د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۹:۱۲

په کندز کې څه باندې ۳۰ زره کسان په مخدره موادو اخته دي


په کندز ولایت کې څه باندې ۳۰ زره کسان په مخدره موادو اخته دي.

په کندز کې له نشه يي موادو سره د مبارزې رئیس عبدالبصیر مُرشد ازادي راډیو ته وویل، سره له دې چې له نهو کالو راهیسې په دې ولایت کې د کوکنارو کښت صفر شوی، خو بیا هم د معتادینو شمېر ورځ تر بلې ډېرېږي.

نوموړي زیاته کړه:

"د هغو تخمیني شمېرو له مخې چې د کندز ولایت د ولسوالیو په کچه مو له خلکو سره د غونډو او خبرو په نتیجه کې تر لاسه کړي دي، په تېرو کلونو کې مو هم ۳۰ زره معتادین درلودل، خو سږ کال چې موږ دا پروګرام لرو د معتادینو شمېر تر ۳۰ زرو ډېر شوی دی."

عبدالبصیر مُرشد
عبدالبصیر مُرشد

په ورته وخت کې په کندز کې د معتادینو د درملنې د ۸۰ بستریز روغتون مشر ډاکټر عبدالقدوس میاخېل وايي چې په‎دې ولایت کې د معتادینو شمېر ورځ تر بلې ډېرېږي، نو ځکه دوی ته هره ورځ ډېری کسان د علاج لپاره مراجعه کوي.

ښاغلي میاخېل زیاته کړه:

"موږ د ورځې د څلورو معتادینو علاج کوو، خو ۶ نور بیا بستري کېدو ته منتظر وي. له دې څخه ښکارېږي چې د تېرو دوو کلونو په پرتله سږکال په کندز کې د معتادینو شمېر ډېر شوی دی."

په‎دې ولایت کې د مدني ټولنو مشر عنایت خلیق بیا د نشه یانو د زیاتوالي ستر لامل مخدره موادو ته اسانه لاسرسی او د نشه يي موادو د پلورونکو په نیولو کې د پولیس بې غوري بولي.

دی وايي:

"د کندز په ښار کې مخدره مواد خرڅېږي او رانيول کېږي، د ښار په هرځای کې نشه يي مواد د پرچون په بڼه موندل کېږي، که څوک وغواړي په اسانۍ سره یې موندلای شي."

په ورته وخت کې د دې ولایت یو شمېر نشه یان هم وايي چې دوی په ډېره اسانۍ مخدره مواد ترلاسه کوي، ځکه د دې ولايت پولیس د نشه يي موادو له خرڅوونکو سره لاس لري.

شمس الله چې له څو کلونو راهیسې نشه کوي وايي:

"دلته د نشه يي موادو خرڅوونکي شته، د حوزې په کوڅه کې درې څلور کورونه دي چې نشه يي مواد خرڅوي. له نورو ځایونو څخه یې هم اخلو. تر دورې لاندې هم شته، له شیخ صبور سیمې څخه یې هم اخلو. تر بالاحصار لاندې هم خرڅېږي، باالاخره په هرځای کې نشه يي مواد موندل کېږي."

خو د کندز ولایت د امنیې قوماندانۍ له مخدره موادو سره د مبارزې مدیریت مرستیال عبدالحمید حمیدي بیا دا ردوي چې ګواکې پولیس دې د مخدره موادو له خرڅوونکو سره لاس ولري.

عبدالحمید حمیدي
عبدالحمید حمیدي

دی وايي:

"موږ تېر کال د مخدره موادو ۱۰۱ خرڅوونکي نیولي او عدلي او قضايي ادارو ته مو معرفي کړي دي. د روان شمسي کال په ۶ میاشتو کې مو هم ۲۵ کسان نیولي او څارنوالۍ ته مو معرفي کړي دي."

مدني فعالان وايي چې په کندز کې د جګړې او نا امنیو پراخېدل، د کار نشتوالی، اقتصادي ستونزې، مخدره موادو ته اسانه لاسرسی او په غیرقانونې ډول نورو هېوادونو ته مهاجرتونه هغه لاملونه دي چې په دې ولایت کې یې د معتادینو شمېر ډېر کړی دی.

راپور: اجمل آرین،کندز

دا راپور په غږیزه بڼه هم اورېدلی شئ:

هيله ده انتظار وکړئ

No media source currently available

0:00 0:03:39 0:00
مستقیم لېنک

XS
SM
MD
LG