د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۱:۱۶

ځیني سناتوران: حکومت باید په شمال کې مظاهرې په سوله ییز ډول ختمې کړي


د افغانستان د مشرانو جرګې یوشمېر غړي وايي چې حکومت باید په شمال کې مظاهرې په سوله ییز ډول ختمې کړي.

وروسته له هغې چې نظام الدین قیصاري ونیول شو او د هغه پلویانو په شمال کې مظاهرې وکړې، د افغانستان مشرانو جرګې یوشمېر غړي د زور واکو د نیولو هرکلی کوي او وايي، حکومت باید په سوله ییزه ډول مظاهرې ختمې کړي.

د سناتورانو په وینا، په اوسنیو شرایطو کې د دولت وسله وال مخالفین د نفاق اچولو په هڅه او په دې هڅه کې دي چې له مظاهرو د ځان په ګټه استفاده وکړي.

محمد علم ایزدیار
محمد علم ایزدیار

د دغې جرګې لومړی مرستیال محمد علم ایزدیار او بل غړی ګل محمد رسولي په دې اړه وايي:

"د افغانستان عمومي امنیت او عمومي مصلحت دې په پام کې ونیول شي، داسې کړنه دې ونه شي چې وضعیت له مخکې نه هم خراب شي او دا مسئله باید په پام کې ونیول شي، دویم نظر دا دی چې دغه موضوع متوازن او افغانستان شموله حل شي او د قضایاو په اړه خلکو ته واضح وویل شي."

"زه هیله مند یم چې حکومت به دغه مسئله په تدبیر او فکر سره حل کړي."

دا په داسې حال کې ده چې تېره اوونۍ افغان پوځیانو د فاریاب ولایت د قیصار ولسوالۍ سرپرست امنیه قوماندان نظام الدین قیصاري ونیوه.

ښاغلی قیصاري د ولسي پاڅونونو په چارو کې د جمهور رئیس د لومړي مرستیال عبدالرشید دوستم استازی و.

جمهوري ریاست ویلي چې قیصاري د خلکو د شکایتونو او له حکومتي چارواکو سره د ناوړه چلند په تور نیول شوی.

له دې وړاندې دفاع وزارت ویلي وو چې ښاغلی قیصاري یې کابل ته راوستی او لویې څارنوالۍ ته یې معرفي کړی دی.

د نظام الدین قیصاري له نیول کېدو وروسته له څو ورځو راهیسې د نوموړي پلویانو په یوشمېر شمالي ولایتونو فاریاب، جوزجان، سرپل، تخار او بغلان ولایتونو کې په مظاهرو لاس پورې کړ.

مظاهره چیانو د فاریاب ولایت او اندخوی ولسوالۍ ترمنځ د تګ راتګ لاره او د اقینې سوداګریزه لاره تړلې ده.

د ولسي جرګې غړي او د جنبش ګوند ویاند بشیر احمد ته ینج د یکشنبې په ورځ ازادي راډیو ته وویل، مظاهره چیان به هېڅکله هم د زده کړې بهیر او دغه شان د خلکو د تګ او راتګ لارې ونه تړي.

خو د نوموړي په وینا، دا چې د اقینې بندر د حکومت لپاره یوه عایداتي لاره ده، تر هغې به تړلی وي چې حکومت د خلکو غوښتنو ته مثبت ځواب نه وي ویلای.

ښاغلی ته ینج وايي، د نظام الدین قیصاري خلاصون او د عبدالرشید دوستم بېرته راستنېدل د خلکو اصلي غوښتنې دي.

دا په داسې حال کې ده چې د فاریاب ولایت د تېرې اوونۍ په مظاهرو کې څو تنه مظاهره چیان مړه او ټپیان شوي او یوشمېر مظاهره چیانو د ولایت ودانۍ ته اور اچولی دی.

په ورته وخت کې د سیمه ییزو اروګانونو خپلواکې ادارې رئیس متین بیګ چې د جمهوري ریاست له لوري د یو لوړ پوړي پلاوي په مشرۍ فاریاب ولایت ته تللی، د یکشنبې په ورځ یې ازادي راډيو ته وویل، د فاریاب په مرکز میمنې ښار کې وضعیت بېرته عادي حالت ته را ګرځېدلی او د اقینې بندر د لارې د خلاصون لپاره له خلکو سره خبرې روانې دي.

نوموړی وایي:

"له لسګونو قومي مشرانو او ځوانانو سره مو ملاقاتونه درلودل، هغه خطرونه چې موجود وو، اوس رفع شوي، امنیتي خطرونه او هغه هرج او مرج چې تاوتریخوالی رامنځته کوي، اوس له منځه تللی، اوس د امن په فضا کې کار مخته ځي، له تېرې ورځې راهیسې ټولو دفترونو په کار پیل کړی او ښوونځي خلاص شوي دي."

بل خوا د افغانستان د کورنیو چارو وزارت ویاند نجیب دانش وايي، هغو کسانو چې د مظاهرې په ورځ یې په تاوتریخوالي لاس پورې کړی، وبه نیول شي.

ښاغلی دانش له مظاهرچیانو غواړي چې د مظاهرو او اعتراضیه غونډو پر مهال تاوتریخوالی ونه کړي.

راپور: رحمت الله افغان

XS
SM
MD
LG