د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۸:۴۷

د برښنا وزارت: خلک او قومي مخور مو د برښنا د مزو ساتلو ته لېوال کړي


د افغانستان د اوبو او برښنا وزارت وايي، برښنا سربېره پر حکومت د ټول ملت مهمه اړتیا ده او دوی توانېدلي چې خلک او قومي مخور لېواله کړي چې د برښنا د مزو په ساتلو کې برخه واخلي.

دغه وزارت وایي، برښنا د خلکو، حکومت او هېواد د اړتیاوو د پوره کولو، سوکالۍ، پراختیا او پرمختګ یو عمده لامل دی او هڅې شوي چې د ستنو او مزو په ساتلو کې یې د امنیتي ځواکونو تر څنګ، عام خلک، قومي مخور او د خلکو شوراګانې برخه واخلي.

د اوبو او برښنا سرپرست وزیر محمد ګل خلمي وايي، تر اوسه چې په بغلان، کندز او ځینو نورو ولایتونو کې د وسله‌والو مخالفینو له‌خوا د برښنا ستنې ړنګې او یا يې مزي پرې شوي دي، د سیمو د اوسېدونکو، قومي مشرانو او د خلکو د شوراګانو له لارې توانېدلي چې د برښنا جریان بېرته فعال کړي.

دی وایي:

"برښنا عامه خدمات دي، له نېکه مرغه موږ د سپین ږیرو، د سیمې د اوسېدونکو او مخورو له لارې تر نننه توانېدلي یوو، کومې ستونزې چې د برښنا په شبکو کې رامنځته کېږی، حل‌یې کړو، په بغلان او کندز کې چې په دې اړه د مخالفینو له لوري ستونزې رامنځته شوې، د سیمې د خلکو په مرسته مو حل کړې او ښه غوره لاره‌یې هم همدا ده."

دا خبره د اوبو او برښنا سرپرست وزیر محمد ګل خلمي د دوشنبې په ورځ «۱۳۹۷ کال د وږې ۱۹» د مزار شریف د ښار دننه د برښنا د سیستم د اصلاح او تخنیکي ستونزو د هوارولو په هدف، له یوې خصوصي کمپنۍ سره د دغې پروژې د تړون د لاسلیک کولو پر مهال په کابل کې وکړه او ویې‌ویل چې د هېواد په بېلابېلو ولایتونو او په تېره په شمال کې د برښنا د ستنو او مزو په ساتلو کې امنیتي ځواکونو او قومي مشرانو د پام وړ برخه اخیستې ده.

د یادونې ده چې په کندز او بغلان کې د افغان ځواکونو د عملیاتو او له وسله‌والو مخالفینو سره د جګړو پر مهال، څو ځلې د وسله‌والو مخالفینو له‌خوا د برښنا ستنې غورځول شوي او مزې یې پرې شوي چې تر لنډ وخت بېرته د اړوندو حکومتي ارګانونو له‌خوا رغول شوي دي.

افغان پانګه‌وال وايي، د برښنا نشتوالی د کورنيو تولیداتو د کموالي، د بې‌کارۍ د زیاتوالي او په مجموع کې د اقتصادي ودې د مخنیوي لامل ګرځي.

د دغو پانګه‌والو له ډلې رحم‌الدین حاجي اغا له ازادي راډیو سره په خبرو کې پر ټولو افغانانو غږ وکړ چې د برښنا د ستنو او مزو په ساتلو کې مرسته وکړي،

نوموړي زیاته کړه:

"د افغان حکومت له وسله‌والو مخالفیو وروڼو هم هیله کوو چې کوم زیان چې خلکو، پانګه‌والو او سوداګرو ته رسېږي، زما په فکر دا د ټولو په زیان تمامېږي، د دې له امله خلک هم متنفر کېږي، له هغو هیله ده چې عام‌المنفعه پروژو ته ځانګړی پام وکړي."

که څه هم په افغانستان کې دننه د کورنۍ برښنا د تولید او د بندونو د جوړولو او رغولو لپاره په دې وروستیو کې هڅې شوي، خو دا مهال د دغه هېواد ۸۰ فیصده برښنا له ترکمنستان، ازبکستان، تاجکستان او ایران څخه راوارېږدي.

د اوبو او برښنا وزارت دا هم وايي، په مجموع کې د افغانستان کورنۍ او وارداتي برښنا د سیستمونو د نیمګړتیاوو او ناامنیو له امله ۳۰ فیصده ضایعات لري.

راپور: خان محمد سیند

XS
SM
MD
LG