د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۳۱ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۰:۵۹

چین غواړي د افغانستان د سولې په بهیر کې رول ولري


د افغانستان د سولي عالي شورا وایي که چینایي چارواکو له افغان طالبانو سره لیدلي وي، نو دا اقدام د سولې بهیر چټک کوي.

تر امریکا متحده ایالاتو او یو شمېر اسلامي هېوادونو راوروسته، اوس چین غواړي د افغانستان د سولې په بهیر کې رول ولري.

د امریکایي ورځپاڼې فایننشل ټایمز په یوه راپور کې راغلي چې دا د افغانستان د سولې د هڅو په لړ کې یو نوی پرمختګ دی.

په راپور کې ویل شوي چې پاکستان له چینایي چارواکو غوښتي چې له افغان طالبانو سره وګوري.

پاکستان له چینایي چارواکو غوښتي چې له افغان طالبانو سره وګوري.
پاکستان له چینایي چارواکو غوښتي چې له افغان طالبانو سره وګوري.

یوه پاکستاني چارواکي له ورځپاڼې سره د خبرو پر مهال ویلي چې پیکېنګ غواړي د افغانستان د ۱۷ کلن بحران د هواري په برخه کې رول ولري.

فایننشل ټایمز: پیکېنګ غواړي د افغانستان د ۱۷ کلن بحران د هواري په برخه کې رول ولري.

​د دغه پاکستاني چارواکي نوم نه‌دی اخیستل شوی، خو هغه فایننشل ټایمز ته ویلي چې چین غواړي د افغانانو په مشرۍ او مالکیت د هر ډول خبرو اترو په هڅو کې برخه واخلي.

د افغانستان د سولي عالي شورا سره له دې چې د دغې لیدنې په اړه بې‌خبري ښیي، خو د افغانستان د سولې په برخه کې د هر هېواد د هڅو ملاتړ کوي.

د افغانستان د سولې عالي شورا ویاند سید احسان طاهري
د افغانستان د سولې عالي شورا ویاند سید احسان طاهري

د دغې شورا ویاند سید احسان طاهري تېر ماښام ازادي راډیو ته وویل چې که داسې لیدنه شوې وي، دا د افغانستان د سولې هڅې ګړندۍ کوي.

ښاغلی طاهري زیاتوي:

"چین د یوه ګاونډي، د افغانستان د ستراتېژیک ملګري او د افغانانو په مشرۍ او مالکیت د سولې بهیر د یوه ملاتړي هېواد په توګه پرته له شکه په سیاسي او پوځي برخه کې زموږ پر ګاونډي پاکستان اغېز لرلی شي او کولای شي په دې برخه کې عمده رول ولري. که دغه اړیکې د چین یا طالبانو له‌خوا نیول شوې وي، د افغانستان د سولې بهیر ګړندی کوي."

امریکایي ورځپاڼې فایننشل ټایمز راپور ورکوي چې د تېر کال په اوږدو کې هم چینایي چارواکو څو ځلې په هغه هېواد کې د افغان طالبانو کوربه‌توب کړی دی، خو د هغوی د وروستۍ لیدنې دقیق وخت معلوم نه‌دی.

د چین د بهرنیو چارو وزارت دغه خبرې اترې نه‌دي رد کړي او ویلي یې دي چې پیکېنګ تل د افغانانو په مشرۍ او مالکیت د سولې د هڅو ملاتړ کوي.

تر دې دمخه په دې وروستیو کې امریکایي چارواکو له طالبانو سره لیدلي وو.

د فایننشل ټایمز په خبره په تېرو درېیو میاشتو کې د دوو لورو ترمنځ دوه لیدنې وشوې.

دافغانستان د حکومت اجرائیه رئیس عبدالله عبدالله
دافغانستان د حکومت اجرائیه رئیس عبدالله عبدالله

د افغانستان د حکومت اجرائیه رئیس عبدالله عبدالله هم د دوشنبې په ورځ د وزیرانو شورا په غونډه کې ومنله چې کابل له دغو لیدنو خبر وو.

عبدالله عبدالله: هره ډله چې د افغانستان له دولت سره جنګېږي، دښمن بلل کېږي.

د ښاغلي عبدالله په خبره د افغانستان حکومت خبر دی چې د امریکایي چارواکو او طالبانو ترمنځ خبرو کې له طالبانو سره د افغان دولت د خبرو لپاره زمینه برابرول مطرح شوي او تر هغه ډېر څه نه‌شته.

اجرائیه رئیس طالبانو ته د ځینو سیمو د سپارلو خبر رد کړ او ویې‌ویل چې هره ډله چې د افغانستان له دولت سره جنګېږي، دښمن بلل کېږي.

XS
SM
MD
LG