د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۹:۰۹

د لوګر امنیتي چارواکي په عملیاتو کې وژل شوي کسان ملکیان نه‌بولي


د لوګر امنیتي چارواکي په عملیاتو کې وژل شوي کسان ملکیان نه‌بولي.

د چهارشنبې په شپه د لوګر د محمد اغې ولسوالۍ اړوند د اب‌بازک په سیمه کې د ملي امنیت د صفر یو قطعې سرتېرو شپني عملیات کړي چې ۷ کسان په‌کې وژل شوي او ۵ نور کسان‌يې له ځانه سره بیولي دي.

د یادې سیمې یو شمېر اوسیدونکو د دې عملیاتو په غبرګون کې د چهارشنبې په ورځ د کابل–لوګر لاره تړلې وه او د وژل شویو کسانو جنازې يې په سړک ايښې وې چې بیا یاده لاره ماښام مهال د لوګر د والي او چارواکو په منځګړیتوب بېرته پرانیستل شوه.

تړل شوې لار
تړل شوې لار

اعتراض کوونکو ویل څو چې افغان ځواکونه ۵ تنه بیول شوي کسان بېرته خوشې نه‌کړي، دوی لاره نه‌پرانیزي.

هغوی ویل چې په‌دې عملیاتو کې ټول وژل شوي کسان د یوې کورنۍ غړي دي چې د بزګرۍ کار يې کاوه.

بل لوري ته د لوګر د امنیه قوماندانۍ ویاند شاه‌پور احمدزی وايي چې یاد عملیات د کابل څخه د صفر یو قطعې سرتېرو ترسره کړي، خو دا چې وژل شوي کسان ملکیان دي، د صفر یو قطعې د راپور پر بنسټ دوی دا خبره نه‌شي تأییدولی.

XS
SM
MD
LG