د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۱۰ لیندۍ ۱۴۰۳ کابل ۰۲:۱۳

افغان حکومت له طالبانو سره نوی درې میاشتنی اوربند اعلان کړ


د افغان ولسمشر د اعلان له مخې، له نن دوشنبې د زمري له ۲۹مې تر میلاد نبي پورې چې د عقرب ۲۹مه به وي، له طالبانو سره د افغان حکومت اوربند پیلېږي.

افغان ولسمشر محمد اشرف غني له طالبانو سره نوی درې میاشتنی اوربند اعلان کړ.

ښاغلي غني چې پرون یکشنبه «۱۳۹۷ کال د زمري ۲۸» د افغانستان د خپلواکۍ د بیا ترلاسه کولو د ۹۹مې کلیزې په مناسبت د کابل په دارالامان ماڼۍ کې خبرې کولې، وویل چې طالبان هم باید اوربند وکړي.

افغان ولسمشر محمد اشرف غني
افغان ولسمشر محمد اشرف غني

ښاغلي غني زیاته کړه:

"یو ځل بیا سر له دوشنبې چې د عرفې ورځ ده، د میلاد نبي تر ورځې په دې شرط چې طالبان هم په دې ښو ورځو کې اوربند اعلان او رعایت کړي او یا تر هر وخته چې طالبان پرې متحد وي، اوربند اعلانوم."

ښاغلي غني وویل، له تېر اوربنده چې د کمکي اختر په ورځو کې وشو، نړیوالې ټولنې، اسلامي هېوادونو، سازمانونو او افغانانو تود هرکلی وکړ او په همدې خاطر یو ځل بیا اوربند کوي.

د امریکا متحده ایالاتو هم د افغان ولسمشر له‌خوا د اوربند له اعلان هرکلی کړی دی.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پامپيو په یوه بیان کې ویلي چې تېر اوربند د جنګ د پای ته رسولو لپاره د افغانانو لېوالتیا په ډاګه کړه او هیله ده چې دا وار اوربند دا هېواد د یوه با ثباته امنیت خوا ته نږدې کړي.

په بیان کې دا هم راغلي چې امریکا او ملګري یې د افغان حکومت له دې نوښته ملاتړ کوي او په طالبانو غږ کوي چې په‌کې برخه واخلي.

مایک پامپيو همداراز ویلي چې امریکا چمتو ده، څو د افغان حکومت او طالبانو د مستقیمو خبرو لپاره اسانتیاوې برابرې کړي، ملاتړ ترې وکړي او په‌کې برخه واخلي.

اخوا د ناټو سرمنشي ینس سټولټنبرګ د افغان ولسمشر له‌خوا د اوربند له اعلان هرکلی کړی او له طالبانو یې غوښتي چې افغانانو ته په درناوي اوربند مراعات کړي.

په تېرو ۱۷ کلونو کې په رسمي توګه د افغان جګړې دوو اصلي ښکېلو خواوو افغان حکومت او طالبانو اوربند نه‌و اعلان کړی، خو د تېر اختر په درېیو ورځو کې په ټول هېواد کې دوه اړخیز اوربند وشو.

تر اوربند وروسته طالبانو خپل جنګ پيل کړ او له شمال تر جنوبه‌یې په ګڼو سیمو کې پر افغان پوځیانو بریدونه وکړل.

د غزني پر ښار ډله‌ییز برید او د سلګونه کسانو وژل کېدل، په فاریاب کې روان جنګ او په بغلان کې د افغان پوځیانو وژنه تر کمکي اختر راوروسته د طالبانو له‌خوا د رامنځته شویو نا امنیو او بریدونو تر ټولو لویې بېلګې شمېرل کېږي.

د افغانستان د خپلواکۍ د بیا ترلاسه کولو د ۹۹مې کلیزې په مناسبت په دارالامان ماڼۍ کې جوړو شویو مراسمو ته اجرائیه رئیس عبدالله عبدالله هم خبرې وکړې او د طالبانو همدا بریدونه‌یې یاد کړل.

ښاغلي عبدالله وویل چې د حکومت اوربند به د طالبانو له‌خوا هم د اوربند په صورت کې وي او تر څنګ به‌یې افغان پوځیان دفاع ته هم چمتو ولاړ وي.

د افغان حکومت اجرائیه رئیس عبدالله عبدالله
د افغان حکومت اجرائیه رئیس عبدالله عبدالله

ښاغلي عبدالله وویل:

"که مقابل لوری چې په جنګ کې دی، هغوی هم اوربند مراعات کړي، اوربند کوو، خو که‌یې مراعات نه‌کړي، متأسفانه اوربند خپله معنی له لاسه ورکوي، خو په عین حال کې له دې وطن او د ملي یووالي د ټینګښت د دفاع لپاره زموږ د امنیتي او دفاعي ځواکونو چمتووالی به زموږ د هېواد د ښې راتلونکې ضامن وي."

که څه هم اوس د لوی اختر په مناسبت افغان حکومت درې میاشتنی اوربند اعلان کړ، خو د طالبانو ډلې تر اوسه په دې اړه خپل دریځ نه‌دی روښانه کړی.

د دې ډلې مشر ملا هبت‌الله د شنبې په ورځ په یوه اعلامیه کې د اوربند د منلو یا نه‌منلو په اړه څه نه‌دي ویلي، خو له امریکا سره‌یې د سولې په خبرو ټینګار کړی دی.

د طالبانو مشر داسې وخت له امریکا سره د خبرو چمتووالی ښودلی چې طالب استازو په جولای میاشت کې د امریکا د بهرنیو چارو وزارت له مرستیالې الېس ولز سره خبرې کړې وې.

راپور: صفي‌الله ستانکزی

XS
SM
MD
LG