د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۱۱:۱۹

کومو عواملو د ډالر په وړاندې د افغانۍ ارزښت ټيټ کړی؟


د افغانستان بانک رئیس وايي، د هېواد روان اقتصادي وضعیت ته په پام سره دا ګرانه ده چې وویل شي، د افغانۍ ارزښت به با ثباته شي.

د افغانستان بانک رئیس وايي، مختلف اقتصادي عوامل دي چې په نتیجه کې يې د ډالرو پر وړاندې د افغانۍ ارزښت کم شوی دی.

خلیل صدیق له ازادي راډیو سره په مرکه کې وویل، د افغانستان نا پایداره اقتصادي وده، د صادراتو اندازه او په سیمه کې روان سیاسي او اقتصادي حالت د دې سبب شوي چې د ډالر پر وړاندې د افغانۍ ارزښت ټیټ شي.

خلیل صدیق
خلیل صدیق

نوموړي زیاته کړه:

"د یوه هېواد د تولید سطحه او اقتصادي وده او د سوداګرۍ د بلانس وضعیت د پولي واحد د باثباته پاتې کېدو لپاره مهم دي، هر څومره چې د یوه هېواد د سوداګرۍ کسر محدود وي، هومره يې پولي واحد باثباته پاتې کېږي."

د افغانستان بانګ رئيس خلیل صدیق وویل، د افغانستان اقتصادي وضعیت ډېر ټیټ دی او همدې ته په پام سره دا ډېره ګرانه ده چې د افغانۍ د باثباته پاتې کېدو خبره وشي.

د نوموړي په وینا، افغانستان له بده مرغه ډېر لوی مالي کسر لري چې دا د افغانۍ د با ثباته کېدو مخه نیسي.

د افغانستان بانک رئیس پر ایران د امریکا اقتصادي بندیزونو ته په اشارې وویل چې بې له شکه چې په سیمه کې دا وضعیت د افغانستان پر اقتصاد او د ډالر پر ارزښت اغېز کوي.

خو د ښاغلي صدیق په خبره، د افغانۍ په مقایسه ایراني ریال او پاکستانۍ کلدارې خپل ارزښت زیات بایللی دی.

نوموړي وویل، که څه هم د افغانۍ ارزښت ټیټ شوی، خو په اسعارو کې دومره بدلون د عامو خلکو پر ژوند کوم مستقیم تاثیر نه لري.

د افغانستان بانک رئیس د افغانۍ د باثباته پاتې کېدو لپاره د پاکستانۍ کلدارو د استعمال د مخنیوي لپاره، د جنوب او ختیځو ولایتونو د مقاماتو او مدني فعالانو هڅې ستایلي او په خبره يې چې دې هڅو ډېر مثبت اغېز لرلی دی.

د افغانستان بانګ رئیس په داسې وخت کې د افغانۍ د ارزښت او د هغې مخته د پرتو ستونزو په اړه څرګندونې کړي چې د کابل د اسعارو د تبادلې په بازارونو کې یو ډالر په ۷۴ افغانۍ تبادله کېږي.

XS
SM
MD
LG