د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۷:۱۷

په بلخ کې کوچیان وايي، ښوونځي او روغتیايي مرکزونه نه‌لرو


په بلخ ولایت کې کوچیان د تعلیمي امکاناتو له نشتوالي او روغتیايي مرکزونو ته د نه‎لاسرسي په اړه شکایت کوي.

دې ولایت کې د کوچیانو عمومي ریاست مشر غلام فاروق عبیدي ازادي راډیو سره په خبرو کې ادعا کړې چې د بلخ په ۹ ولسوالیو کې کوچیان مېشت دي، خو له څو کلونو راهیسې ورته هېڅ ډول تعلیمي امکانات نه‎دي مساعد شوي او ماشومان‌یې ښوونځیو ته له تلو محروم شوي دي.

نوموړی وايي:

"ښوونځي نه‎لرو، زموږ ماشومان تعلیمي خدماتو ته لاسرسی نه‎لري، هېڅ ډول پروژه او تعلیمي برنامې د پوهنې ریاست له‎خوا کوچیانو ته نه‎دي تطبیق شوي او زموږ ماشومان بې زده‎کړې لویېږي."

په عین حال کې د بلخ د پوهنې ریاست مشر صبغت‌الله مستقیم وايي، تر هغو چې کوچیان له کوچي حالت څخه راونه‌وځي او په یوې ځانګړې سیمه کې مېشت نه‎شي، دوی نه‎شي کولای کوچیانو ته د زده‎کړې زمینه مساعده کړي.

صبغت‎الله مستقیم په‎دې باب وویل:

"کوچیان په یوه ځای کې مېشت نه‎دي او دا شونې نه‎ده چې هغوی هر ځای چې غواړي کډه شي او موږ ورته په هغه ساحه کې ښوونځی پرانیزو."

د صحي مرکزونو نشتوالی بله ستونزه ده چې د کوچیانو ماشومان او ښځې ورسره لاس او ګرېوان دي، هغوی په لیرو پرتو سیمو کې روغتیايي چوپړتیاو ته لاسرسی نه‎لري او د کوچیانو ریاست مسؤلان یادې موضوع ته د رسیدګۍ په برخه کې د بلخ عامې روغتیا ریاست مسؤلان په بې‌پامۍ تورنوي.

د بلخ د کوچیانو ریاست مشر غلام فاروق عبیدي داسې وايي:

"د کوچیانو ښځې او ماشومان چې په لیرو پرتو سیمو او دښتو کې ژوند کوي، هېڅ ډول روغتیايي خدمات نه ورته ترسره کېږي، په بلخ کې د کوچیانو ډېری ماشومان د زېږدنې پر وخت مري. موږ ته روغتیايي خدمات نه‌شته."

په همدې حال کې د بلخ د عامې روغتیا ریاست د کوچیانو څانګې مسؤل ډاکتر فهیم شریف‎یار وايي چې په ۹ ولسوالیو کې د کوچیانو لپاره سیار روغتیايي مرکزونه فعال دي.

هغه وویل چې یوازې په تېره یوه میاشت کې د عامې روغتیا ریاست ۱۸۰۰ کوچیانو ته په عمومي او نسایي ولادي برخو کې روغتیايي خدمات ترسره کړي دي.

ښاغلي شریف‎یار په‎دې هلکه وویل:

"یوازې په همدې تېره میاشت کې موږ ۱۸۰۰ تنو کوچیانو ته صحي خدمات ترسره کړل چې په‎کې د عمومي امراضو، ولادي او نسايي برخې شاملې وې."

دا چې په بلخ کې شته کوچیان تعلیمي مرکزونو او صحي خدماتو ته د لاسرسي په برخه کې له ستونزې سره مخ دي، د یادې مسئلې د حل په برخه کې ازادي راډیو وغوښتل د افغانستان د بشر حقونو خپلواک کمېسیون نظر هم له ځان سره ولري، خو د یاد بنسټ ویاند بلال صدیقي ازادي راډیو ته وویل چې د بشر حقونو خپلواک کمېسیون د کوچیانو د ستونزو په اړه هېڅ ډول فعالیت نه‎دی ترسره کړی.

نه‌یوازې په بلخ کې کوچیان د تعلیمي امکاناتو او روغتیايي خدماتو له نشتوالي ځورېږي، بلکې د شمال زون د کوچیانو د ټولنې د معلوماتو پر اساس چې په جوزجان، سرپل، فاریاب او سمنګان کې هم کوچیان له ورته ستونزې سره مخ دي.

راپور: مجیب‌الرحمن حبیب‌زی

XS
SM
MD
LG