د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۵۳

واشنګټن پُسټ: که امریکا له افغانستانه ووځي دغه هېواد به سقوط وکړي


  • ټایم مجلې

ټایم مجلې د افغانستان په اړه په خپله اخري ګڼه کې یوه مقاله خپره کړې ده چې وايي امریکایي ځواکونو په افغانستان کې د داعش ډلې پر خپل سر اعلان شوی مشر وژلی دی.

مقاله لیکي چې د اګسټ مياشتې په ۲۵مه نېټه په ننګرهار ولايت کې امریکايي ځواکونو ابو سعد اورکزی په نښه کړ.

دا د داعش درېيم مشر دی چې د ۲۰۱۶م کال د جولای میاشتې راهیسې په افغانستان کې د امریکايي ځواکونو په عملیاتو کې وژل کېږي.

د افغانستان ملي امنیت ادارې مخکې د افغان او امریکايي ځواکونو په ځمکنیو او هوايي عملیاتو کې د اورکزي د وژل کېدو خبر ورکړی و.
د افغانستان ملي امنیت ادارې مخکې د افغان او امریکايي ځواکونو په ځمکنیو او هوايي عملیاتو کې د اورکزي د وژل کېدو خبر ورکړی و.

مقاله يادونه کوي چې اورکزی د ابو سعد ارهابي په نوم هم مشهوره وو او ويل کېدل چې دی د ۲۰ زره کسيزه ځواک مشر وو.

د افغانستان ملي امنیت ادارې مخکې د افغان او امریکايي ځواکونو په ځمکنیو او هوايي عملیاتو کې د اورکزي او ۱۰ نورو کسانو د وژل کېدو خبر ورکړی و، خو د امریکا پوځ دا خبر د يکشنبې په ورځ تأييد کړ.

تر اورکزي مخکې په افغانستان کې د داعش سخت دريځې ډلې مشري عبدالحسيب کوله چې تېر کال ووژل شو او شااوخوا نهه مياشتې وروسته امریکا په يوه هوايي بريد کې د دغه ډلې د مخکېني مشر حافظ سعيد وژنه تأييد کړه.

  • نيوز ويک مجله

نيوز ويک مجلې هم همدې موضوع ته کتلي.

مجلې ليکلي چې د امریکا دفاع وزارت تأييد کړې چې د اسلامي دولت يا داعش سخت دریځې ډلې مشر ابو سعد اورکزی وژل شوی دی.

نيوز ويک مجله: د امریکا دفاع وزارت تأييد کړې چې د اسلامي دولت يا داعش ډلې مشر ابو سعد اورکزی وژل شوی دی.

​د پنټاګون تر اعلان یوه اوونۍ مخکې افغان او امريکايي چارواکو ويلي وو چې په ننګرهار ولايت کې يې د داعش دغه مشر هدف ګرځولی دی.

د امريکا دفاع وزارت تر اعلان یوه ورځ مخکې په افغانستان کې د ناټو غوڅ ملاتړ مأموریت مشرتابه تغيير وکړ او جنرال سکاټ مېلر د دغو ځواکونو د نوي مشر په توګه د جنرال جان نېکلسن ځای ناستی شو.

  • واشنګټن پُسټ

امريکایي ورځپاڼې واشنګټن پُسټ په افغانستان کې د ناټو د غوڅ ملاتړ مأموریت د مشرتابه تغيير ته کتلي دي.

د دې ورځپاڼې په مقاله کې راغلي چې جنرال مېلر په داسې حال کې په افغانستان کې د ناټو د غوڅ ملاتړ مأموریت مشر وګومارل شو چې په دغه هېواد کې د امریکايي ځواکونو د راتلونکي په اړه پوښتنې شته.

جنرال مېلر استدلال کوي چې امریکا د امریکايانو د خونديتوب په خاطر بايد په افغانستان کې پاتې شي.
جنرال مېلر استدلال کوي چې امریکا د امریکايانو د خونديتوب په خاطر بايد په افغانستان کې پاتې شي.

​مقاله وايي، مېلر به د مخکېنیو مشرانو غوندې استدلال کوي چې امریکا د امریکايانو د خونديتوب په خاطر بايد په افغانستان کې پاتې شي.

په مقاله کې راغلي چې د امریکا ولسمشر ډونالد ټرمپ ته به سخته وي چې د دې استدلال پر وړاندي مقاومت وکړي، ځکه په افغانستان کې د امریکا د مخکېني ډیپلومات جېمز دابنز په وينا، که امریکا له افغانستانه ووځي، هغه پوښتنه چې د ټرمپ سلاکاران‌يې له هغه پوښتي دا ده چې دغه هېواد به سقوط وکړي او پړه‌يې د ده پر غاړه اچوي.

XS
SM
MD
LG