د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۱۰:۰۷

مسیر: د ګوانتانامو له زندانه ازاد شوي طالب چارواکي قطر ته رسېدلي


د کابل چاپ ورځپاڼو د نن ورځې اکثره مطالب بیا هم د سولې په تړاو وروستیو پرمختګونو او په دغه پروسه کې له زندانه د ازاد شویو طالب چارواکو رول ته ځانګړي شوي دي.

  • مسیر

مسیر ورځپاڼې لیکلي دي چې د ګوانتانامو له زندانه ازاد شوي طالب چارواکي د سولې په خبرو کې د ګډون له‌پاره قطر ته رسېدلي دي.

ورځپاڼه لیکي چې محمد فضل اخوند، ملا نور الله نوري، ملاخیرالله خیرخواه، ملا عبدالحق وثیق او مولوي محمد نبي عمري هغه طالب چارواکي دي چې د ګوانتانامو له زندانه له خوشې کېدو وروسته په قطر کې د طالبانو له دفتر سره یوځای شوي دي.

ورځپاڼې لیکلي دي چې دغه طالب چارواکي په ۲۰۱۵ میلادي کال کې له طالبانو سره د اسیر شوي امریکایي سرتېري په بدل کې خوشې شوي وو.

  • ویسا

ویسا ورځپاڼې بیا لیکلي دي چې د طالبانو دغه پنځه مهم غړي د ملا هبت‌الله په فرمان، خو د امریکا په اشاره د قطر په دفتر کې ګمارل شوي دي، څو د سولې خبرې پر مخ یوسي.

ورځپاڼې وړاندې لیکلي دي چې د ګوانتانامو له زندانه خوشې شوي دغه پنځه طالب چارواکو تر دې مخکې د لیدنو کتنو اجازه نه‌درلودله، خو اوس داسې ښکاري چې دغه بندیز ترې لیرې شوی دی.

ورځپاڼې په یو جلا مطلب کې د ملا برادر د خوشې کېدو په څرنګوالي هم بحث کړی او لیکلي دي چې دی هم د امریکا په غوښتنه د قطر د بهرنیو چارو وزیر په همکارۍ چې اوس اوس‌یې اسلام‌اباد ته سفر کړی و، خوشې شوی دی.

ورځپاڼې لیکلي دي چې ملا بردار داسې مهال له زندانه خوشې شوی چې اوس اوس امریکا خپله له طالبانو سره د سولې هڅې پیل کړي او د ورځپاڼې په وینا که ملا برادر د سولې په خبرو کې د باور رامنځته کولو له‌پاره خوشې شوی وي، نو دا یو مثبت او هیله بخښونکی ګام دی.

  • ملي ارمان

ملي ارمان ورځپاڼې بیا کابل ته د امریکا د پوځ مرکزي قوماندان سفر ته کتنه کړې او لیکلي یې دي چې جنرال جوزف ووټل یو ځل بیا په تأکید سره ویلي دي چې امریکا د افغانستان د خلکو او حکومت په مشرۍ د سولې د هڅو ملاتړ کوي.

خو ورځپاڼې د مطلب په دوام د ځینو کتونکو په حواله لیکلي دي چې د سولې د هڅو په لړ کې د تېرو څو میاشتو پرمختګونه ښیي چې افغان حکومت عملاً د سولې په خبرو کې څنډې ته ټېل وهل شوی دی.

ورځپاڼې د موضوع په اړه په خپله سرلیکنه کې هم بحث کړی، خو لیکلي یې دي چې نړۍ ته په‌کار ده چې د افغان حکومت ملاتړ وکړي او په هر ډول خبرو کې افغان حکومت د یو اړخ په توګه مطرح وي.

  • هېواد

هېواد دولتي ورځپاڼې بیا د ملا بردار د خوشې کېدو په اړه غبرګونونه راخیستي او لیکلي یې دي چې د افغانستان مشرانو جرګې یو شمېر غړو د ملا برادر د خلاصون هرکلی وکړ او له ده‌یې وغوښتل چې د سولې په پروسه کې خپل رغنده رول ولوبوي.

خو ورځپاڼې د مطلب په دوام لیکلي دي دا چې اوس ملا برادر چېرته دی او د سولې په پروسه کې به کوم رول ولوبوي او که نه؟ تر اوسه څرګنده نه‌ده.

ورځپاڼه لیکي چې ملا بردار داسې مهال خوشې کېږي چې د افغان سولې له‌پاره د امریکا د بهرنیو چارو وزیر ځانګړي استازي زلمي خلیل‌زاد اوس اوس افغانستان، پاکستان او د سېمې ځینو هېوادونو ته سفر وکړ چې په ترڅ کې یې له ځینو طالب مشرانو سره هم ولیدل.

خو ورځپاڼې د مشرانو جرګې د رئیس په حواله لیکلي دي چې د سولې خبرې باید د افغانانو په ملکیت او مشرۍ ترسره شي او افغان حکومت دې د امریکا او طالبانو ترمنځ د خبرو څارنه وکړي.

XS
SM
MD
LG