د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۶:۰۲

ولسمشر ټرمپ پر پاکستان د مرستې بندولو په اړه د خپلې پرېکړې دفاع وکړه


د امریکا ولسمشر ډونالد ټرمپ پرون یکشنبه پر پاکستان د سلګونه میلیونه ډالره مرستې د بندولو په اړه د خپلې پرېکړې دفاع وکړه، ویې‌ویل چې پاکستان د امریکا لپاره هېڅ نه‌کوي او حکومت‌یې د القاعده له مشر سره مرسته کړې وه چې په پوځي ښار کې یې پټ شي.

ټرمپ له فاکس نیوز خبري شبکې سره په مرکه کې ایبټ‌اباد ښار ته په اشارې وویل، په پاکستان کې خلک پوهېدل چې د القاعده د ترورېستي ډلې مشر هلته اوسي.

نوموړي زیاته کړه:

"پوهېږئ، فکر وکړئ په پاکستان کې چېرې اوسېده، فکر کوم په پاکستان کې به ډېر ښکلی ځای و."

هغه کور چې د ۲۰۱۱ میلادي کال په مې میاشت کې بن‌لادن په‌کې ووژل شو، وروسته د پاکستان پوځ ویجاړ کړ.

د امریکا ولسمشر وویل:

"موږ پاکستان ته، چېرې چې بن‌لادن اوسېده، د کال یو میلیارد او ۳۰۰ میلیونه ډالر ورکول، موږ د پاکستان ملاتړ کوو، موږ دوی ته هر کال یو میلیارد او ۳۰۰ میلیون ډالره ورکول، خو نور یې نه‌ورکوو، ما دا پیسې د دې لپاره پرې بندې کړې چې دوی زموږ لپاره هېڅ نه‌کول، دوی موږ ته معمولي کار هم نه‌کوي."

ټرمپ: موږ پاکستان ته، چېرې چې بن‌لادن اوسېده، د کال یو میلیارد او ۳ سوه میلیون ډالر ورکول
ټرمپ: موږ پاکستان ته، چېرې چې بن‌لادن اوسېده، د کال یو میلیارد او ۳ سوه میلیون ډالر ورکول

د امریکا او پاکستان ترمنخ اړیکې د تېر کال په اګسټ کې وروسته له دې خرابې شوې چې ښاغلي ټرمپ د جنوبي اسیا لپاره نوې پالېسي اعلان کړه او پر پاکستان‌یې کلک انتقادونه وکړل چې طالبانو ته پناه‌ځایونه ورکوي.

ده وویل، پاکستان داسې ورانکارو ته پناه ورکوي چې په افغانستان کې امریکایان وژني.

ټرمپ په عین حال کې پاکستان ته خبرداری ورکړ چې د ترورېستاتو د ساتلو له کبله به ډېر څه له لاسه ورکړي.

د امریکا حکومت تېره میاشت پاکستان ته ۳۰۰ میلیونه ډالره پوځي مرسته هم لغوه کړه، ځکه چې د واشنګټن په وینا اسلام‌اباد په خپله خاوره کې د فعالو ترورېستي ډلو خلاف کافي اقدامات نه‌کوي.

د امریکا ولسمشر له فاکس نیوز سره په مرکه کې دا هم وویل چې افغانستان او عراق ته به سفر وکړي او هلته به له امریکايي پوځیانو سره وویني.

د امریکا ولسمشر وویل چې د امنیتي ستونزو له کبله د خپل سفر پلان نه‌اعلانوي.

له کله چې ډونالد ترمپ ولسمشر غوره شوی، تر اوسه پورې یې افغانستان ته سفر نه‌دی کړی.

پر ده له دې کبله چې د ولسمشرۍ په لومړیو دوو کلونو کې یې افغانستان او عراق ته سفر نه‌دی کړی، انتقادونه کېږي.

XS
SM
MD
LG