د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۸:۲۳

د بلخ اوسېدونکي: ګن ښوونځي مسلکي ښوونکي او ودانۍ نه‌لري


د بلخ ولایت اوسېدونکي د ښوونځیو لپاره د معیاري ودانیو او مسلکي ښوونکو له نشتوالي څخه شکایت لري.

دوی له ازادي راډیو سره په خبرو کې وویل چې د معیاري ټولګیو د نشتوالي له امله تر کېږدیو لاندې زده‌کړې کوي.

ویس‌الدین په مزار کې د خواجه امیر جان ښوونځي زده‌کوونکی دی، هغه وایي چې د دوی ښوونځی ودانۍ نه‌لري او له کبله‌یې زده‌کوونکي چې هم نجونې او هلکان دي په درېیو جلا جلا وختونو کې زده‌کړې کوي.

افغان زده کوونکي
افغان زده کوونکي

ویس‌الدین په دې اړه ازادي راډیو ته وویل:

"زموږ ښوونځی ودانۍ نه‌لري او په یوه برخه کې یې څو ټولګي شته چې هغه ټولو زده‌کوونکو ته کفایت نه‌کوي او له امله‌یې نجونې او هلکان په څو مختلفو ټایمونو کې ښوونځي ته راځي، زموږ ټولګي مېز، څوکۍ، دروازه او کړکۍ نه‌لري او ډېری وخت تر کېږدیو لاندې سبق وايو."

ویس‌الدین د مسلکي ښوونکو له نشتوالي څخه هم شکایت لري او وایي چې د دري ژبې ښوونکی یې دوی ته د ریاضي درس وايي.

په بلخ کې د ښوونځیو زده‌کوونکي وايي چې دولت باید د دوی ستونزې ته ژر تر ژره رسېدنه وکړي او د مسلکي ښوونکو د ستونزې د حل تر څنګ ښوونځیو ته معیاري ودانۍ هم جوړې کړي.

په ورته وخت کې د خواجه امیر جان ښوونځي مدیر نیک محمد هم د مسلکي ښوونکو نشتوالی مني او وايي چې له یادې ستونزې سربېره دوی په خپل ښوونځي کې د درسي کتابونو له کموالي سره هم مخ دي.

نیک محمد وايي، د بلخ د پوهنې ریاست ورسره د یادو ستونزو د حل ژمنه کړې وه، خو تر دې دمه‌یې ټولې ستونزې پر خپل ځای دي.

نیک محمد زیاته کړه:

"موږ همدا اوس‌مهال په خپل ښوونځي کې د مسلکي ښوونکو، کتابونو، مېز او څوکۍ له نشتوالي سره مخ یو او اړتیا لرو چې مسئوله اداره په دې برخه کې زموږ ستونزو ته پام وکړي."

په بلخ ولایت کې د لیرو پرتو سیمو خلک بیا تر ښاریانو ډېر له یادې ستونزې سره مخ دي.

د بلخ په چهاربولک، چمتال، شولګره، دولت‌اباد، شورتپې او کلدارې ولسوالۍ کې خلک وايي چې له کلونو راهیسې د ښوونځیو د کموالي او د مسلکي ښوونکو له نشتوالي ځورېږي.

هاخوا بیا د بلخ د پوهنې ریاست مشر صبغت‌الله مستقیم د یادو ستونزو د شتون په منلو سره وايي چې روان کال په هېواد کې د تعلیم د پرمختیا په کال نومول شوی او ولسمشر غني دوی ته ژمنې کړي چې د راتلونکو دوه کلونو په لړ کې به د بلخ ټولو ښوونځیو ته ودانۍ جوړې شي او ښوونځي به په مسلکي ښوونکو سمبال وي.

د بلخ د پوهنې ادارې مشر وايي چې د زده‌کوونکو د زده‌کړې د ټيټې کچې لامل هم د مسلکي ښوونکو نشتوالی دی.

ښاغلي مستقیم وویل:

"ولسمشر غني روان کال د معارف کال بللی او ژمنه‌یې کړې چې د دوه کلونو په ترڅ کې به ټولو ښوونځیو ته معیاري ودانۍ جوړې شي، هغه همداراز هوډ کړی چې ټول ښوونځي به په مسلکي ښوونکو سمبال شي او د مېز او څوکۍ ستونزه به هم نه‌وي موجوده، دا هر څه د وخت په تېرېدو حلېږي."

د یادولو ده چې د هېواد په نورو شمالي ولایتونو لکه فاریاب، سرپل، جوزجان او سمنګان کې هم خلک له ورته ستونزې سر ټکوي او د معارف د ودې په برخه کې محلي ادارې په بې‌پامۍ تورنوي.

راپور: مجیب‌الرحمن حبیب‌زی

XS
SM
MD
LG