د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۳:۲۰

د پاکستان یوې محکمې د خبریال سیریل المیدا د نیولو امر کړی


د پاکستان د لاهور ښار لوړې محکمې د خبریال او مشهور کالم لیکونکي سیریل المیدا د نیولو امر کړی دی.

د پاکستان د لاهور ښار لوړې محکمې د روانې سپټمبر میاشت په ۲۴ نېټه د خبریال او کالم لیکونکې سیریل المیدا د نیولو امر کړی او له چارواکو يې غوښتي چې المیدا د اکتوبر په اتمه محکمې ته حاضر کړي.

محکمې ویلي سیریل المیدا باید پر پخواني صدراعظم نواز شریف د خیانت د تور په قضیه کې د محکمې استماعیه غونډې ته وړاندې شي.

پر المیدا په ۲۰۱۷ مېلادي کال کې وروسته تر هغې له پاکستان څخه پر وتلو بندیز ولګېد چې له پخواني صدراعظم نواز شریف سره يې یوې مرکې د پوځ او حکومت ترمنځ جنجالونه پورته کړل.

په مرکه کې نواز شریف د هند پر ممبي ښار د ۲۰۰۸ مېلادي کال بریدونو ته په اشارې ویلي وو تروریستي ډلې د پاکستان پر خاوره فعالیت کوي او ایا مناسبه ده چې دا ډلې پریښودل شي چې له پولې واوړي او ۱۶۰ کسان ووژني.؟

نواز شریف
نواز شریف

شریف له المیدا سره په دې مرکه کې په پاکستان کې د پوځ واک ته په پام ویلي و چې په دې هېواد کې دوه یا درې موازي حکومتونه دي.

د پاکستان قضا پر نواز شریف تور لګولی دی چې په دې څرګندونو سره يې د پوځ نوم رسوا او حیثیت يې زیانمن کړی دی.

د لاهور محکمه وايي، خبریال سیریل المیدا له شریف سره په دې اړه د مرکې په کولو سره هغه ته د پوځ خلاف د څرګندونو کولو اسانتیا برابره کړې ده.

خو تر اوسه سیریل المیدا په رسمي ډول تورن شوی نه دی.

د بشری حقونو ډلو، خپلواکو خبریالانو ،د بې سرحده خبریالانو ټولنې او د پاکستان د حکومت یو شمیر سیاسي مخالفانو د خبریال سیریل المیدا د نیولو په اړه د لاهور د محکمې پر حکم انتقادونه کړي دی او دا اقدام يې په پاکستان کې د رسنیو دخاموشه کولو هڅه بللې ده.

پاکستانۍ خبریالې او د اج نیوز ټلوېزون د روانو حالاتو د خپرونې وړاندې کونکې اسما شیرازي،ازادي راډیو ته ویلي لومړی د پوځ لخوا، بیا له فعالیت نه د منع شویو سخت دریځو ډلو او اوس د محاکمو لخوا پر خبریالانو فشارونه او د ژورنالستانو لپاره د ویرې فضا پراخېږي.

په پاکستان کې د بې سرحده خبریالانو د ټولنې استازۍ اقبال خټک وايي د خبریال سیریل المیدا د نیولو په اړه د محکمې امر په پاکستان کې ژورنالیزم جنايي کوي.

نوموړي ویلي راپور لیکل او یا مرکه کول د یوه ژورنالست مسولیت دی او څرنګه څوک کولی شي ددې لپاره ژورنالست تورن کړي.

د پاکستان د بشري حقونو کمېسیون هم د سیریل المیدا د نیولو په اړه د لاهور د لوړې محکمې پر حکم انتقاد کړی او ویلي دي چې المیدا یوازې د خپل کار په خاطر چې د حقایقو ښکاره کول دي، تعقیب شوی دی.

د خبریال سیریل المیدا د نیولو امر په داسې وخت کې صادر شوی دی چې په پاکستان کې رسنۍ په بې سابقه ډول تر فشار لاندي دي.

پخواني خبریالان له پاکستان څخه په وتو دي، او مخکښ کالم لیکونکي شکایت کوي چې خبري اژانسونه او چینلونه د پوځ تر فشار لاندې د دوی هغه مطالب نه خپروي چې پر پوځ او استخباراتو په کې انتقاد کېږي.

له خبریالانو څخه د ملاتړ نړیوالې کمېټې په روانه سیپتمبر میاشت کې په پاکستان کې د رسنیو او خبریالانو د وضعیت په اړه په خپل راپور کې وویل چې په دې هېواد کې پر رسنیو فشارونه مخ په زیاتېدو دي او د پاکستان پوځ په پټه خوله د ویررولو او نورو لارو رسنۍ محدودوي.

XS
SM
MD
LG