د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۸:۱۵

افغان کوچیان وايي د دوی له ادرسه ځینې کاندیدان کوچیان نه‌دي


د کوچیانو یوشمېر قومي مشران وايي چې ولسي جرګې ته د کوچیانو له حوزې ځینې کاندیدان کوچیان نه دي او د کوچیانو استازیتوب هم نه شي کولای.

دوی وايي چې د کوچیانو له ادرسه ځینې کاندیدان نه د کوچیانو په دود دستور پوهېږي او نه هم د کوچیانو په ستونزو خبر دي.

د دغو مشرانو له ډلې رمضان کوچي د پنجشنبې په ورځ ازادي راډیو ته وویل چې دوی غواړي کوچیان وغولوي ځان وکالت ته ورسوي او له امتیازونو نه یې ګټه واخلي.

افغان کوچۍ
افغان کوچۍ

نوموړي زیاته کړه:

"په کاندیدانو کې ځینې داسې نارینه او ښځینه شته چې یوازې د کوچیانو نوم یې اورېدلی، نه کوچیان دي، نه یې په دود او دستور پوهېږي او نه هم د کوچیانو ستونزې ورته معلومې دي، یوازې کوچیان پُل کوي او خپلو اهدافو ته پرې ځان رسوي چې هغه وکالت دی."

د افغانستان د اساسي قانون له مخې په ولسي جرګه کې کوچیان لس څوکۍ لري چې درې یې ښځو ته ځانګړې شوي دي.

یو بل کوچی قومي مشر ایوب خان بیا وايي چې دغه ستونزه تر ډېره په ښځینه کاندیدانو کې ده.

ښاغلی کوچی زیاتوي چې د کوچیانو یوشمېر اوسنیو وکیلانو هم د کوچیانو ستونزو ته څه ډول چې لازمه وه پاملرنه ده کړې:

"د تېر وکالت په دوره کې ځینې داسې وکیلان و چې هغوی له وکالت مخکې په قوم واکمني کړې وه او د واکمنۍ په سلسله وکالت ته ورسېدل، دوی د کوچیانو ستونزو ته پاملرنه ونه کړه، خپلې شخصي ګټې یې تعقیب کړې."

دا په داسې حال کې ده چې د کوچیانو یوشمېر اوسنیو وکیلانو د ولسي جرګې راروانو انتخاباتو ته د کوچیانو له حوزې نه بلکې له کابل ولایت څخه ځانونه کاندید کړي.

خو د افغانستان د انتخاباتو خپلواکمېسیون مرستیال ویاند ذبیح الله سادات ازادي راډيو ته وویل چې اوسنیو کوچیانو کاندیدانو هغه معیارونه بشپړ کړي چې د یو کوچي کاندید لپاره لازمي دي.

افغان کوچیان
افغان کوچیان

نوموړي زیاته کړه:

"د کوچیانو چې کوم کاندیدان دي اکثریت یې کوچیان دي، د کمېسیون معیارونه یې پوره کړي و، هغه کسان د کوچیانو کاندیدان کېدای شي چې د کوچي تذکره ولري چې دا دوی لرل."

بل خود کوچیانو چارو د سمون خپلواک ریاست بیا وايي چې دا ګونګوسې او ستونزه له دوی سره هم شریکه شوې چې یوشمېر کاندید کوچیان په اصل کې کوچیان نه دي.

دا مهال په ولسي جرګې کې د کوچیانو لپاره د ځانګړې شویو لسو څوکیو لپاره د ښځو او نارینو په ګډون د ۴۴ کاندیدانو ترمنځ انتخاباتي سیالۍ روانې دي.

په افغانستان کې شااو خوا پنځه میلیونه کوچیان ژوند کوي چې نېږدې نیم میلیون یې نوم لیکنه کړې او پاتې یې د بېلابېلو لاملونو له امله له نوم لیکنې پاتې شوي دي.

کوچی مدني فعال عبدالرحمن تسل له کوچیانو غواړي چې وړ لایق او تعلیافته کس ته خپله راې ورکړي.

افغان کوچی ماشوم
افغان کوچی ماشوم

هغه وویل:

"زموږ غوښتنه داده چې دا ځل که اشخاصو ته رایه ورکول کېږي، د پلان او برنامې له مخې او دغه شان لوستي او وړ اشخصو ته دې رای ورکړل شي، څو د دغه بېچاره ولس په ژوند کې بدلون راشي او داسې وکیل ولرو چې د ولس په کور کې د همدې ولس رساً ناره پورته کړي او زموږ له حقه حقوقو څخه دفاع وکړي."

ښاغلی تسل زیاتوي چې د امهال په کوچیانو کې هم په لسګونه تعلیافته ځوانان پيدا شوي او کولای شي د خپل راتلونکي برخلیک په اړه ښه او پرځای انتخاب وکړي.

XS
SM
MD
LG