د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۸:۲۲

واشنګټن له اسلام‌اباده وغوښتل چې د ترهګرو پر ضد لاس په کار شي


تمه ده چې د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پامپیو او د دغه هېواد دفاع وزیر جېمز مټیس نن په نوې ډېلي کې له هندي چارواکو سره د نورو موضوعاتو تر څنګ د افغانستان په اړه خبرې وکړي.

جېمز مټېس مخکې هند ته رسېدلی و او مایک پامپیو پرون ماښام ناوخته له اسلام‌اباده نوې ډېلي ته ورغی.

ده په اسلام‌اباد کې د پاکستان له چارواکو سره وکتل.

د مایک پامپیو د اسلام‌اباد د سفر په پای کې د امریکا د بهرنیو چارو وزارت په خپره کړې اعلامیه کې د پاکستان پر نقش ټینګار کړی او ویلي یې دي چې پاکستان باید د افغانستان د سولې په برخه کې هڅې وکړي، د ترهګرو او وسله‌والو پر ضد چې د سیمې سوله او ثبات تهدیدوي، جدي او دوامداره اقدامات وکړي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پامپیو
د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پامپیو

​پامپیو د پاکستان له نوي صدراعظم عمران خان سره تر لیدو وروسته خبریالانو ته وویل:

"موږ د دوی د نوي حکومت په اړه خبرې وکړې او پر هغو فرصتونو وغږیدو چې د دواړو هېوادونو ترمنځ اړیکې سره سمې شي، په عمومي ډول پر اقتصاد، کاروبار، تجارت او پر هغه څه چې موږ ټول پرې پوهېږو او اړتیا ورته لرو چې په افغانستان کې یو سوله‌ییز حل رامنځته شي، دا په یقین سره چې د افغانستان په ګټه دی، همداراز د متحده ایالاتو او پاکستان."

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر اسلام‌اباد ته تر سفر مخکې په کابل، بغداد او ملګرو ملتونو کې د امریکا پخوانی سفیر زلمی خلیل‌زاد د افغانانو ترمنځ د سولې او پخلاینې په برخه کې د امریکا د نوي استازي په توګه وټاکه.

زلمی خلیل‌زاد چې د افغانستان په مسئله کې پر پاکستان تل انتقاد کوي، د اسلام‌اباد په سفر کې له ښاغلي پامپیو سره ملګری و.

د سیاسي چارو کتونکی شفیق همدم
د سیاسي چارو کتونکی شفیق همدم

​د سیاسي چارو کتونکی شفیق همدم په دې باور دی چې ښاغلی خلیل‌زاد کولای شي هم د سولې په برخه کې او هم د کابل او اسلام‌اباد د اړیکو په برخه کې مرسته وکړي.

ښاغلی همدم زیاتوي:

"زه خوشبینه یم چې د دوی له راتګ سره به د افغانستان او د امریکا د متحده ایالاتو د اړیکو تر څنګ، له طالبانو سره د سولې او پخلاینې په بهیر کې او د افغانستان او پاکستان ترمنځ په روغه جوړه کې ښاغلی خلیل‌زاد وکولای شي چې یو مهم حیاتي او مثبت نقش ولوبوي."

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت: پاکستان باید د افغانستان د سولې په برخه کې هڅې وکړي​.

​د امریکا د بهرنیو چارو وزیر د پاکستان سفر او د دغه هېواد د دفاع وزیر جېمز مټېس د هند د سفر اعلان تېره میاشت وار له مخه شوی و او تېره اوونۍ د امریکا دفاع وزارت د دې سفر په درشل کې اعلان وکړ چې پاکستان ته به هغه ۳۰۰ میلیونه ډالره مرستې ورنه‌کړي چې مخکې یې ژمنه ورسره کړې وه.

د پاکستان نوی صدراعظم عمران خان
د پاکستان نوی صدراعظم عمران خان

د دې سربېره د امریکا د بهرنیو چارو وزیر له پاکستاني چارواکو سره تر کتو وروسته خوشبیني ښکاره کړه او د پاکستان نوي صدراعظم عمران خان هم وویل چې دی هیله‌من دی.

عمران خان زیاتوي:

"زه خوشبینه پیدا شوی یم. یو لوبغاړی تل خوشبینه وي. لوبغاړی چې پر میدان پښه ږدي، نو دا فکر ورسره وي چې زه به‌یې ګټم."

جرمني اژانس د یوه ډیپلومات په نوم چې نوم‌یې نه‌دی اخیستی ویلي دي چې د اسلام‌اباد د غونډو خبرې سخته وې او امریکا له پاکستانه وغوښتل چې ډېر ژر په خپله خاوره کې د افغانستان د پولو پر اوږدو د ترهګرو پر ضد لاس په کار شي.

XS
SM
MD
LG