د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۸:۲۲

د عامې روغتیا وزارت: پنځوس سلنه افغانان رواني ستونزې لري


د افغانستان د عامې روغتیا وزارت وايي، له هرو دوو افغانانو یو یې له رواني فشارونو ځورېږي.

د افغانستان د عامې روغتیا وزارت د نوې څېړنې له مخې، دا وخت د هېواد ۵۰ سلنه خلک په رواني ستونزو اخته دي، خو د یاد وزارت په وینا، دوی ته رواني ناروغان هم نشو ویلای.

د یاد وزارت د روغتیايي خدماتو مرستیال فدا محمد پیکان د یکشنبې په ورځ د رواني روغتیا د نړیوالې ورځې په مناسبت جوړې شوې غونډې ته وویل چې د عامې روغتیا وزارت دا څېړنه د اروپايي ټولنې په همکارۍ په ۱۶ ولایتونو کېپه دوو کلونو کې بشپړه کړې ده.

دی وایي:

"دا سروې ښيي چې له هرو دوو افغانانو یو يې ټولنیزه رواني ستونزه لري او باید وویل شي چې دومره لوی قشر ته تر اوسه رواني ناروغان نه شي ویلای، خو دا کسان خپلو کارونو ته هم په سمه توګه رسېدنه نشي کولای، که د دوی ستونزو ته رسېدنه ونه شي او یا د دې فشارونو لاملونه دوام پیدا کړي، ژر یا هم په لږ ځند سره په رواني ناروغیو اخته کېږي."

د ښاغلي پیکان په خبره، بېلابېل لاملونه له دې ډلې جګړه، ناامني، په کم عمر کې ودونه، کورنی تاوتریخوالی، له مخدره موادو استفاده، کډوالي او بېکاري د خلکو ترمنځ د رواني اختلالاتو لامل ګرځي.

په دې څېړنه کې د خفګان له امله د اختلال فیصدي ۴،۸۵ د اضطراب ۲،۷ ، د رواني زیان ۵،۳۴، له مخدره موادو د ناړوې استفادې او د خوب د درملو په توګه د استفادې فیصدي ۱۲،۲۰ ده.

ښاغلی پیکان وايي، د عامې روغتیا وزارت له رواني ستونزو د مخنیوي او درملنې په خاطر د ټولو ولایتونو روغتیايي مرکزونو ته ۷۵۰ د ارواپوهنې سلاکاران نیولي دي.

د عامې روغتیا وزارت وايي، معلولین، معیوبین، روږدي کسان، اوزګار خلک او کډوال هم د زیانمنو خلکو له ډلې دي چې تر ډېره په رواني ناروغیو اخته کېږي.

دا په داسې حال کې ده چې د عامې روغتیا وزارت چارواکو له دې مخکې ویلي وو چې شااوخوا ۸۰ سلنه خلک په رواني ناروغۍ اخته دي.

په ورته وخت کې د اروپايي ټولنې یوه استازي ډاکټر نیکوالس چې په دې غونډه کې يې ګډون کړی و، ژمنه وکړه چې د مختصصینو په روزنه او د رواني روغتیا له مرکزونو د ملاتړ په برخه کې له افغانستان سره مرسته کوي.

دی زیاتوي:

"د رواني روغتیا لپاره نړیواله ورځ یو مهم فرصت دی چې مونږ ته د معلوماتو د راټولولو، د عامه پوهاوي د خپرولو او د پلانونو د عملي کولو یاد تازه کوي، اروپايي ټولنه په دې برخه کې له څو کلونو راهیسې له افغانانو سره مرسته کوي، دا ټولنه یو ځل بیا د دغې ناروغۍ د مرکزونو، په دې برخه کې د متخصصینو د روزنې او ورسره د تخنیکي همکارۍ د ملاتړ په هدف په یاده برخه کې د مرستو ژمنه کوي."

د عامې روغتیا وزارت د معلوماتو له مخې، دا وخت د رواني روغتیا د درملنې مرکزونه د هېواد په ۵ زونونو کې فعالیت لري.

دغه وزارت په داسې حال کې په هېواد کې د رواني ناروغانو د درملنې د مرکزونو د موجودیت خبره کوي چې په لېرې پرتو سیمو کې خلک اوس هم دوی ته د روغتیايي خدماتو د نه شتون په تړاو شکایتونه کوي.

راپور: یوسف خان ځدراڼ

XS
SM
MD
LG