د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۱۰:۰۷

د انتخاباتو کمېسیون: تر جمعې ورځې به د بایو مټریک سیستم ټولو مرکزونو ته ولېږل شي


د افغانستان د انتخاباتو خپلواک کمېسیون وايي، د بایو مټریک د سیستم دستګاوې او د رأی ورکوونکو نوملړ به د جمعې تر ورځې ټولو انتخاباتي مرکزونو ته انتقال شي.

د ولسي جرګې د انتخاباتو د نېټې په رانږدې کېدو سره دغه کمېسیون ډاډ ورکوي چې د رأی ورکوونکو نوملړ او د بایو مټریک سیسټم دستګاوې فراه، بادغیس، هرات، زابل، کندهار، ارزګان، هلمند او نیمروز ته انتقال شوي دي.

د یاد کمېسیون ویاند او کمېشنر سید حفیظ‌الله هاشمي د چهارشنبې په ورځ «۱۳۹۷ کال د تلې ۱۸» رسنیو ته وویل چې دغه مواد به تر جمعې ورځې پورې ټولو انتخاباتي مرکزونو ته انتقال شي.

سید حفیظ‌الله هاشمي
سید حفیظ‌الله هاشمي

نوموړي زیاته کړه:

"د بایو مټریک سیستم دستګاوې او د رأی ورکوونکو نوملړ به نن بدخشان، بغلان، کندز، تخار، پکتیکا، بامیان، دایکنډي او غور ته انتقال شي چې دغه مواد به د جمعې تر ورځې پورې ټولو ولایتونو ته ورسېږي. همدارنګه دغه انتخاباتي توکي نن ولسوالیو ته هم د انتقال په حال کې دي."

د افغانستان د ولسي جرګې انتخابات د روانې میزان میاشتې په ۲۸مه ترسره کېږي چې دا مهال ورته له غزني پرته، په ټول افغانستان کې انتخاباتي کمپاینونه روان دي.

دغو انتخاباتو ته د کورنیو او بهرنیو بنسټونو زرګونه څارونکو نوم لیکنه کړې ده.

د ولسي جرګې په راتلونکو انتخاباتو کې د بایو مټریک له سیستمه ګټه اخیستنه د هېواد د بېلابېلو سیاسي ګوندونو مهمه غوښتنه وه.

دغو ګوندونو ویلي وو چې د بایو مټریک سیستم استعمال په انتخاباتو کې د درغلیو مخه نیسي.

خو د ازادو او عادلانه انتخاباتو بنسټ یا فیفا اجرائیوي مشر یوسف رشید بیا د بایو مټریک دستګاوو په کارونې شک څرګندوي او وايي چې د دغو دستګاوو په اړه تر اوسه کارکوونکي په سمه توګه روزل شوي نه‌دي.

یوسف رشید
یوسف رشید

دی وایي:

"د بایو مټریک سیستم کارول یو ښه اقدام دی او موږ ترې هرکلی کوو، خو دا باید هېر نه‌کړو، که چېرې له ازمایښت پرته دا دستګاوې ساحو ته ولېږل شي، ستونزې به راولاړې کړي، موږ اندېښمن یوو، که چېرې تخنیکي ستونزې مخ ته راځي، انتخابات به له بحران سره مخ کړي."

د انتخاباتو خپلواک کمېسیون وايي چې د دغو دستګاوو د کارېدنې لپاره ۲۰۰۰ کارکوونکي له وړاندې روزل شوي چې دوی د انتخاباتو تر ورځې شااوخوا ۲۰ زره نور کسان روزي.

دا په داسې حال کې ده چې تر دې وړاندې د افغانستان د مشرانو جرګې د غړو په ګډون، یو شمېر څارونکو د بایو مټریک د دستګاوو په کارونې شک څرګند کړی او ویلي یې دي چې دغه دستګاوې ناقصې دي.

بل‎‌خوا د افغانستان د ازادو او عادلانه انتخاباتو بنسټ یا فیفا ټینګار کوي چې باید دغه دستګاوې محلونو ته د انتقال پر مهال خوندي وساتل شي.

دا په‎ داسې حال کې ده چې تر دې وړاندې د دفاع او کورنیو چارو وزارتونو د انتخاباتو د ورځې او د انتخاباتي حساسو او غیر حساسو موادو د انتقال او ساتنې ډاډ ورکړی و.

راپور: ناجیه ساپۍ

XS
SM
MD
LG