د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۳۴

نېشنل مګزین: افغان مېرمنو ته د «تي سرطان» ناروغي له اعدام سره برابره ده


  • نېشنل مګزین

د انګلستان یوه شبکه نېشنل مګزین کمپنۍ چې د ښځو د کلتور، ژوند او فېشن په اړه معلومات خپروي یوه مقاله لیکلې چې د افغان مېرمنو د تي سرطان په اړه یې د هغو ستونزې منعکس کړي دي.

په مقاله کې راغلي په بریتانیا کې ۸۰ فیصده ښځې د تي سرطان سره لږ تر لږه د پنځو کلونو لپاره ژوند کوي او د لیکوال په خبره دا فیصدي په امریکا کې ۹۰ فیصده ښودل شوې ده، خو د افغانستان د ښځو لپاره دغه ناروغي د اعدام د حکم سره برابره ده.

په‌دې مقاله کې راغلي چې په ټول افغانستان کې د ښځو د همدې ناروغۍ د درملنې یوازې یوه څانګه شته چې په هغه کې هم د اړتیا وړ مواد نشته.

د روغتیا نړیوال سازمان د راپور له مخې په افغانستان کې د زیږون پر مهال د میندو مړینه تر ټولو لوړه سطح کې دی او په دوهم کتار کې تر ټولو ډېرې ښځې د همدې تي یا سینې د سرطان له کبله مري.

شواهد ښیې چې په دغه هېواد کې ښځې هغومره ډېرې چې د تي له سرطانه مري په جګړو کې نه‌دي وژل شوي.

د افغانستان روغتیایي کارکوونکي وایي، په دغه هېواد کې چې د سواد سطح په‌کې ټیټه ده، نه یوازې دا چې مېرمنې د زده کړو له حقه محرومې دي، حتی د تي د سرطان په اړه عامه پوهاوی شرم او ننګ ګڼل کېږي.

د افغانستان په څېر یوه سنتي ټولنه کې چې ښځینه ډاکټرانې په‌کې لږ او یا هم په ځینو سیمو کې نشته، نو ډېری ناروغانې پرته له‌دې چې حتی نارینه ډاکټرانو ته وښودل شي، خپل ژوند له لاسه ورکوي.

  • فارن پالیسي

فارن پالیسي خپرونې په خپله وروستۍ ګڼه کې د افغانستان د هوایي دهلیز په اړه په یوه مقاله کې لیکي چې د افغانستان د هوایي دهلیز پروګرام به ثبات ونه‌لري او د افغانستان حکومت باید د پاکستان کراچۍ بندر ته لاسرسی د خپلو کارونو په په لومړیتوبونو کې راولي.

خپرونه لیکي:

افغانستان له ډېر وخته په وچه کې راګېر جغرافیایي موقعیت او له بد ګاونډي څخه ناخوښ دی.

افغانستان سمندر ته لار نه‌لري او له ګاونډي پاکستان سره ترینګلي اړیکې یې د دې لامل شوي چې نړیوالو سوداګریزو شبکو ته له لاس‌رسي څخه محروم شي او اقتصادي وده یې ستونزمنه شي.

همدا ستونزې په‌دې هېواد کې د بې‌وزلۍ د ډېرېدو له عمده دلایلو څخه دي.

فارن پالیسي لیکي:

پاکستان د څو لسیزو راهیسې د افغانستان لپاره تر ټولو لوی د سوداګرۍ او ټرانزیټ شریک وو.

د دغو دواړو هېوادونو ترمنځ سوداګریزې راکړې ورکړې په ۲۰۱۴ میلادي او ۲۰۱۵ میلادي کلونو کې تر ټولو لوړې سطحې ته ورسېدې.

افغان سوداګرو د پاکستان له لارې د هند لویو بازارونو ته ورسېدل، خو په وروستیو کلونو کې د دواړو هېوادونو د سوداګرۍ په برخه کې ستونزې راپورته شوې، سرحدي خنډونه جوړ شول او د تورخم او چمن لارې د افغان سوداګرو پر مخ وتړل شوې.

د فارن پالیسي په لیکنه همدا سیاستونه د دې لامل شول چې افغانستان د بدیلو لارو په لټه کې شي.

د افغانستان حکومت په ۲۰۱۷ میلادي کال کې د افغانستان او هند ترمنځ هوایي دهلېز پرانېست. د همدې پروژې په موفقیت سره افغان حکومت نورو هېوادنو ته هم دغه ابتکار وغځاوه.

د فارن پالیسي په لیکنه د همدې پروګرامونو پر اساس اوس مهال له افغانستانه د ۶۳ میلیونه ډالرو په ارزښت صادراتي توکي په ۲۴۴ الوتنو کې نړیوالو بازارونو لکه هند، ترکیې، سعودي عربستان، اروپا، قزاقستان او عربي متحده اماراتو ته لېږل کېږي.

خو مقاله زیاتوي افغانستان باید د نورو بدیلو لارو ترڅنګ د سوداګرۍ او ټرانزیټ په برخه کې د پاکستان له وروستیو ژمنو څخه ګټه واخلي.

XS
SM
MD
LG