساتنه ده او دغې مسئلې ته باید زیات ارزښت ورکړل شي.

نوموړې وویل:

"دغه ورکشاپ د ۱۹۵۴ کنوانسیون د موادو د عملي کېدو په برخه کې د افغان حکومت د اقداماتو نتیجه ده چې کړي يې دي، یونسکو په دې برخه کې د افغانستان هڅې ستايي او ملاتړ ېې کوي."

دا په داسې حال کې ده چې د کابل موزیم د مسؤلینو د معلوماتو له مخې، اوس هم د هېواد زرګونه تاریخې اثار چې د کورنیو او بهرنیو قاچاق کوونکو له خوا د نړۍ بېلابېلو هېوادونو ته لېږدول شوي، د حکومت او یونسکو له هڅو سره سره، هېواد ته نه دي راوړل شوي.

راپور: خان محمد سیند

XS
SM
MD
LG