نړۍ
پاکستان حکومت د یوه خبریال په اړه له خپلې پریکړې دفاع وکړه
د پاکستان حکومت د یوه خبریال د ممنوع الخروجولو په هکله له خپلې پریکړې څخه دفاع وکړه.
د ډان د ورځپاڼې وتلی خبریال سیریل المیدا د پاکستان د حکومت او اردو تر منځ د اختلافونو د یو رپوټ له امله ممنوع الخروج شو.
ده د سې شنبې په ورځ وویل چې ممنوع الخروج شو او له پاکستانه وتلی نهشي.
د پاکستان د کورنیو چارو وزیر نثارعلي خان پرون خبریالانو ته وویل؛ څو چې د دغه رپوټ په اړه چې چارواکي یې بې بنسټه بولي، د یوه دولتي کمېسیون څېړنې نه وې بشپړې شوې، ښاغلي المیدا ته له هېواده د وتلو اجازه نه ورکول کېږي.
سیریل المیدا، د ډان د بااعتباره ورځپاڼې خبریال او د سرمحرر مرستیال دی.
د ورځې تازه خبرونه دلته ولولئ
امريکا يمن کې د حوثي ياغانو د وسلو پر ګودامونو د بريدونو خبر ورکړی
د امریکا دفاع وزارت یا پنتاګون اعلان کړی چې، د دغه هېواد جنګي الوتکو د شنبې په شپه په یمن کې د ایران له ملاتړه د برخمنو حوثي یاغیانو د پرمختللو وسلو پر ګودامونو څو بریدونه کړي دي.
د راپورونو لهمخې، د بریتانیا پوځي الوتکو هم پهدې عملیاتو کې ګډون کړی دی.
پهدې سلاکوټونو کې راز راز وسلې ساتل کېدې او له هغو څخه په سور سمندرګي او عدن خلیج کې د پوځي او ملکي بېړیو د ویشتلو لپاره کار اخیستل کېده.
دا معلومات پینتاګون د فرانسې خبري اژانس ته ورکړي دي.
المسیره تلوېزیوني چاینل چې د حوثیانو لهخوا اداره کېږي، راپور ورکړی چې درې هوايي بریدونه د امریکایي او بریتانیايي ځواکونو لهخوا د یمن د پلازمېنې صنعا په جنوب کې د السبعین په سیمه کې شوي دي.
المسیره ته شاهدانو ویلي، د پلازمېنې صنعا په بېلابېلو برخو کې یې د الوتکو او چاودنو غږونه اورېدلي دي.
امریکا او بریتانیا په سور سمندرګي او عدن خلیج کې پر بېړیو د یاغیانو د بریدونو په غبرګون کې له جنورۍ راهیسې څو ځله په یمن کې د حوثیانو په هدفونو بریدونه کړي دي.
قطري چارواکي: د حماس او اسراييلو ترمنځ خبرو کې منځګړيتوب مو موقت ځنډولی
د قطر د بهرنیو چارو وزارت هغه راپورونه رد کړل چې، پر اساس یې ویل شوي وو چې د غزې په جګړه کې د ښکېلو خواو ترمنځ یې منځګړتوب پای ته رسولی، خو ویلي یې دي چې په خبرو کې په موقتي ډول ځنډ راوستل شوی دی.
د قطر د بهرنیو چارو وزارت ویاند ماجد الانصاري تېره شپه د (عقرب په ۱۹مه) نېټه، د دې هېواد دولتي خبري اژانس ته وویل چې قطر لس ورځې وړاندې دا موضوع ښکېلو خواو ته اعلان کړې وه.
د الانصاري په وینا، قطر څرګنده کړې چې تر هغه وخته به منځګړتوب وځنډوي چې اسراییل او افراطي ډله حماس د خبرو د بیا پیل لپاره "اراده او جديت" ونه ښيي.
امریکا او اروپایي اتحادیه حماس یوه تروریستي ډله ګڼي.
قطر له امریکا او مصر سره یوځای د اسراییل او د افراطي ډلې حماس ترمنځ د اوربند او د اسراییلي یرغملو د خلاصون لپاره اصلي منځګړي دي.
بېلابېلو رسنیو د شنبې په ورځ راپور ورکړی و، چې متحدایالتونو له قطر څخه غوښتي چې پهدې هېواد کې د حماس د سیاسي دفتر فعالیت پای ته ورسوي او قطر تېره اوونۍ دا خبره د حماس مشرانو ته رسولې ده.
پر لبنان د اسراييل بريدونو کې ۳۳ کسان وژل شوي
د لبنان پر جنوب د اسرايیل د شنبې ورځې په یو لړ حملو کې لږ تر لږه ۳۳ کسان وژل شوي دي.
دا خبره د لبنان روغتیا وزارت کړې ده.
اسرايیل د ایران له ملاتړه د برخمنې حزبالله ډلې خلاف خپله هوايي مبارزه سخته کړې ده.
د لبنان روغتیا وزارت په یوه اعلامیه کې ویلي، د اسرايیل لهخوا پر بعلبك-الهرمل ساحه په هوايي حملو کې ۲۰ کسان وژل شوې، پهدې ډله کې هغه ۱۱ کسان شامل دي، چې په الكنيسه سیمه کې وژل شوي دي.
۱۳ نور کسان د لبنان په جنوب کې چې حزبالله ډله په کې زیات حضور لري، د اسرايیل په نورو حملو کې وژل شوي، چې په هغوی کې ۷ تنه ژغورونکي شامل دي.
د وزارت په وینا ۱۴ نور کسان ټپیان شوي دي.
د لبنان حزبالله یوه پوځي سیاسي ډله ده چې د امریکا متحدایالتونه یې د یوه تروریستي سازمان په توګه پېژني، خو اروپايي ټولنې یې یوازې پوځي څانګه په تور لېست کې شامله کړې ده، نه سیاسي برخه.
حزبالله د جنوبي لبنان پر پراخې برخې کنټرول لري، چې سیاسي برخې استازي یې د لبنان په پارلمان کې هم څوکۍ لري.
اوکرايني چارواکي: د شمالي کوریا ځواکونه له روسي ځواکونو سره يوځای جګړه کې برخه اخلي
د اوکراین یوه لوړ رتبه قوماندان، اولیکساندر سیرسکي پرون ویلي، داسې راپورونه شته چې د شمالي کوریا ځواکونه د روسیې له ځواکونو سره یوځای د جګړې لپاره چمتووالی نیسي.
سیرسکي د امریکا له جګپوړي قوماندان جنرال کریسټورفر کاولي سره د فېسبوک په یوه بحث کې دا خبره کړې ده.
هغه ویلي: "موږ ډېر راپورونه لرو چې د شمالي کوریا سرتېري چمتو دي چې د روسیې د ځواکونو تر څنګ په جګړه کې برخه واخلي."
جنرال کریسټوفر کاولي د متحدایالاتو د اروپایي قوماندې مشري کوي.
سیرسکي ویلي، چې د روسیې سره د نږدې ۱۰۰۰ ورځنۍ جګړې په لومړۍ کرښه کې وضعیت "سخت پاتې دی او د زیاتوالي نښې یې تر سترګو کېږي."
د امریکا د متحدهایالتونو دفاع وزارت لس ورځې مخکې ویلي وو، د شمالي کوریا د سرتېرو یوه کوچنۍ قطعه د روسیې په کورسک سیمه کې ځای پر ځای شوې ده.
پنټاګون اندېښنه ښودلې وه چې، ښايي لهدې سرتېرو څخه د اوکرایني ځواکونو پر ضد کار واخیستل شي.
ايران د ډونالډټرمپ د وژنې د هڅې دسيسه کې لاس لرل رد کړل
د ایران د بهرنیو چارو وزیر هغه تور رد کړی چې، ګنې د ده هېواد د امریکا د منتخب ولسمشر ډونالډټرمپ د وژنې په دسیسه کې لاس درلود.
عباس عراقچي د امریکا او ایران په اړیکو کې د اعتماد جوړونې غوښتنه هم کړې ده.
عراقچي پرون پر خپله ایکسپاڼه ولیکل چې، یوه نوې جعلي سناریو جوړه شوې ده او پهداسې حال کې چې اصلا قاتل شتون نهلري، لیکوالو یې یوه درېیمه درجه کومیډي ډرامه جوړه کړې ده.
د عراقچي اشاره د هغې دسیسې اړوندې ادعا ته وه چې واشنګټن ویلي، د ایران سپاه پاسداران ځواک غوښتل ټرمپ چې د نوامبر د پنځمې انتخابات یې وګټل او په راروانه جنوري کې به د نوي ولسمشر په توګه لوړه وکړي، ووژني.
ټاکل شوې جوبايډن او ډونالډټرمپ راتلونکې چهارشنبه سپينه ماڼۍ کې سره وګوري
ټاکل شوې چې ولسمشر جوبایډن به د راروانې چهارشنبې په ورځ د متحدایالاتو له منتخب ولسمشر ډونالډټرمپ سره په خپل دفتر کې وګوري.
دا خبر د سپینې ماڼۍ مطبوعاتي دفتر پرون په یوه بیان کې ورکړ.
په امریکا کې له انتخاباتو وروسته د ولسمشر او منتخب ولسمشر ترمنځ دا ډول لیدنې یو پخوانی دود دی، خو جمهوریپال ټرمپ وروسته لهدې چې د ۲۰۲۰ کال په انتخاباتو کې یې ماته وخوړه، بایډن ته د لیدنې بلنه ورنهکړه.
د ۱۸۹۲ کال له انتخاباتو وروسته چې ګروور کلیفلنډ Grover Cleveland له خپلې دندې استعفا وکړه ټرمپ د امریکا یوازینی پخوانی ولسمشر دی چې، له څلور کلنې وقفې وروسته بیا د سپینې ماڼۍ د مشرۍ لپاره غوره کېږي.
غزه کې د اسراییلو بریدونه؛ د ښځو او ماشومانو په ګډون لږ تر لږه ۱۳ کسان وژل شوي
د فلسطین روغتیايي چارواکي وايي، نن په غزې تړانګه کې د اسراییل په دوو حملو کې لږ تر لږه ۱۳ کسان وژل شوي چې ښځې او ماشومان هم په کې شامل دي.
په همدې حال کې اسراییل د غزې شمال ته چې جګړو ځپلی له څو اوونیو وروسته د بشري مرستو د لومړۍ جوپې د رسېدو خبر ورکړی دی.
په یوه حمله کې د غزې په ختیځ ښار تفاح کې یو ښوونځی په نښه شوی چې خلکو په کې پناه اخیستې وه.
د غزې د روغتیا وزارت په وینا، په پېښه کې ۶ کسان وژل شوي دي.
په وژل شویو کې دوه محلي خبریالان، یوه امیندواره ښځه او یو ماشوم شامل وو.
د اسرايیل پوځ وايي په حمله کې یې د فلسطینیانو د اسلامي جهاد افراطي ډلې وسله وال په نښه کړي، خو په دې اړه یې اسناد نه دي وړاندې کړي او نور جزییات یې نه دي ورکړي.
دغه راز ۷ نور کسان هغه وخت ووژل شول چې د اسراییل له خوا په جنوبي ښار خان یونس کې چې بېځایه شویو په کې پناه اخیستې وه، یوه خېمه وویشتل شوه.
ناصر روغتون وايي، په وژل شویو کې دوې ښځې او یو ماشوم شامل دی.
د اسرايیل پوځ سم د لاسه په دې اړه تبصره نه ده کړې.
د اروپايي ټولنې د بهرني سیاست مشر په نااعلان شوي سفر اوکراین ته رسېدلی
د اروپايي ټولنې د بهرني سیاست مشر جوزیف بوریل نن سهار په نااعلان شوي سفر د اوکراین پلازمېنې کییف ته ورسېد، چې له کییف د اروپا پر ملاتړ ټینګار وکړي.
دا سفر داسې وخت کېږي چې پر اوکراین لا هم د روسیې بریدونه دوام لري.
بوریل پر خپله ایکسپاڼه یا پخواني ټویټر لیکلي چې د دې سفر د اجنډا په سر کې له اوکراین د اروپايي ټولنې ملاتړ شامل دی.
د بوریل تر دغو څرګندونو څو ساعته مخکې د اوکراین پر اودیسه چې د تور سمندرګي بندري ښار دی، پر ملکي بنسټونو د روسیې له خوا وژونکې حمله وشوه.
دا له کله چې د نومبر میاشتې پر پنځمه ډونالډ ترمپ د امریکا د ولسمشر په توګه انتخاب شو، دا اوکراین ته د اروپايي ټولنې د یوه لوړ رتبه چارواکي لومړی سفر دی.
ملکري ملتونه: جنوبي سوډان کې د سېلابونو له امله نږدې يو نيم ميليون کسان زيانمن شوي
ملګري ملتونه وايي، په جنوبي سوډان کې د ویجاړوونکو سېلابونو له کبله یو ميلیون او ۴لکه کسان زیانمن شوي او تر ۳ لکه او ۷۹زره زیات نور بېځایه شوي دي.
ملګروملتونو د جمعې په ورځ په یوه اعلامیه کې په سېلابځپلو سیمو کې د ملاریا ناروغۍ د لا خپرېدو په باب خبرداری ورکړی دی.
مرستندویو بنسټونو ویلي، چې د نړۍ دغه نوی ایجاد شوی هېواد، د اقلیمي بدلون له کبله ډېر زیانګالی دی او سېلابونو تر ډېره د دغه هېواد شمال دومره زیانمن کړی، چې په تېرو څو لسیزو کې یې ساری نه و لیدل شوی.
د ملګروملتونو د بشري چارو د همغږۍ ادارې اوچا ویلي، په ۴۳ ولسوالیو کې دغو سېلابونو یو ميلیون او ۴لکه کسان زیانمن کړي او په ۲۲ ولسوالیو کې تر ۳لکه او ۷۹زره زیات نور بېځایه کړي دي.
ملګري ملتونه وايي، په ګڼو ایالتونو کې د ملاریا د زیاتېدو راپورونه ورکړل شوي دي.
امريکا د ټرمپ د وژنې د هڅې په تور يو افغان وګړی رسماً تورن اعلان کړ
د امریکا په متحدایالاتو کې څارنوالانو پرون جمعه (د نومبر پر ۸مه) د منتخب ولسمشر ډونالډ ټرمپ او یوې مشهورې ایرانۍ-امریکایي ژورنالېستې د وژلو د توطيې د ادعا لهمخې د یوه افغان وګړي په ګډون پر تورنو کسانو رسماً تورونه اعلان کړل.
د فرانسې خبري اژانس د خبر لهمخې، د امریکا عدلیې وزارت ویلي چې د ټرمپ د وژلو ناکامه دسیسه د ایران د سپاه پاسداران انقلاب ځواکونو لهخوا د قاسم سلیماني د وژل کېدو د غچ اخیستو لپاره پلان شوې وه.
د سپاه پاسداران د قدس ځواکونو قوماندان جنرال قاسم سلیماني په ۲۰۲۰م کال کې د ټرمپ په امر، چې هغه وخت هم د امریکا ولسمشر و، په یوه برید کې ووژل شو.
د امریکا عدلیې وزارت په یوه بیان کې ویلي، ۵۱ کلن فرهاد شاکري، چې په خټه افغان او ګومان کېږي په ایران کې دی، د سپاه پاسداران لهخوا د ټرمپ د وژلو لپاره "موظف" شوی و.
دوو نورو سړیو ۴۹ کلن کارلیسیل ریویرا او ۳۶ کلن جوناتون لوډ هولټ چې د نیویارک اوسېدونکي دي، په جلا توګه په نیویارک کې د یوې ایراني الاصلې-امریکایۍ مخالفې خبریالې د وژلو دسیسه جوړه کړې وه.
دوی دواړه په توقیف کې دي، چې د پنجشنبې په ورځ محکمې ته حاضر کړای شول.
که څه هم د محکمې په اسنادو کې د ایرانۍ الاصلې امریکايي خبریالې نوم نهدی یاد شوی، خو ګومان کېږي دا به مسیح علي نژاد وي، چې د ایران پر رژیم انتقادونه کوي.
ډونلډ ټرمپ، چې د نوامبر پر پنځمه یې د ولسمشرۍ په ټاکنو کې کامالا هریس ته ماتې ورکړه، سږکال د وژنې له دوو جلا هڅو سره مخ شوی دی، چې یوه د کمپاین په یوه جلسه کې د هغه د غوږ پر یوه برخه د مرمۍ لګېدل و.