د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۳۱ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۲:۰۶

عبد الرشید دوستم نن یکشنبه کابل ته راستنېږي


ټاکل شوې ده چې د افغانستان د جمهوري ریاست لومړی مرستیال عبد الرشید دوستم له شاوخوا یوه کال جلا وطنۍ وروسته نن کابل ته ستون شي.

جمهوري ریاست او د ولسمشر د لومړي مرستیال دفتر وايي د هغې موافقې له مخې چې د ارګ او عبد الرشید دوستم ترمنځ په ترکیه کې شوې ده ،دوستم نن کابل ته ستنیږي.

د ولسمشر مرستیال ویاند شاه حسین مرتضوي تیره شپه ازادۍ رادیو ته د عبد الرشید دوستم د ستنیدو په اړه وویل :

« ټاکل شوې ده چې جنرال صاحب دوستم سبا ته کابل ته راشي .په هغه پورې تړلي ټولې موضوعګانې حقوقي دي چې د قانون په رڼا کې به تعقیب او څیړل کیږي».

د ولسمشر مرستیال ویاند شاه حسین مرتضوي
د ولسمشر مرستیال ویاند شاه حسین مرتضوي

دغه راز پرون د جمهوري ریاست ویاند هارون چخانسوري په کابل کې خبریالانو ته وویل چې عبد الرشید دوستم د یکشنبه په ورځ کابل ته ستنیږي او د جمهوري ریاست د لومړي مرستیال په توګه به له سره خپل کار پیل کړي.

د ښاغلي چخانسوري په خبره پر دوستم لګیدلي تورونه او د هغه پر ضد ادعاوې به د افغانستان عدلي او قضايي ادارې څیړي او دا ادارې په خپلو چارو کې د قانون په چوکاټ کې خپلواک عمل کوي.

تر دې مخکې د جمهوري ریاست د لومړي مرستیال د دفتر رئیس عنایت الله بابر فرهمند ویلي وو چې دولتي مقامات او د عبد الرشید پلویان به کابل ته په ستنیدو د نوموړي هرکلی وکړي.

تمه کیږي چې کابل ته د دوستم په ستنیدو سره به د افغانستان په یو شمیر شمالي ولایتونو کې د هغه د پلویانو د نزدې دریو اونیو راهیسې پیل شوې مظاهرې پایته ورسیږي.

مظاهره چیان چې په فاریاب ،جوزجان او یو شمیر ولایتونو کې يې دولتي ادارې تړلي او یو شمیر تاسیسات يې له مینځه وړي دي
مظاهره چیان چې په فاریاب ،جوزجان او یو شمیر ولایتونو کې يې دولتي ادارې تړلي او یو شمیر تاسیسات يې له مینځه وړي دي

مظاهره چیان چې په فاریاب ،جوزجان او یو شمیر ولایتونو کې يې دولتي ادارې تړلي او یو شمیر تاسیسات يې له مینځه وړي دي،هیواد ته د عبد الرشید دوستم د بیرته ستنیدو او د فاریاب ولایت د قیصار ولسوالۍ د امنيي قومندان نظام الدین قیصاري د خوشې کیدو غوښتنه کوي.

د جمهوري ریاست لومړی مرستیال عبد الرشید دوستم شاوخوا کال مخکې له هغې وروسته چې د جوزجان له پخواني والي احمد ایشچي سره په ناوړه چلند تورن شو او د خلکو او نړیوالو له سختو عکس العملونو سره مخ شو، ترکيې ته لاړ.

XS
SM
MD
LG