د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۷:۱۵

کابلوف: پوتین له ټرمپ سره په خبرو کې د افغانستان موضوع هم اضافه کړې


افغانستان ته د روسیې د ولسمشر ځانګړي استازي ضمير کابلوف ویلي چې هيله لري چې د فنلنډ په پلازمېنه هلسينکي کې به د امريکا او روسیې د ولسمشرانو تر غونډې وروسته د افغانستان پر موضوع ځيني پرمختګونه وليدل شي.

ټاکل شوې ده چې د روسیې ولسمشر ولاديمیر پوتين د امریکا له ولسمشر ډونالد ټرمپ سره د راتلونکې دوشنبې په ورځ د فنلنډ په پلازمېنه هلسينکي کې وویني.

افغانستان او سوریه د دوی د خبرو له موضوعاتو څخه دي.

افغانستان ته د روسیې د ولسمشر د ځانګړي استازي ضمير کابلوف په وينا، ولاديمير پوتین له ډونالد ټرمپ سره په خبرو کې د افغانستان موضوع هم اضافه کړې ده.

ضمیر کابلوف
ضمیر کابلوف

کابلوف ايزويستيا ورځپاڼې ته ويلي چې که ډونالد ټرمپ لېوالتيا وښيي، پوتین به د افغانستان په اړه ورسره خبرې وکړي.

کابلوف ويلي، هغه راپورونه يې اورېدلي چې وایي، امریکا د افغانستان په اړه د خپلې ستراتيژۍ پر ارزونه غور کوي.

ده ويلي چې امریکا بايد د افغانستان په اړه خپله ستراتيژي بدله کړي.

ده ويلي چې د افغان حکومت او طالبانو تر منځ خبرې په امریکا پورې تړاو لري او د يوه سوله يېز جوړجاړي امکان به هغه مهال رامنځته شي چې امريکا له طالبانو سره له افغانستانه د وتلو پر مهالوېش مستقيمې خبرې وکړي.

خو کابلوف دا هم ویلي چې طالبان بايد وهڅول شي چې له افغان حکومت سره خبرو ته چمتو شي.

د ډونالد ټرمپ او ولاديمير پوتين د خبرو په اجنډا کې د سوريې موضوع هم شامله ده.

اسوشېټېډ پرېس خبري اژانس د څېړونکو له قوله ليکلي چې په دغه غونډه کې به تر ډېره د سوریې په جګړه کې د ايران د رول په اړه خبرې وشي.

د سوريې د اووه کلنې جګړې پر مهال د لبناني حزب الله په ګډون، د ايران ملاتړ لرونکو ملېشو د سوريې له مرکزه تر لبنانه د عراق پولې ته څېرمه خپل حضور پراخ کړی دی.

د ايران او روسیې په سياسي او نظامي مرسته د سوريې ولسمشر بشار الاسد د سوريې شپېته فيصده خاوره بېرته تر خپلې ولکې لاندې کړې ده.

په سوريه کې د امریکا په نه شتون کې روسيه د يوازني قدرت په توګه مطرح شوې ده.

خو امريکا او روسيه دواړه لېوالتيا لري چې په سوريه کې د خپلو ګټو په اړه ګډ کار وکړي.

په داسي حال کې چې ايران او روسيه د سوريې په جګړه کې يوې خوا ته دي، د دوی ګټې هر وخت يو شان نه دي.

په داسي حال کې چې امريکا نور نه غواړي چې په سوريه کې بشار الاسد له واکه لېرې شي، تمرکز په سوريه کې د ايران رول ته اووښتی.

اسرائيل هم په دوامداره توګه ويلي چې سوريه کې به ايران ته د دایمي حضور اجازه ورنه کړي.

د اسوشېټېډ پرېس خبري اژانس د راپور له مخې، ايران په سوريه کې شا او خوا اتيا زره شيعه ملېشې لري.

XS
SM
MD
LG