د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۹:۱۲

په کندهار کې د بلک هاک ۱۷ پيلوټان او نښه ویشتونکي فارغ شول


له درې مياشتنيو پوځي زده‌کړو وروسته په جنوب کې د نړيوالو ځواکونو له لوري د بلک هاک پوځي الوتکو روزل شوي نهه پيلوټان او اته نښه ويشتونکي تازه د جګړې کرښو ته ستنېږي.

د افغان هوایي ځواک دغه تازه روزل شوي پيلوټان وایي چې د دوی د مأموريت عمده برخه به په جنوب کې د افغان ځمکنیو ځواکونو پر هوایي ملاتړ ورټوله وي.

په عین وخت کې په جنوب کې د نړيوالو ځواکونو د هوایي عملياتو مرستيال ډګروال کرسټوپر وایي، افغان هوایي ځواکونه توانېدلي چې په تېرو څو مياشتو کې د جګړې پر مهال د بلک هاک الوتکو په مرسته سلګونه پوځيان د جګړې کرښو ته ولېږدوي او د ځمکنیو ځواکونو د ملاتړ په هدف اکمالاتي پروازونه ترسره کړي.

د کرسټوپر په خبره، د افغان هوایي ځواکونو فعاليتونه زيات شوي او اغېز یې د جګړې په ليکو کې زياتېدونکی دی.

نوموړي وویل:

"افغان هوایي ځواکونو ته له حالاتو سره سم روزنه ورکول شوې او دوی توانېدلي چې په جنوبي حوزه کې د افغان پوځيانو د انتقال په برخه کې ۷۰۰ پروازونه او د ۶۱ زره پونډه په اندازه اکمالات ترسره کړي، د افغان هوایي ځواکونو شمېر چې څومره زیاتېږی، هغومره‌یې مسؤليتونه او اغېز هم ډېرېږي."

په ورته وخت کې د افغانستان په جنوب کې د افغان هوایي ځواکونو د لوا قوماندان جنرال رازق شیرزی وایي، د افغان هوایي ځواکونو ظرفيتونه د پخوا په پرتله لوړ شوي او اوس له نړيوالو ځواکونو سره په همغږۍ په هوایي عملياتو کې برخه اخلي.

تر دې مهاله د امريکا متحده ايالاتو له لوري افغان هوایي ځواکونو ته ۲۰ بلک هاک الوتکې ورکول شوي او لسګونه پيلوټان او عملياتي مأمورين په افغانستان، امريکا متحده ايالاتو او چک جمهوریت کې روزل شوي دي.

امریکا ویلي چې د ۲۰۲۴ میلادي کال پورې به افغان پوځ ته ۱۵۴ بلک هاک الوتکې وسپاري چې د وسله‌والو پر ضد به په عملياتو کې برخه واخلي.

راپور: صادق رښتینی

XS
SM
MD
LG