د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۱۰:۱۹

د کورنیو چارو وزارت د انتخاباتو د ګډوډولو په اړه د طالبانو ګواښ تبلیغات بولي


د افغانستان د کورنیو چارو وزارت د ولسي جرګې د راروانو انتخاباتو د ګډوډولو لپاره د وسله‌والو طالبانو ګواښ بې‌ځایه وباله او ژمنه‌یې وکړه چې امنیتي ځواکونه به په ټول توان د رأی ورکوونکو امنیت ساتي.

د دې وزارت مرستیال ویاند نصرت رحیمي تېره ورځ ناوخته ازادي راډیو ته وویل چې په ټول افغانستان کې د رأی ورکولو د ۵۱۰۰ مرکزونو او ۲۱ زره محلونو لپاره شااوخوا ۵۴ زره امنیتي ځواکونه ګومارل شوي او د اړتیا په صورت کې به له هوایي ځواکونو هم د مرستې غوښتنه وشي.

ښاغلي رحیمي زیاته کړه:

"موږ تاسو، د انتخاباتو خپلواک کمېسیون او د افغانستان خلکو ته دا اطمینان ورکوو چې ټول امنیتي او دفاعي ځواکونه، کشف او استخبارات او هوایي ځواکونه به د دغې ملي، مهمې، حساسې او تاریخي پروسې په برخه کې د امنیت په ټینګښت کې په هماغه شکل چې د نوم لیکنې پروسه په سمه توګه سرته ورسېده په هماغه ورځ به چې کله ټاکنې هم ترسره کېږي ټول ځواکونه به د دغې پروسې تر شا ولاړ وي او امنیت به‌یې خوندي وي."

د افغانستان د کورنیو چارو وزارت مرستیال ویاند نصرت رحیمي​
د افغانستان د کورنیو چارو وزارت مرستیال ویاند نصرت رحیمي​

​وسله‌والو طالبانو د دوشنبې په ورځ ګواښ وکړ چې په راروانو انتخاباتو کې به حکومتي امنیتي ځواکونه په نښه کړي.

د طالبانو له‌خوا په یوه خپره شوې خبرپاڼه کې ذبیح‌الله مجاهد چې ځان د دې ډلې ویاند پېژني دغه انتخابات د امریکایانو له‌خوا یوه ناوړه دسیسه بللې او ویلي یې دي چې وسله‌وال به د دغو انتخاباتو د ګډوډولو لپاره هېڅ یوه هڅه ونه‌سپموي.

خو د افغانستان د کورنیو چارو وزارت د طالبانو دغه ګواښ تبلیغات بولي او وایي چې د انتخاباتو د دغې ملي پروسې لپاره امنیتي ځواکونه به په ټول ځواک هڅې وکړي چې د ټولو لپاره د ډاډمنو انتخاباتو د ترسره کېدو لپاره زمینه برابره شي.

وسله‌والو طالبانو د دوشنبې په ورځ ګواښ وکړ چې په راروانو انتخاباتو کې به حکومتي امنیتي ځواکونه په نښه کړي.
وسله‌والو طالبانو د دوشنبې په ورځ ګواښ وکړ چې په راروانو انتخاباتو کې به حکومتي امنیتي ځواکونه په نښه کړي.

د کورنیو چارو وزارت دغه‌راز ویلي چې په هغو سیمو کې چې د امنیتي ستونزو له امله خلکو ته ډېر خطرونه متوجې دي د انتخاباتو له کمېسیون سره په هماهنګۍ دغه سیمې په نښه شوي او هلته به د خلکو د ژوند د خوندیتوب لپاره له احتیاطه کار واخیستل شي او د رأی ورکولو مرکزونه به پرانیستل شي.

طالبانو په عین حال کې دا هم ویلي چې ملکي وګړو ته د مرګ ژوبلې د مخنیوي لپاره به پام وکړي، خو نور چې هڅه کوي دغه انتخابات په بریالیتوب سره ترسره شي او امنیت‌یې نیسي، پر هغوی به حملې وکړي او د انتخاباتو د مخنیوي او د ناکامېدو لپاره به له هېڅ ډول ګذار څخه ډډه ونه‌کړي.

د ازادو او عادلانه انتخاباتو د بنسټ اجرائیوي رئیس یوسف رشید
د ازادو او عادلانه انتخاباتو د بنسټ اجرائیوي رئیس یوسف رشید

د آزادو او عادلانه انتخاباتو د بنسټ اجرائیوي رئیس یوسف رشید وایي، که طالبان د ملکي وګړو د خوندیتوب پام ساتي باید د دغې ملي پروسې چې په خلکو پورې تړلې د ګډوډولو ګواښ هم ونه‌کړي.

ښاغلی رشید زیاتوي:

"دا واقعاً زموږ لپاره هم د پوښتنې وړ ده، ځکه چې د ټاکنو بهیر یو ولسي بهیر دی او په دې کې ولس برخه اخلي او دوی خپل استازي ټاکي، نو کله چې په دې بحث کې کومه ستونزه موجوده نه‌وي، که دوی د هغو مرکزونو د خوندیتوب لپاره مؤظف وي چې د خلکو امنیت خوندي کړي فکر کوم په دې برخه کې چې طالبان خلکو ته ګواښ نه‌کوي او د هغوی د خوندیتوب لپاره هوډ لري نو دلته اصلاً نور بحث د حملو او د دغې پروسې د ګډوډولو نه مطرح کېږي."

په پام کې ده چې د ولسي جرګې انتخابات د روانې تلې میاشتې په ۲۸مه ترسره شي.

وسله‌وال طالبان د دغو انتخاباتو د ګډوډولو ګواښ په داسې حال کې کوي چې د افغانستان د سولې او پخلاینې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو د وزارت سلاکار زلمی خلیل‌زاد د سولې د نویو هڅو په ترڅ کې پرون په کابل کې له افغان ولسمشر اشرف غني او اجرائیه رئیس عبدالله عبدالله سره وکتل.

د افغانستان د سولي او پخلاینې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو د وزارت سلاکار زلمی خلیل‌زاد
د افغانستان د سولي او پخلاینې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو د وزارت سلاکار زلمی خلیل‌زاد

له غني او عبدالله سره د هغه د لیدنو کتنو په اړه نور جزئیات نه‌دي خپاره شوي، خو عبدالله پرون د وزیرانو شورا د غونډې تر پيلېدو مخکې په لنډو خبرو کې وویل چې د دوی په باور د سولې پروسې ته اوس پاملرنه زیاته شوې او د بریالیتوب لپاره‌یې چانس زیات شوی دی.

خلیل‌زاد ویلي چې دی به سولې ته د رسېدو لپاره په نړیواله سطحه له ټولو تجربو او ارتباطاتو کار واخلي.

خلیل‌زاد ویلي چې دی به سولې ته د رسېدو لپاره په نړیواله سطحه له ټولو تجربو او ارتباطاتو کار واخلي.

نوموړی په دې لس ورځني سفر کې دغه‌راز پاکستان، متحده عربي اماراتو، سعودي عربستان او قطر ته چې پلازمېنه دوحه‌یې د طالبانو د سیاسي دفتر کوربه دی، ولاړ شي.

وسله‌والو طالبانو تر اوسه د افغانستان له حکومت سره د سولې د خبرو مسئله رد کړې ده.

XS
SM
MD
LG