د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۱۰:۵۵

صدیق: افغانۍ لاهم د ګاونډیو هېوادونو د پولي واحد په پرتله خپل ارزښت ساتلی


د افغانستان بانک رئيس پر ایران د امریکا وروستي بندیزونه او دغه هېواد ته د ډالرو قاچاق په افغانستان کې د ډالرو د بیو د لوړېدو لامل بولي.

که څه هم د بهرنیو اسعارو په ځانګړي ډول ډالرو په بدل کې د افغانیو د بیو د راټيټېدلو په اړه بېلابېلې اندېښنې موجودې دي، خو د افغانستان بانک رئیس خلیل صدیق وايي، افغانۍ لا هم د ګاونډیو هېوادونو د پولي واحد په پرتله خپل ارزښت ساتلی دی.

خلیل صدیق د سې شنبې په ورځ «۱۳۹۷ کال د وږې ۲۷» د مشرانو جرګې په عمومي ناسته کې وویل چې د ډالرو بیه په‎دې وروستیو کې ځکه لوړه شوه چې پر ایران د امریکا له لوري بندیزونه ولګول شول او دغه هېواد ته له افغانستانه د ډالرو قاچاق پیل شو.

د افغانستان بانک رئیس خلیل صدیق
د افغانستان بانک رئیس خلیل صدیق

نوموړی وايي:

"په تېرو دوو میاشتو کې کوم فشارونه چې پر افغانۍ راغلي هغه مهال وو چې امریکا پر ایران بندیزونه ولګول او له اټمي تړونه بهر شو، تاسې ته معلومه ده چې موږ له ایران سره نږدې سوداګریزې اړېکې لرو او نږدې تر دوه میلیارده ډالرو واردات لرو، نو که تاسې وغواړئ یا ونه‌غواړئ پر ایران بندیزونه به پر افغانستان هم خپلې اغېزې ولري او نه‎شو کولای چې له دغه کړکېچه ځان خوندي کړو، خو دایمي حل‎لاره یې د امینت ټينګښت، ثبات او د خلکو د اعتماد راخپلول دي."

نوموړي وویل، ایران ته د ډالرو د قاچاق د مخنیوي لپاره امنیتي ادارو ورته ډاډ ورکړی چې د مخنیوي لپاره به‎یې جدي ګامونه واخلي.

ښاغلی صدیق وايي، د افغانستان بانک د نرخونو د ثبات لپاره لیلام ترسره کوي او د وارداتي انفلاسیون مخه نیسي.

دا په‎داسې حال کې ده چې تېره اوونۍ یو ډالر د افغانیو پر وړاندې له ۷۴ نه تر ۷۷ افغانیو پورې پورته شو، خو اوس‌مهال له ۷۵ افغانیو سره بدلېږي.

د افغانیو پر وړاندې د ډالرو د بیې لوړېدل کومه نوې خبره نه‎ده، بلکې په وروستیو څو میاشتو کې د افغانیو پر وړاندې د ډالرو ارزښت په بې‌ساري توګه لوړ شوی او په ځانګړي ډول د ملي یووالي د حکومت له جوړېدو وروسته له ۵۵ افغانیو نه تر ۷۷ پورې پورته شوی دی.

د ډالرو د بیې لوړېدو د ډېرو سناتورانو اندېښنې راپارولې دي.

سناتور ګل احمد عظیمي وايي، تر اوسه داسې یو سیستم نه‎دی رامنځته شوی چې پولي ثبات کنټرول کړي.

عظیمي زیاته کړه:

"واقعاً د ډالرو ارزښت د افغانیو په مقابل کې د افغانستان خلکو ته یو ټکان ورکړ، پنځه یا څلور افغانۍ ډېره غټه ستونزه خلکو ته جوړوي، تاسې د یو ښوونکي یا د حکومتي مأمور معاش په پام کې ونیسئ دا یوه غټه ستونزه ده، خو د نورو عواملو تر څنګ یو عمده لامل دا دی چې تر اوسه د پولي ثبات د کنټرول لپاره سیستم نه‎دی رامنځته شوی."

له دې سره د اقتصادي چارو کارپوه داوود نیازی وايي، له اقتصادي فکټورونو ورهاخوا سیاسي موضوعاتو هم د افغانیو پر نرخ منفي اغېز کړی دی.

ښاغلی نیازی وايي، د دې لپاره چې د افغانیو ټیټه بیه د خلکو په اقتصاد او ورځنیو چارو ناوړه اغېز ونه‎کړي باید کورني تولیدات ډېر او واردات کم شي.

دی وايي، که دا ارزښت ونه‌ساتل شي د بې‌وزلۍ د کچې لوړېدو او د پیسو پړسوب ته زمینه برابرېږي.

راپور: ناجیه ساپۍ

XS
SM
MD
LG