د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۲۴ لړم ۱۴۰۳ کابل ۰۹:۰۶

په اعدام یو محکوم زنداني د ژوند په وروستیو ۲۴ ساعتونو کې څه کوي؟


د جسټس پروجکټ پاکستان «JPP»په نوم یوې ادارې چې د زندانیانو او په اعدام د محکومینو له حقونو د دفاع لپاره فعالیت کوي، ویلي چې په پاکستان کې په متوسط ډول، هره ورځ یو وګړی په اعدام محکومېږي.

په پاکستان کې د زندانیانو د حقونو د دفاع دې غیر حکومتي ادارې حساب کړی چې په هغه هېواد کې له ۲۰۰۴ میلادي کال راهیسې ۴۵۰۰ مجرمین په اعدام محکوم شوي دي.

دې ادارې په وروستیو کې د یو شمېر هنرمندانو او فلم جوړونکو په مرسته داسې یوه پروژه پېل کړه چې خلکو ته په اعدام د محکومو شوېو وګړو د ژوند په وروستیو شېبو کې د هغوی د رواني حالت، احساساتو او غوښتنو یو تصویر ورکړي.

هغوي د "خوب ته وخت نشته" په نوم ډرامه پېل کړه چې ۲۴ساعته به د پاکستانۍ ورځپاڼې ډان پر یوټیوب پاڼه او د ورځپاڼې پر نورو انټرنټي چېنلونو خپرېده.

د ډرامې مضمون د ذوالفقار علي خان په نوم د یوه زنداني د ژوند د وروستیو ۲۴ ساعتونو ريښتیني کیسه وه.

ذوالفقار علي خان د قتل په جرم ۱۷ کاله زنداني و او په ۲۰۱۵ میلادي کال کې اعدام شو.

د ذوالفقار علي خان رول په ډرام کې پېژندل شوي پاکستاني هنرمند، سرمد کهوسټ ورکړ شوی و. پر دې پروژه یو شمېر کسانو نیوکې کړې وې او ځینې خلکو ویلي وو چې د یوه قاتل لپاره د خواخوږۍ پېدا کولو هڅه منصفانه نه‎ده.

خو د جسټس پروجکټ پاکستان مسوولان وايي، غوښتل یې چې اعدام ته انساني نظر وکړي.

د جسټس پروجکټ پاکستان ادارې ویلي، دا پروژه يې د هغو زند انیانو د دفاع لپاره پېل کړی وه چې په ډېر نازک حالت کې مرستې ته اړتیا لري.

د اعدام شوي مجرم ذوالفقار علي خان د دفاع پخوانۍ وکیلې چې اوس د جسټس پاکستان پروجکټ مشري کوي، فرانس پرېس ته ویلي:

"موږ غوښتل چې خلک د انساني احساس له مخې دې مسئلې ته وګوري او پردې فکر وکړي چې کله یو دولت د یوه انسان د ژوند ختمولو حکم کوي، پر هغه انسان څه تېرېږي."

د عفوې نړیوال سازمان د اکټوبر په ۱۰مه، د اعدام پرسزا د بندیز د نړیوالې ورځ په مناسبت وویل چې پاکستان، سعودي عربستان، عراق او ایران په ۲۰۱۷ میلادي کال کې د نړۍ ۴۸ فیصده اعدامونه ترسره کړي دي.

د پاکستان د بشري حقونو د غیر دولتي کمېسیون یوه چارواکي، بشیرمحمد په‎دې اړه د ازادي راډیو خبریال ته ویلي چې په پاکستان کې د پوځي محاکمو له جوړېدو سره پرډېرو خلکو د اعدام حکم عملي شوی دی.

بشیرمحمد ویلي چې په پاکستان کې په ډېرو مواردو کې لیدل شوي چې په محاکمو کې د بشري حقونو نړیوال اصول نه عملي کېږي او د اعدام د سزا حکم پر مجرمینو په داسې شرایطو کې چې د عدالت اصول تر پښو لاندې کوي. عملي کېږي.

XS
SM
MD
LG