د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۷:۲۰

په کابل او ولایتونو کې د ودونو لپاره د مشورو ورکولو مرکزونه فعالېږي


د افغانستان د عامې روغتیا وزارت پرېکړه کړې چې د هېواد په مرکز او ولایتونو کې د ودونو لپاره د مشورو ورکولو مرکزونه فعال کړي.

د عامې روغتیا وزارت وايي، د واده لپاره د نارینه او ښځې فزیکي او بیولوژیکي وړتیا، عمر، کورنی چاپېریال، اقتصادي وضعیت او ښوونه او روزنه هغه ضروري موارد دي چې په پام کې نیولو سره‌يې کورنۍ او ټولنه له ډېرو ناخوالو او ستونزو ژغورل کېدای شي.

په‎دې هدف دې وزارت د چهارشنبې په ورځ «۱۳۹۷ کال د زمري ۰۳» په کابل کې د مور او ماشوم د روغتیا د برخې ولایتي مسؤلینو ته څلور ورځنی روزنیز پروګرام پیل کړ.

د عامې روغتیا وزارت د "امیندوارۍ، مور او ماشوم" د برخې مسؤلې زلیخا انوري وویل، هڅې تېزې شوي چې د کورنیو د تنظیم د پروګرام له لارې د زېږونونو پر مهال په هېواد کې د مور او ماشوم مړینه کمه او کورنۍ ناخوالې له‎منځه لاړې شي.

نوموړې وايي:

"وروستۍ سروې چې په ۲۰۱۵ میلادي کال کې ترسره شوه ويې‌ښوده چې په هېواد کې په هرو یو لکو زېږونونو کې د مور او ماشوم مړینه د ۶۰۰ نه تر ۷۰۰ پورې ده، خو تمه لرو چې د نړۍ د نورو هېوادونو غوندې چې د زېږون پر مهال په‎کې د مور او ماشوم مړینه ۳ یا ۴ ده، دغې اندازې ته ورسېږو."

اغلې انوري وویل، په افغانستان کې څو کاله دمخه د زېږونونو پر مهال د مور او ماشوم د مړینې دغه کچه په هرو یو لکو زېږونونو کې ۱۶۰۰ وه.

د عامې روغتیا وزارت مسؤلینو وویل، د دغه پروګرام په پلي کېدو سره به نه‌یوازې دا چې د نفوسو د زیاتوالي مخه ونیول شي، بلکې د کورنیو د اقتصادي او فرهنګي ستونزو مخنیوی به هم وشي.

دا په‎داسې حال کې ده چې تېره ورځ د افغانستان د اقتصاد وزارت وویل، په هېواد کې د نفوسو زیاتوالي ټولنه له اقتصادي او مدني ستونزو سره مخ کړې ده.

دغه وزارت ویلي، د هېواد کمزوري اقتصاد ته په کتو سره که د هېواد د نفوسو د زیاتوالي مخنیوي ته د کورني تنظیم پروګرامونه پلي نه‎شي، تر ۲۰۵۰ میلادي کال پورې به د هېواد نفوس ۶۰ میلیونو ته پورته او خلک به له سختو اقتصادي او مدني ستونزو سره مخ شي.

افغان ډاکتره نضیهه وايي، د کورني تنظیم د پروګرام پلي کول د ټولنیز او اقتصادي پلوه ګټور دي.

نوموړې زیاته کړه:

"شااوخوا ۳۰ فیصده د مور مړینه او شااوخوا ۱۰ فیصده د ماشوم مړینه کمولی شي. د کورني تنظیم پروګرام او د زېږونونو ترمنځ فاصله ډېره ګټوره ده. موږ ډاکتران‌يې روغتیایي اړخ وینو، خو اقتصادي او ټولنیز هم د هېواد په ګټه دی."

د عامې روغتیا وزارت وايي، له واده دمخه د عامه پوهاوي دغه پروګرام به په لومړي سر کې د هېواد په پنځو او وروسته به‌یې په ټولو ولایتونو کې پیل کړي.

د عامې روغتیا وزارت له کورنیو هم غواړي چې د ځان، اولاد او کورنۍ د ښېګڼو په خاطر، د دغه پروګرام له پلي کولو سره مرسته وکړي.

راپور: خان محمد سیند

XS
SM
MD
LG