د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۹:۵۸

پولیس: هغه کسان نیسو چې د شهید اوونۍ د پیل په ورځ‌یې ګډوډي جوړه کړې وه


کابل پرون یکشنبه یوه ناکراره ورځ تېره کړه.

د کابل پولیس وايي، د شهید اوونۍ د پيل په مناسبت لسګونه کسان په خپلو موټرو کې چې بېلابېل رنګونه‌یې ورکړي وو، سړکونو ته ووتل او ځینو یې هوايي ډزې وکړې چې ۱۳ ملکیان‌یې ټپیان کړل.

د کابل امنیه قوماندانۍ ویاند حشمت‌الله ستانکزي ازادي راډیو ته وویل چې د ګډوډیو جوړونکي په نښه شوي او په راتلونکو ورځو کې به ونیول شي.

دی وايي:

"د دوی په وړاندې له جدیت کار واخیستل شو، خو متأسفانه په هغه توګه چې لازمه وه کنټرول ځکه ونه‌شو چې امنیتي ځواکونو نه‌غوښتل چې تاوتریخوالی زیات شي. د دوی ډېری کسان پېژندل شوي دي. د دوی د موټرو نمبر پلېټونه اخیستل شوي او په راتلونکو ورځو کې به دوی په انفرادي ډول باندې د عملیاتو په ترڅ کې ونیول شي."

د کابل امنیه قوماندانۍ ویاند حشمت‌الله ستانکزی
د کابل امنیه قوماندانۍ ویاند حشمت‌الله ستانکزی

د ښاغلي ستانکزي په خبره د خلکو د شکایتونو د زیاتېدو په خاطر د یکشنبې په ورځ هم امنیتي ځواکونه لاس په کار شول او لسګونه کسان‌یې له وسلو او موټرو سره ونیول.

ستانکزي زیاته کړه:

"د دې لپاره چې تشنج او تاوتریخوالی زیات نه‎شي زموږ امنیتي ځواکونو له خورا حوصلې کار واخیست، خو د کابل ښاریانو نیوکې زیاتې شوې. بالاخره دوی «امنیتي ځواکونه» لاس په کار شول او د کابل ښار له بېلابېلو سیمو یې ۱۱۰ تنه او یا هم هغه کسان چې عامه نظم‌یې اخلال کړی و، ونیول. له دوی سره څه باندې ۲۰ میله وسلې او ۳۰ عرادې موټر هم نیول شوي. دوی ټول د کابل په ګارنېزیون کې تر څار او بند لاندې وو."

خو د دغو کسانو د نیول کېدو په غبرګون ځیني نور بیا پرون ماښام د کابل ګارنېزیون مخې ته ټول شوي وو.

د دغو کسانو له ډلې حسیب غبار، هارون متعرف او فهیم فطرت په خپلو فېس‌بوکونو شېبه په شېبه د کسانو د خوشې کولو لپاره ټینګار درلود.

کابل پرون یکشنبه یوه ناکراره ورځ تېره کړه
کابل پرون یکشنبه یوه ناکراره ورځ تېره کړه

حسیب غبار ازادي راډیو ته وویل چې بې له هېڅ دلیله‌یې ملګري نیول شوي دي.

ده زیاته کړه:

"تر وروستیو شېبو هم د «د کاروان د غړو» نیول کېدو علت معلوم نه‎شو. فکر کوم دوی «د کاروان غړي» د ځینو مشخصو کړیو له‎خوا نیول شوي، خو بیا د هغو خبرو او مشورو په نتیجه کې چې موږ د کورنیو چارو له وزارت او د کابل د ګارنېزیون قوماندانۍ سره لرل هغوی دا ځوانان د شپې له اووه نیمو بجو وروسته خوشې کړل او خپلو کورونو ته ستانه شول."

د کابل امنیه قومانداني بیا وايي چې د دغو کسانو د خوشې کولو لپاره پرېکړه نه‎ده شوې.

د شهید اوونۍ د پیل په مناسبت سړکونو ته راوتلو اکثرو ځوانانو د وژل شوي پخواني جهادي قوماندان احمد شاه مسعود عکسونه او د مجاهدینو د حکومت د دورې بیرغونه په موټرو ځړولي وو.

خو له احمد شاه مسعود سره ډېرو نږدې پاتې شویو کسانو د شهید د اوونۍ په مناسبت د ګډوډویو او کاروانونو له جوړولو سره مخالفت کړی.

له دې ډلې د ملي امنیت پخواني رئیس او د زرغون بهیر مشر امرالله صالح په خپله فېس‌بوک پاڼه لیکلي:

"د وسلې پورته کول یوازې د افغان سرتېري حق دی او د شهید د اوونۍ په نوم د بې‌نظمۍ رامنځته کول د افغانانو د مبارزو اهدافو ته زیان رسول دي."

د احمد شاه مسعود یوازېني زوی احمد مسعود هم په خپله فېس‌بوک پاڼه لیکلي:

"د خلکو ځورونه، ګډوډي او هر هغه څه چې د خلکو د نا ارامۍ سبب شي د ملي اتل او نورو شهیدانو له ارمانونو او ارزښتونو سره په ټکر کې دي."

راپور: صفي‎الله ستانکزی

XS
SM
MD
LG