د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۲۷

په افغانستان کې د سرطانونو د زیاتېدو په اړه د عامې روغتیا وزارت اندېښنې!


د افغانستان د عامې روغتیا وزارت په هېواد کې د سرطاني ناروغیو په ځانګړي ډول، په ښځو کې د سینې د سرطانونو له ډېرېدو اندېښنه ښیي.

د افغانستان د عامې روغتیا وزارت وايي، د نړیوال روغتیايي سازمان د راپور پر اساس په کال کې په اوسط ډول په افغانستان کې ۲۰ زره کسان د سرطانونو په بېلابېلو ډولونو اخته کېږي چې ۱۵ زره‌یې خپل ژوند له لاسه ورکوي.

د دغه وزارت د سرطانونو او غیر ساري ناروغیو د کنټرول ديپارټمنټ مسؤل سید حبیب اروال د چهارشنبې په ورځ «۱۳۹۷ کال د لړم ۰۹» ازادي راډيو ته وویل، په دغه شمېر کې تر ډېره ښځې دي چې د سینې په سرطان اخته شوي.

دی وایي:

"سرطاني ناروغۍ په ځانګړي ډول، په ښځو کې ډېرې شوي، یعنې په هرو ۹ مېرمنو کې یوه‌یې د سینې په سرطان اخته ده چې دا د اندېښنې وړ مسئله ده، لکه څنګه چې لېدل کېږي، په ۲۰ زرو کسانو کې ۱۵ زره‌یې خپل ژوند له لاسه ورکوي."

متخصص ډاکتران وايي، سرطان دوه لاملونه لري، یو یې ژینیټیکي دی چې مخنیوی یې ډېر ستونزمن دی او بل لامل‌یې غیر ژینیټیکي دی چې د مخینوي وړ دی.

د وزن ډېروالی، د فزیکي فعالیت نشتوالی، د الکولي مشروباتو څښل، د حمل نه‌اخیستل، ماشوم ته شیدې نه‌ورکول او د عمر ډېروالی د سینې په سرطان د اخته کېدو عمده عوامل په ګوته کېږي.

ډاکتر اروال وايي، که چېرې د سینې سرطان په وخت تشخیص او درملنه‌یې وشي، د مخنیوي وړ ناروغي ده.

په ورته وخت کې د سرطان په وړاندې د مبارزې بنسټ افتخاري مشرې ډاکتر نسرین اوریاخېل وویل، دغه بنست د سینې د سرطان په تړاو د عامه پوهاوي پروګرامونه په ټولو پوهنتونونو او ښوونځيو کې په لاره اچولي دي.

نسرین اوریاخېل
نسرین اوریاخېل

​مېرمن اوریاخېل د سینې د سرطان د مخنیوي په تړاو داسې وویل:

"د وزن له ډېروالي، الکولي مشروباتو، له اسټرسه مخنیوی او مناسب خواړه خوړل د سرطانونو د مخنیوي لپاره اړین ګامونه دي چې موږ کولای شو، له سرطانونو مخنیوی وکړو."

مېرمن اوریاخېل وايي، په سینو او تخرګونو کې د غدو پيدا کېدل او د سینو د رنګ بدلون د سینې د سرطان عمده علایم دي چې ناروغ‌يې په لیدو باید ډاکتر ته مراجعه وکړي.

د افغانستان د عامې روغتیا وزارت د معلوماتو پر اساس، اوس‌مهال د سرطان د تشخیص او درملنې دوه مرکزونه د کابل په جمهوریت او استقلال روغتون کې فعالیت لري او تمه ده چې په راتلونکي کې د کابل په طبي پوهنتون کې هم یو مرکز جوړ شي، خو په وینا یې تر اوسه په ولایتونو کې داسې مرکزونه موجود نه‌دي.

راپور: ناجیه ساپۍ

XS
SM
MD
LG