د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۱۱:۱۴

کورنیو چارو وزارت: شمال کې ګاونډیو هېوادو سره د نشه يي توکو د قاچاق ستونزه لرو


د تخار ولایت محلي چارواکو د تېرې یکشنبې په ورځ د دې ولایت درقد ولسوالۍ ته نژدې له تاجکستان سره د ګډې پولې پر صفري کرښه باندې د تاجکستان یا روسیې د جنګي الوتکو د بمبارۍ خبر ورکړ.

محلي چارواکي وايي چې دا هغه سیمې دي چې هلته د نشه‎يي موادو قاچاق کوونکي اوسېږي.

د افغانستان د کورنیو چارو وزارت د افغانستان او تاجکستان پر ګډه پوله د نشه‎يي موادو د قاچاقو په اړه وايي چې په ځينو سرحدي سيمو کې له نشه‎يي موادو سره د مبارزې په برخه کې ګڼ شمېر ستونزې شته.

د کورنیو چارو وزارت ویاند نجیب دانش د افغانستان په شمال کې له ځینو ګاونډیو هېوادونو سره پر ګډه پوله د نشه‎يي موادو د قاچاق ستونزه مني، خو زياتوي چې افغان ځواکونه، په ځانګړي توګه له نشه‎يي موادو سره د مبارزې ځانګړي پولیس تل په‎دې سیمو کې د مافیايي ډلو او نشه‎يي موادو د قاچاق کوونکو پر ضد عملیات کوي.

ښاغلی دانش زیاتوي، افغان امنيتي ځواکونو یوازې په روان کال کې په‎دې سیمو کې لسګونو ټنه نشه‎يي مواد او قاچاق کوونکي نیولي دي.

د کورنیو چارو وزارت ویاند نجیب دانش
د کورنیو چارو وزارت ویاند نجیب دانش

دانش وايي:

"له نشه‎يي موادو سره د مبارزې معینیت د کورنیو چارو وزارت په چوکاټ کې فعالیت کوي. دا معینت شپه او ورځ په هېواد کې دننه او سرحدونو باندې د نشه‎يي موادو او قاچاق کوونکو پر خلاف فعالیت کوي. داسې لسګونو پېښې شته چې افغان ځواکونو قاچاق کوونکي له نشه‎يي موادو سره یوځای نیولي دي. هغه هېوادونه چې موږ ګډه پوله ورسره لرو، طبيعي خبره ده چې هلته ستونزې شته."

د افغانستان له نشه‎يي موادو سره د مبارزې وزارت وايي چې د سیمې هېوادونه له نشه‎يي موادو سره د مبارزې په برخه کې لازمه همکاري نه‎کوي.

دا وزارت له همدې امله غوښتنه کوي چې دا هېوادونه باید له افغانستان سره د دوه اړخېزو تعهداتو د عملي کولو ترڅنګ په نړیوالو کنوانیسیونونو کې هم پر خپلو ژمنو ودرېږي، څو افغانستان ته د کیمیاوي موادو د ټرانزیټ مخه ونيول شي.

په افغانستان کې د ناټو پخوانی مشاور او سیاسي کارپوه محمد شفیق همدم له نشه‎یي موادو سره د مبارزې په برخه کې د مرکزي اسیا هېوادونه له دې امله پړ بولي چې د نشه‎يي موادو پرضد مبارزې په برخه کې له افغانستان سره لازمه همکاري نه‎کوي.

دی زياتوي چې د امریکا متحده ایالتونه او ناټو د مرکزي اسيا هېوادونو، په ځانګړي توګه تاجکستان ته له نشه‎يي موادو سره د مبارزې لپاره په کال کې لسګونه میلیونه ډالر ورکوي.

د ښاغلي همدم په باور د مافیايي ډلو ترڅنګ د مرکزي اسیا ځیني سیاستوال هم د نشه‎يي موادو په قاچاقو کې لاس لري.

د ناټو پخوانی مشاور او سیاسي کارپوه محمد شفیق همدم
د ناټو پخوانی مشاور او سیاسي کارپوه محمد شفیق همدم

همدم وايي:

"یوازې د امریکا متحده ایالتونو په تېرو څو کلونو کې له تاجکستان سره دوه سوه میلیونه ډالر مرسته کړې ده. دغه ډول ناټو او اروپايي اتحادیې هم له مرکزي آسیا څخه اروپا ته د نشه‎يي موادو د قاچاق د مخنیوي په برخه کې مرسته کړې ده، خو تر اوسه تاجکستان د قاچاقو د مخنیوي په برخه کې خپلې ژمنې نه دې عملي کړې او په‎دې برخه کې ناکام دی، ځکه چې د تاجکستان سیاستوال د نشه‎يي موادو په قاچاقو خپله لاس لري. په ورته وخت کې د تاجکستان د عایداتو درېیمه برخه د نشه‎یي موادو له قاچاقو څخه تر لاسه کېږي."

تاجکستان له افغانستان سره ۱۴۰۰کیلومټره ګډه پوله لري. د محلي چارواکو په خبره تخار ولایت د خلکو د تګ راتګ، د وسلو د انتقال او دواړو هېوادونو تر منځ د نشه‎يي او کېمیاوي موادو د قاچاقو لاره ده.

د ښاغلي همدم په باور له نشه‎يي موادو سره د مبارزې په برخه کې د طرزالعمل او پياوړي سیاسي ارادې نشتوالی د دې لامل شوی چې بهرنۍ مافیايي ډلې د افغانستان او منځنۍ اسيا هېوادونو تر منځ په اسانۍ سره تګ راتګ وکړي او په نتيجه کې له افغانستانه نشه‎يي مواد لومړی دې هېوادونو او بیا له هغه ځایه اروپا ته قاچاق شي.

راپور: مرسلین ارسلا

دا راپور په غږ کې هم اورېدلی شئ:

هيله ده انتظار وکړئ

No media source currently available

0:00 0:03:22 0:00
مستقیم لېنک

XS
SM
MD
LG