د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۳:۵۸

د پاکستان نوي حکومت ته د امریکا خبرداری!


د امريکا متحده ايالاتو د بهرنيو چارو وزير د پاکستان نوي حکومت ته د پيسو نړيوال صندوق د مالي مرستې برابرولو په وړاندې خبردارى ورکړ.

پاکستان په پام کې لري چې د پيسو نړيوال صندوق يا «IMF» په دغو مالي مرستو هغو چينايي شرکتونو او اشخاصو ته هم پيسې ورکړي چې ورڅخه پوروړى دى.

د امريکا متحده ايالاتو د بهرنيو چارو وزير مايک پامپيو د دوشنبې په ورځ له «CNBC» ټلوېزيون سره په مرکه کې ويلي چې امريکا په تمه ده، څو د پاکستان له نوي حکومت سره تعامل وکړي چې نوى صدراعظم عمران خان به‌يې تشکيل کړي.

خو ښاغلي پامپيو وويل، دا به منطقي نه‌وي چې پاکستان دې د پيسو نړيوال صندوق له دغو مالي مرستو په استفاده، هغو چينايي وګړو او شرکتونو ته پيسې ورکړي چې پاکستان ورڅخه پوروړى دى.

مایک پامپیو
مایک پامپیو

مايک پامپيو په دې مرکه کې وويل:

"مه خطا وځئ، موږ به هر هغه څه چې د پيسو نړيوال صندوق‌يې ترسره کوي، له نږدې څارو."

د امريکا د بهرنيو چارو وزير وويل، دا به منطقي نه‌وي چې د پيسو نړيوال صندوق يا «IMF» پيسې او ورسره د امريکا هغه ډالر چې د «IMF» د مالي مرستو برخه جوړوي، د چينايي پور ورکوونکو او خپله د چين جېب ته لاړ شي.

فايننشل ټايمز ورځپاڼې د يکشنبې په ورځ راپور ورکړى و چې د پاکستان د مالي چارو عالي رتبه چارواکو نوي ټاکل کېدونکي صدراعظم ته پېشنهاد کړى چې له «IMF» څخه د ١٢ میلیارده ډالرو په ارزښت د مالي مرستې غوښتنه وکړي.

د دغې نړیوالې مالي مؤسسې یوه ویاند ویلي چې تر اوسه په دې اړه د پاکستان له‌خوا له دوى کومه غوښتنه نه‌ده شوې، نه هم پر دې مسئلې له پاکستاني چارواکو سره خبرې شوې دي.

پاکستان له ١٩٨٠ میلادي کال راهيسې د پيسو له نړيوال صندوق څخه ١٤ مالي پروګرامونه ترلاسه کړي دي.

پاکستان هڅه کوي چې د خپل پولي واحد پر سر ولاړ شوى کړکېچ حل کړي او دا د نوي حکومت په وړاندې يو له لويو چنلجونو ګڼل کېږي.

پاکستان چې د چين پنځه میلیارده ډالر پور ورباندې دى، د بهرنیو اسعارو په وړاندې د خپل پولي واحد د ثبات لپاره د نورو یو ميلیارد ډالرو غوښتونکی دی.

XS
SM
MD
LG