د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۱:۱۴

پر ایران د امریکا د بندیزونو له پیل سره د چابهار برخلیک ډېر روښانه نه‌دی


د چابهار سوداګریز بندر
د چابهار سوداګریز بندر

افغان ولسمشر محمد اشرف غني پرون په ارګ ماڼۍ کې د امریکا د بهرنیو چارو له مرستیال وزیرې الېس ولز سره لیدلي دي.

د افغانستان په یوه لوی ګاونډ هېواد ایران باندې سر له نن دوشنبې «د میزان له ۱۴مې» د امریکا متحده ایالاتو پراخ بندیزونه اجرا کېږي.

له دغه هېواد سره که څه هم د افغانستان ټوله سوداګري یو میلیارد ډالرو ته رسېږي، خو د هند په ملګرتیا یوه ګډه درې اړخیزه لویه پروژه هم لري چې د جوړولو چارې یې په ۲۰۱۶ میلادي کال کې پيل شوي.

د چابهار بندر پروژه چې هند د ایران له لارې افغانستان او منځنۍ اسیا ته وصلوي او باالعکس افغانستان هم اوبو ته لار پیدا کوي.

په ایران باندې د امریکا د بندیزونو له پیل سره د دې لویې درې هېواده پروژې برخلیک ډېر نه‎دی روښانه.

د افغانستان ولسمشر محمد اشرف غني پرون په همدې پروژې د امریکا د بندیزونو د اغېزو د څرنګوالي په خاطر د مرکزي او جنوبي اسیا په چارو کې د امریکا د بهرنیو چارو له مرستیال وزیرې الېس ولز سره خبرې کړې دي.

ارګ ماڼۍ په یوه بیان کې وايي، پرونۍ او په همدې ارتباط د پخوانیو ناستو نتیجې به چې د افغانستان د اقتصاد لپاره ښې پایلې ولري ژر له خلکو سره شریکې شي.

الېس ولز د سپټمبر په ۱۲مه په یوه بحث کې ویلي و چې د چابهار بندر په اړه به دوی څېړنې کوي چې څومره د افغانستان د ثبات لپاره مهمه دی.

اغلې ولز زیاته کړه:

"لکه څنګه چې موږ د چابهار د بندر موضوع څېړو دا به‌یې په چوکاټ کې وي چې د افغانستان د ثبات لپاره او یا د سیمه‌ییز اتصال لپاره چې نورې ګټې هم په‌کې نغښتې دي څه کولای شي. دا د بیا کتنې یوه روانه پروسه ده."

ولز هغه وخت دا ډاډ هم ورکړ چې د بندیزونو هدف د متحدینو ځپل نه، بلکې د ایران د «بدې» رویې بدلول دي.

د افغانستان ځیني اقتصادي کارپوهان هم ډاډه دي چې د امریکا بندیزونه به یوازې په ایران وي او تېر ته په کتو به د افغانستان په برخه کې د امریکا له‎خوا کومه خاصه ستونزه نه‎وي.

د افغانستان بانک پخوانی مرستیال او اقتصادي کارپوه خان افضل هډه‎وال له ازادي راډيو سره پرون شپه په همدې ارتباط خبرې وکړې.

خان افضل هډه‌وال
خان افضل هډه‌وال

نوموړي وویل:

"پخوا هم دغسې چې د اوباما په وخت کې بندیزونه لګېدلي وو، ځینې برخې یې د افغانستان لپاره مستثنی شوې وې، دې کې شک نه‌شته. د افغانستان تجارت که په چابهار کې موږ تر بحث لاندې ونیسو افغانستان خو چابهار د یوه بندر یو ساحل په توګه استفاده کوي، نو دا برخه په‎دې کې نه‌شاملېږي ان که بحث شوی هم وي. پر چابهار بندیز به داسې نه‎وي چې څوک به دا ساحل ونه‎شي کارولای. دا بندیز به په‎دې اړه وي چې د ایران له کښتیو او د دوی تجارتي مالونه چې دي له هغو استفاده ونه‎شي."

له ښاغلي هډه‌وال سره مرکه هم واورئ:

هيله ده انتظار وکړئ

No media source currently available

0:00 0:02:52 0:00
مستقیم لېنک

د امریکا تازه بندیزونه د ایران تېل او مالي چارې په نښه کوي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پامپیو پرون فاکس نیوز ته ویلي، په ایران اسلامي جمهوریت به دا تر ټولو سخت بندیزونه وي.​د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پامپیو

نوموړي وویل:

"زه ډېر ډاډه یم کوم بندیزونه چې همدا دوشنبه لګول کېږي نه‌یوازې په تېلو، بلکې په هغو ۶۰۰ اشخاصو او کمپنیو چې د امریکا خزانې وزارت پېژندلي د ایران د رژیم د رویې په بدلولو کې به د هدف وړ اغېز وکړي."

ښاغلي پامپیو وویل، یوازنی هدف دا دی چې په نړۍ کې د ترهګرۍ د لوی تمویلوونکي دولت د کارونو مخه ونیول شي.

خو ایران بیا په شدت د امریکا تازه بندیزونه رد کړي او ویلي یې دي چې د امریکا د بندیزونو په وړاندې به ودریږي او ماته به ورکړي.

د ایران مشر ایت‌الله علي خامنه‌اي پرون ویلي امریکا مخ په ځوړ روانه ده.

امریکا له ایران سره د نړۍ د پنځه جمعه یو اټمي قدرتونو له موافقې تر وتلو وروسته هوډ کړی و چې په ایران باندې به پراخ بندیزونه ولګوي.

راپور: صفي‎الله ستانکزی

XS
SM
MD
LG